د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

پنجشېر کې څلور ماشومان تر موټر لاندې او وژل شوي دي

11 جولای 2026
پنجشېر کې څلور ماشومان تر موټر لاندې او وژل شوي دي

انځور: رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوی

پنجشېر کې ځايي طالب چارواکي وايي، د دې ولایت حصه اول ولسوالۍ کې څلور تنه ماشومان موټر وهلي او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

رخشانه: پنجشېر کې د طالبانو د والي ویاند سیف الدین لټون ځايي رسنیو ته ویلي، دا پېښه پرون جمعه (د چنګاښ ۱۹ مه) د حصه اول ولسوالۍ په «غمرض» سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

لټون وايي، کرولا ډوله موټر چلوونکي څلور ماشومان په موټر وهلي، چې څلور واړو ژوند له لاسه ورکړی دی.

هغه زیاته کړې، دا ماشومان روغتون ته تر لېږدولو وروسته مړه شوي دي.

دا پېښه د موټر چلوونکي د ګړندي تګ او بې احتیاطۍ له امله رامنځ ته شوې ده.

پنجشېر کې د طالبانو د والي ویاند د وژل شویو ماشومانو د جنسیت او عمر په اړه څه نه دي ویلي.

موټر چلوونکی پنجشېر کې د طالبانو د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

له دې وړاندې هم د هېواد په یو شمېر ولایتونو په ځانګړې توګه پنجشېر کې ورته پېښې رامنځ ته شوې، چې د ماشومانو په ګډون یې له هېوادوالو قرباني اخیستې ده.

څه موده وړاندې هم یوه کرولا ډوله موټر کابل کې څلور تنه نجونې وهلې وې، چې سختې ټپیانې شوې وې.

کابل کې ځايي سرچینو ویلي وو، دا موټر د یوه طالب چارواکي د زوی اړوند وو.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه