د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ننګرهار کې له نندارتون نه د ښځو منع کول، لاسي صنایع نارینه وو پلورلې

13 جولای 2026
ننګرهار کې له نندارتون نه د ښځو منع کول، لاسي صنایع نارینه وو پلورلې

انځور: رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوی

ننګرهار کې ځايي سرچینې وايي، طالبانو د دې ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د کورنیو تولیداتو په یوه نندارتون کې د ښځینه سوداګرو مخنیوی کړی او نارینه وو د ښځو لاسي صنایع پلورلې.

رخشانه: دا نندارتون پرون یکشنبې د (چنګاښ ۲۱ مه) د کورنیو تولیداتو او محصولاتو د پېژندنې په موخه، د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې پرانستل شو او تر سبا (سه شنبې) پورې به دوام ولري.

په دې درې ورځني نندارتون کې، خوراکي توکي، کرنیز محصولات، غالۍ، د ښځو لاسي صنایع او نور ټول کورني محصولات په ۸۰ غرفو کې نندارې ته وړاندې شوې دي.

جلال آباد ښار کې ځايي سرچینې وايي، طالبانو ښځینه سوداګرو ته په دې نندارتون کې د ګډون اجازه ورنه کړه او د ښځو لاسي صنایع د نارینه وو له خوا پلورل کېږي.

د سرچینو په وینا، له نندارتون نه د ښځینه سوداګرو مخنیوي، د ښځو د لاسي صنایعو او د هغوی د محصولاتو په پلور او بازار موندنې باندې منفي اغېز کړی دی.

خلکو پر سوداګرو ښځو او ښځینه ننداره کوونکو د طالبانو لګول شوي محدودیتونو بې عدالتي بللې وايي، دا محدودیت ننګرهار کې سوداګرو ښځو په حق کې ښکاره ظلم دی.

یوه ملي سوداګر د هویت پټ ساتلو سره رخشانې رسنۍ ته ویلي، ښځینه سوداګرې د خپل ژوند د اړتیاوو د لګښتونو پوره کولو لپاره، لاسي صنایعو ته مخه کړې، خو د وړ بازار د نه شتون له امله، له سختو ننګونو سره مخ دي.

هغه زیاته کړې، که ښځو ته دا اجازه ورکړل شي، چې په دې ډول نندارتونونو کې حضور ولري، نو د اقتصادي فعالیتونو د دوام لپاره به د هغوی انګېزه او وړتیا لا زیاته شي.

ننګرهار کې ځايي طلب چارواکو تر اوسه په جلال آباد ښار کې د کورنیو تولیداتو په نندارتون کې د سوداګرو ښځو او ښځینه ننداره کوونکو د بندیز په اړه څه نه دي ویلي.

پرون په بلخ کې هم سرچینو ویلي وو، طالبانو د «مولانا جلال الدین بلخي په درېیم ملي او نړیوال نندارتون» د جنسیتي جلاوالي سره پرانستی او رسنیو ته یې د انځور اخیستو اجازه نه ده ورکړې.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

په دې نندارتون کې د ښځینه او نارینه وو غرفې، د جنسیت جلاوالي سره په بېلو ځایونو کې په پام کې نیول شوې وې او نارینه کتونکو ته ښځینه برخې ته او ښځینه کتونکو ته نارینه برخې ته د ورتګ اجازه نه وه.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه