د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

معترضې ښځې: له زده کړو د ښځو محرومیت د بشري حقونو ښکاره ماتونه ده

11 جولای 2026
معترضې ښځې: له زده کړو د ښځو محرومیت د بشري حقونو ښکاره ماتونه ده

انځور: رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوی

د «افغانستان د خپلواکۍ غوښتونکو ښځو بنسټ» غړو د کانکور ازموینې د پایلو اعلان ته، چې د څلورم پرلپسې کال لپاره د نجونو له شتون پرته تر سره شو، په غبرګون کې وايي، له زده کړو د ښځو محرومیت د بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده.

رخشانه: د دې اعتراضي غورځنګ غړو نن (شنبې د چنګاښ ۲۰ مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره «د نجونو زده کړې ته د لاسرسي مسلم او نه انکار کېدونکي حق» باندې ټینګار کړی دی.

د «افغانستان د خپلواکۍ غوښتونکو ښځو بنسټ» غړو ویلي، له زده کړو د میلیونونه نجونو محرومیت د بشر له اساسي حقونو ښکاره سرغړونه او د انساني ظرفیت له لویې برخې د افغانستان محرومول دي.

معترضو ښځو په خپله اعلامیه کې د نجونو په زده کړو د طالبانو محدودیتونو ته په اشارې لیکلي، د دې وضعیت دوام، د یوه نسل راتلونکې او د هېواد راتلونکې له جدي ننګونو سره مخ کړې ده.

د افغانستان د خپلواکۍ غوښتونکو ښځو بنسټ له نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو له مدافع بنسټونو غوښتي، چې په افغانستان کې د نجونو په زده کړو د طالبانو پر محدودیتونو خوله پټه نه کړي.
د دې بنسټ غړو د میلیونونه افغان نجونو او ښځو د زده کړې په حق ټينګار کړی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې د نجونو د زده کړې حق د خوندیتوب لپاره ګټور او عملي ګامونه پورته کړي.

۱۵۷۲ ورخې کېږی، چې افغانستان له کې له شپږم ټولګي بره نجونې د طالبانو د محدودیتونو له امله، ښوونځي ته له تګه محرومې دي. همدارنګه طالبانو د پوهنتونو دروازې هم د نجونو پر مخ تړلې دي.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

سره له دې، چې ملګرو ملتونو، د بشري حقونو بنسټونو او د زده کړو او ښځو د حقونو مدافعانو په وار وار غوښتي، چې په هېواد کې د ښځو او نجونو په وړاندې محدودیتونه پای ته ورسوي، خو دې ډلې کوم اقدام نه دی کړی.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه