د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي

13 جولای 2026
یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي

انځور: یونیسف

افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یویسف) وايي، ۳.۷ میلیونه افغان ماشومانو د خوراځوکۍ له زیات خطر سره مخ دي.

رخشانه: دې بنسټ پرون یکشنبې د (د چنګاښ ۲۱ مه) په یوه راپور کې، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د سختې خوراځواکۍ او خوړو د نه خوندیتوب په اړه خبرداری ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق په راپور کې ویل شي، افغانستان د سختې خوارځواکۍ فصل ته د ننوتو په حال کې دی. د یونیسف په وینا، د ۲۰۲۵ په پرتله د سختې خوارځواکۍ کچه په ۲۶ ولایتونو کې زیاته شوې ده.

یونیسف ویلي، له دوه کلونو کم عمر ماشومان تر ډېره له دې وضعیت څخه زیان لیدلی، په داسې ډول چې خوراځواکي ۸۳ سلنه او د منځنۍ کچې خوارځواکي ۷۷ سلنه جوړوي.

افغانستان کې د یونیسف استازي تاج الدین اویوالي ویلي، افغانستان کې کم عمره ماشومان ان د سختې خوارځواکۍ د څپرکي له پیل وړاندې، مخکې له مخکې د خوارځواکۍ خواته سوق کېږي.

هغه زیاته کړې: «کله چې کورنۍ د خوړو وختونه راکموي یا د مغذي خوړو مصرف محدودوي، دا نه یوازې د سختۍ نښه ده، بلکې یو خبرداری هم دی، چې ماشوم به ډېر ژر په شدیده خوارځواکۍ اخته شي.»

یونیسف په خپل راپور کې لیکلي، په افغانستان کې د خوارځواکۍ له بحران سره مبارزه باید یوازې د تغذيي په خدمتونو پورې محدوده نه وي.

دغه بنسټ وايي، د کم عمره ماشومانو پر ناسم خوراک او د خوړو د خوندیتوب پر زیاتوالي سربېره، د ناروغیو خپرېدل، د واکسینونو کم پوښښ، د اوبو کمښت، د روغتیا او روغتیا ساتنې د خدمتونو کمښت او د بودیجې او تجهریاتو نشتوالی، هغه عوامل دي، چې په افغانستان کې د خوارځواکۍ د زیاتېدو لامل کېږي.

د یونیسف په وینا، د دې عواملو ټولګه د شدیدې خوارځواکۍ په وړاندې د ماشومانو زیان مننه زیاتوي او د تغذیې، روغتیا، اوبو، روغتیا ساتنې، تعلیم او ټولنیز ملاتړ په برخو کې د همغږۍ اقدام اړتیا په ګوته کوي.

حاده خوارځواکي د وژونکې خوارځواکۍ یو ډول دی، چې په هې کې ماشوم د قد په پرتله ډېر لږ وزن لري او که په وخت یې درملنه ونه شي، دا ژر تر ژره د ماشوم ژوند له ګواښ سره مخ کولی شي.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

یونیسف د کم عمره ماشومانو د تغذیې د ساتنې او په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د شمېر د زیاتېدو د مخنیوي لپاره د بېړنۍ پانګونې غوښتنه کوي، په ځانګړې توګه په افغانستان کې د سختې خوارځواکۍ د لوړ فصل له پیلېدو مخکې.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه