حاشیه نویس*
سلمان سهار پنځه بجې، مخکې له دې چې د لمر وړانکې د تهران له دوړو ډک اسمان په تیارو کې روښانه کړي، هغه چوک ته ځي چېرته چې کارګران راټولېږي. په دې حالت کې هېڅ شی د هغه مخه نه شي نیولی، نه ساړه او نه هم کمزوري. نوموړی یو له هغه زرګونو افغان کډوالو کارګرو دی، چې خپله ډوډۍ د سیمټي دېوالونو، د خښتو له بټیو او د اسمان ځکه ځړونده تختو څخه تر لاسه کوي، نه وېره لري نه رسمي قرارداد او نه هم دا ډاډه، چې د هغې ورځې په لوېدو کې به ډک لاس او روغ بدن کور ته بېرته ولاړ شي که نه؟
سلمان لمر لوېده د ښار په څنډه کې له نمه ډک هغه کور ته ګرځي، چې د نم بوی یې د سلمان او د هغه کورنۍ د بېوزلۍ د بوی په وړاندې رنګ بایللی دی. د کور په څنډه کې کوچینۍ دسترخوان وغوړول شي، هغه ساده دسترخوان، چې د سلمان د یوې ورځې د منډو ترړو او زړه خوړو انعام دی.
دا یوازې د سلمان د ژوند کیسه نه ده، بلکې د هغو میلیونونه افغان کډوالو د ژوند د جریان ترخه کیسه ده، چې د دې هېواد ا اقتصادي دورې په اوږدو کې ګام په ګام د لسګونو سختو ورځو ژوند، سپکاوي او ذلت سره مخ شوي دي. خو د ژوند په جدول کې د دوی برخه ورځ تر بلې کمه او کوچینۍ کېږي.
استثمار
درانده کارونه، ناچیزه ګټه یا د کار د څېښتن له خوا حق خوړول یوازې د افغان کډوالو وېرونکی خوب نه دی، بلکې اصلي خوب او د هغې چاړې تېغ دی، چې هره ورځ باید پرې تېر شي. په ایران کې د افغان کډوال لپاره کار کول مخکې له دې چې یو اقتصادي فعالیت وي، د قانوني او اداري اهرامونو سره د تل پاتي پایښت لپاره یوه سیالي ده.
د کډوالو لپاره اجازه لرونکي کاري فرصتونه، کلونه کېږي، چې په سختو او درندو کارونو کې را محدود شوي دي. د ملاتړو او اداري قوانینو لوړ دېوالونه، ان د تحصیل کړي او متخصص کډوال، درندو فزیکي او ان غیر رسمي او پټو، په لږ ګټه کارونو ته، چې کله د کار د ځېښتن انکار هم له ځان سره لري ورماتوي. د استوګنې د اسنادو او کارګرۍ د کارت د تمدید لوړ لګښت له یوې خوا او پېچلې بروکراسي چې د تل د بدلون په حال کې وي، له بل لوري، د کډوال کارګر ګټه، مخکې له دې، چې د هغه دسترخوان ته ورسېږي، تر ستوني تېروي.
اصلي وېره له نیول کېدو او اړولو ده، چې د سیوري په څېر افغان کډوال تعقیبوي، دا وېره د کډوال کارګر څخه د ټاکلو واک اخلي او هغه اړ باسي، چې هر ډول سخت او له سپکاوي ډک شرایط ومني، تر څو وکولی شي د خپل دسترخوان لپاره یوه ګوله ډودۍ پیدا کړي.
د کار غیر رسمي بازار هغه ځای دی، چې د کار قانون په کې رنګ له لاسه ورکوي او عدالت او انصاف د کار ګومارونکي د حرص تر بوټونو لاندې له منځه ځي. دا بازار د افغان کډوال کارګر لپاره د هغه بې قانونه سمندر په څېر دی، چېرې چې کارګومارونکی هر کاره او خبره یې تر ټولو قوانینونو لوړه وي. په ډېر تر ځمکه لاندې کارخونو، ودانیزو پروژرو، کروندو او د خښتو بټیو کې تعریف شوی کاري ساعت شتون نه لري، د سهار له سپېدو سره کار پیل او د شپې تر رابره کېدو او د کارګر د بدن تر بشپړه ستومانه کېدو پورې دوام لري. دا د کارګر کډوال د کیسې پای نه دی، بلکې په ډېری مواردو کې د خپل هېوادوال قرادادي سرکارګر له خوا هم ترې ناوړه ګټه پورته کېږي.
په خواشینۍ سره، افغان کډوال کارګر د دې بازار تر ټولو زیانمنونکې برخه ده. هغه داسې کارونه تر سره کوي، چې د لوړ خطرونو او یا سختیو له امله، د ځايي کاري ځواک د خوښې وړ نه دی، خو دوی یې په ډېره ټيته بیه تر سره کوي. همدا ځای دی، چې جوړښتي بېوزلي رامنځ ته کېږي، هغه کارګر چې تر نورو ډېره خوله تویوي، له ټولو کمه ګټه تر لاسه کوي.
په دې بازار کې د کډوالو کارګرانو لپاره بیمه او د کار خوندیتوب یوه نه تر لاسه کېدونکې افسانه ده. که کارګر له خوازې راولوېږي او یا په کارخانه کې د کارګر لاس ماشین ونیسي، هېڅ ملاتړی چتر نشته، د آزادې درملنې لوړ لګښت د یوې افغان کډوالې کورنۍ ژوند په یوه شپه کې تباه کوي. په پای کې د کورنۍ ډوډۍ ګټونکی ژوند په ویلچر او له کاره په لوېدو تمامېږي، چې نور ان هېڅ د ډوډۍ خوړلو توان هم نه لري.
په ایران کې د افغان کډوال کیسه له بل هر ډول کیسې څخه توپیر لري. د افغان کډوال تر ټولو ژور کړاو د خپلو لومړنیو حقونو د غوښتنې برخه کې ناتواني ده. په دېری مواردو کې کارګمارونکی د افغان کډوالو د زیانمننونکي او ماتېدونکي وضعیت څخه په خبرتیا سره، د هغوی حق په میاشتو میاشتو ځنډوي او په ځینو مواردو کې یې ان له ورکړې انکار کوي، خو کارګر نه د تېښتې لار لري او نه هم زورول لاس، پولیسو، عدلي او قضايي مراجعه، نه یوازې د هغوی درد نه دوا کوي. بلکې هغوی (په ځانګړې توګه هغه کډوال چې د استوګنې اسناد نه لري» له لا زیاتې زیان مننې سره مخ کېږي.
دا وېره افغان کډوال کارګر په جبري او ستومانه کوونکې چوپتیا محکوموي، هغه زده کوي، چې کړاو باید تېر کړي او د بې عدالتۍ په وړاندې مسکا وکړي او په لږ څه قانع و اوسي.
د کورنۍ په وضعیت د کاري کړاو دروند سیوری
د دې جوړښتي بېوزلۍ لومړی او تر ټولو بې دفاع قرباني د کډوالو کورنیو د ماشومانو فزیکي او رواني روغتیا ده، کله چې د ډوډۍ ګټونکي ټول لږ ګټه د ښار په څنډه کې د نم لرونکي کور د کوچینو کوټو په کرایه، د اسنادو په نوي کولو، اداري جریمو او د اقتصادي پړسوب د بلا ښکار کېږي، نو زده کړه او تحصیل له لومړیتوبه وځي او د عیش او عشرت په توکي بدلېږي. خو ژور او پټ ناورین د دې ماشومانو ژر او اجباري بلوغ دی. په هغه کور کې چې د ډوډۍ ګټونکي واک د استثمار تر بوج لاندې ځړول کېږي، د رولو ویجاړونکی بدلون رامنځ ته کېږي.
ماشومان چې د پلار په سترګو کې پټ شرم او مور د تېر شوی خفګان څپې ګوري، ډېر ژر د دې بېوزلۍ احساساتي بوج پر غاړه اخلي. د ماشومتوب، ښوونځي او لوبو د تجربه کولو پر ځای، دوی په خپله خوښه یا جبري توګه د سړکونو کار، د کثافاتو راټولولو او د ځمکې لاندې تیاره ورکشاپونو ته لېږل کېږي. دا عمل د جوړېدو په پیل کې د ماشوم ځان او انساني کرامت له منځه ځي.
د جلاوطنۍ د ترخې ډوډۍ په بشپړه پوهېدو لپاره، باید په وروستیو کلونو کې د ایران اسلامي جمهوریت اقتصادي وضعیت ته وګوري، په ځانګړې توګه له دوه وروستیو جګړو وروسته. د اقتصادي پړسوب یا انفلاسیون چټک زیاتوالی او د بېو لوړېدل د اصلي ټولنې ملا ماته کړې ده، خو د کډوالو د ټولنې لپاره چې هېڅ ملاتړ نه لري، دا انفلاسیون د آزاد زوال مانا لري. دا په داسې حال کې ده، چې کوربه ټولنه د سبسایډي، برابرو ونډو، یا د ملاتړ په څېر تګلارو سره ځینې ګوزارونه کموي، خو افغان کډوال د انفلاسیون د دورې په وړاندې بشپړ بربنډ پرېښودل شوي دي. د هغوی عاید په لومړي ځای کې مېخ پر ټکوهل شوی دی، خو د ژوند لګښتونه یې د هرې ورځې په تېرېدو پورته روان دي.
د دې انفلاسیون وېرونکې پټه طبقه، د سترخوان له کوچیني کېدو ورها خوا، د دسترخوان د تدریجي مرګ او خوارځواکۍ په نوم یادېږي. د کلونو راهیسې، سره غوښه د ډېرې کډوالو کورنیو د خوند له حافظې څخه پاکه شوې دهو خو اوس ان د چرګ غوښه، هګۍ، لبنیاتو د لبنیاتو محصولات او ورته توکي د لاسرسي وړ نه دي، نن ورځ د مېوو پلورونکي خبرابېدونکې او په بشپړه توګه غیر روغتیايي مېوې د ښار په څنډو کې هغه ځایونو ته د پلور لپاره راوړي، چېرته چې افغان کډوال مېشت دي او دا په خپله د کډوالو د ناورین شرایطو ښکارندويي کوي
د روغتیا د کارپوهانو په اند، د دې پټ وضعیت نېغه پایله د شدیدو روغتیايي بحرانونو رامنځ ته کېدل دي، لکه د امیندوارو مېرمنو او کډوالو میندو کې د اوسپنې کمښت او شدیده انیمیا، په ځوانونو کې د اوستیوپروسس، د ودې ګډوډي، لنډه ونه او په ماشومانو کې د عقل کموالی. د خوړو فقر په عملي توګه د راتلونکي نسل جینیاتي جوړښت او فزیکي راتلونکې له منځه وړي.
پر دې سربېره د کورونو انفلاسیون د ساه بندۍ یوه بله طبقه رامنځ ته کړې ده. هر کال د ګروۍ او کرایې په غیر متوقع زیاتوالي سره، د ټیټ عاید لرونکي کدوال کورنۍ لرې پرتو او بېوزله سیمو، تنګو ګډو خونو او ان د چرګانو او څارویو فارمونو ناپاکو شرایطو ته ځي.
وروستۍ خبره دا چې په ایران کې افغان کډوال یوازې د اقتصادي احصایو او په ودانیزو پروژو کې ارزانه کارګران نه دي، بلکې دوی د وقار، کلتور او ژورې ریښې لرونکي انسانان دي، چې د ظالمانه پېښو له امله د پولې دې غاړې ته غورځول شوي دي. په دې خاوره کې د ډېری صنعتونو، ورکشاپونو او ودانیو څرخونه د دې بې کاره لاسونو سره ګرځي، هغه لاسونه چې د دې ټولو ودانیو برخه یې تش دسترخوان او لړزونکي زړونه دي.
د جلاوطنۍ ترخه ډوډۍ د ټولنې او سیاست جوړونکو د وېښو وجدانونو لپاره د بیدارۍ زنګ دی. هغه جوړښتي بېوزلي او پټ استثمار، چې نن ورځ یې د کډوالو په ژوند سیوری غوړولی، نه د ګاونډیتوب او ګډې ژبې له روح سره سمون لري او نه هم د اسلامي او بشري حقونو له بنسټیزه اصولو سره. یو کارګر چې خپل ژوند او ځواني په دې ځمکه کې له لاسه ورکوي، د امنیت، درناوي او عادلانه مزدورۍ سره یو ځای ډوډۍ وړ دی.
یادونه*: د دې مطلب د لیکوال نوم مستعار دی.







