د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د هر دروازې تر شا، د درد کیسه، کلیو کې له کور په کور درملنې د یوې ښځینه ډاکترې لید لوری

14 جولای 2026
د هر دروازې تر شا، د درد کیسه، کلیو کې له کور په کور درملنې د یوې ښځینه ډاکترې لید لوری

انځور: رخشانې رسنۍ

زحل آزاد

منیژه* هره ورځ له لمر خاته، د خپلې ډاکترۍ بکس را اخلي او هغو کورونو ته روانېږي، چې د دې په وینا، ښځې په کې د بندیانو په څېر دي او اجازه نه لري د باندې ووځي، ان د درملنې لپاره هم له کوره نه وځي.

هغه روغتیاپاله ده او د یوه غیر دولتي روغتیايي بنسټ سره کار کوي.

د تړلو دروازو تر شا د ښځو د وضعیت په اړه د هغې ټکان ورکوونکې کیسې د ښځو د خراب روغتیايي وضعیت انځور په لاس راکوي.

منیژه وايي، ځینې ناروغان یې اجازه نه لري له سړي پرته له کوره ووځي، یو شمېر نور یې بیا د درملنې ځای ته د تګ راتګ د لګښت ورکولو توان نه لري او ځینې نور بیا روغتیا پال ته ورتګ کې دومره ځنډ کوي، چې ناروغۍ یې پرمختګ کړی وي او درملنه یې ستونزمنه شوې وي.

د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق د راپور له مخې، په افغانستان کې ښځې په نړۍ کې د میندو د مړینې له لوړې کچې سره مخ دي او د سفر محدودیتونو، بېوزلۍ او د روغتیايي مرکزونو نشتوالي، د دوی لپاره روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ستونزمن کړی دی.

منیژه وايي، د دې پر ځای چې د ناروغانو ورتګ ته انتظار وکړي، هره ورځ خپله کور په کور ګرځي، تر څو هغو ښځو ته درملیز خدمات ورسوي، چې له دې خدماتو محرومې دي.

دا روغتیاپاله او مرسته کوونکې ۲۹ کلن ده. د دې په وینا، هېڅ کاري ورځ یې د تېرې ورځې په څېر نه ده، هر ځل چې د کوم کور دروازه ټکوي، ښايي له یوې داسې ښځې سره مخ شي، چې کلونه کلونه یې درد زغملی، داسې مور چې له زېږون وروسته هېڅ کله نه ده کتل شوې یا داسې ناروغ چې یوازینۍ تمه یې همدا کورنۍ کتنه ده.

د امنیتي ننګونو له امله، په دې راپور کې د هغه بنسټ له نوم چې منیژه په کې کار کوي او د هغې د فعالیت د کره ځای له یادولو ډډه شوې ده.

هغې و ویل: «ډېری ناروغان مې له ۲۰ تر ۴۰ کلونو پورې ښځې دي، چې په کور د ننه بې ځایه شوې او یا له بهر نه راستنې شوې دي، هغه ښځې چې کلونه کلونه یې له درد سره ژوند کړی او د رنځ کړاو یې د ورځني ژوند یوه برخه جوړه شوې ده.»

تر ټولو عمده ستونزه چې د هغې په ناروغانو کې لیدل کېږي، د رحم اړوند ناروغۍ او پېچلتیاوې دي، هغه ستونزې چې ډېری وخت د ستونزمن او پرلپسې امیدوارۍ او زېږون په پایله کې رامنځ ته کېږي. ډېری ښځې چې تر درملنې لاندې نیول کېږي، د امیندوارۍ تر منځ د واټن راوستو په اړه پوره پوهه نه لري او دې مسلې دوی ته جدي فزیکي او رواني زیان رسولی دی. پر دې سربېره ډېری مېرمنې د ملا ډېسک او آرتروز په شان ناروغیو څخه هم کړېږي.

یو له ناروغانو چې منیژه وايي، کله به یې هم هېره نه کړي، یوه ۲۰ کلنه ځوانه ښځه ده، چې د کورني تاوتریخوالي په سبب د نخاع له زیان سره مخ شوې او له ملا ښکته فلج ده. «شاوخوا یوه میاشت مخکې مې هغه له پاکستان نه د راستنو شویو کډوالو په یوه کمپ کې ولیده. افغانستان ته له راستنېدو یې شپږ میاشتې کېدې. د کورني تاوتریخوالي له امله یې نخاع پرې شوې وه او د ملا برخه کې بشپړه فلج وه، د هغې د وضعیت لیدل راته خورا دردونکی وو.»

منیژه د خپل ناروغ له قوله بیانوي: «د اولاد راوړلو برخه کې د ناتوانۍ له امله، د مېړه او د مېړه د کورنۍ له خوا په مرتبه توګه د هغې سره تاوتریخوالي کېده او وهله ټکوله یې، خورا خراب وضعیت یې درلود او هېڅ ملاتړی یا پناه یې نه درلوده. د مېړه کورنۍ یې په پاکستانې کې پاتې شوې وه او دا له خپلې مور سره یو ځای افغانستان ته را اړول شوې او افغانستان ته راغلې وه.»

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې د یوه کور د چت لوېدو د څلورو ماشومانو یو سړي ژوند واخیست

ښځینه فعالانو له ملګرو ملتونو افغانستان کې د پراخ بنسټ حکومت د زمینې جوړېدو غوښتنه وکړه

خو دا یوازینۍ کیسه نه ده، چې د منیژې په ذهن کې پاتې شوې ده. هغه د یوې منځني عمر لرونکې ښځې یادونه کوي، چې کلونه کلونه یې د بېوزلۍ، غم او رواني فشار تر بار لاندې ژوند کړی او بالاخره د عصبي اختلالاتو سره مخ شوې، هغه اختلال چې له هغې یې په لاره د تګ توان اخیستی دی. «څه موده وړاندې مې یوه ۴۰ کلنه مېرمن ولیده، دوه کاله له کوره نه وه راوتلې. ویل یې د طالبانو له بیا راتګ، د ځوان زوی له ناڅاپي مرګ او بېکارۍ وروسته، یې دومره روحي فشار زغملی، چې مغزي سکته یې کړې او نور نه شي کولی په لار لاړه شي. کله چې پوه شوه، ویلچر ورته برابر او کولی شي له دوه کلونو وروسته یو ځل بیا د کور له انګړ نه د باندې ووځي، دومره خوشحاله شوه، چې اوښکې یې پر مخ راغلې. باور مې نه کېد، چې د یوه ویلچر لرل به وکولی شي یو چا ته دومره خوښي ورکړي.»

منیژه په خپل نېږدې پنځه کلن فعالیت کې، ډېر د دې پر ځای چې له ناروغانو سره مخ شي، د بېوزلۍ، تاوتریخوالي او له درملنې د محرومیت له پایلو سره مخ شوې ده. نوموړې باوري ده، ډېری هغه مېرمنې چې نن له اوږد مهاله دردونو یا بدني ناتوانیو کړېږي، که یې کلونه مخکې د درملنې خدماتو ته لاسرسی درلودای، ښايي هېڅ کله دې ځای ته نه وای رسېدلې.

هغه سره له دې، چې دا کار ستونزې لري امیدواره ده، چې د ډېرو ښځو په کور کتو ته دوام ورکړي او ډېری نور روغتیايي بنسټونه له دې تګلارې په ګټنې د ښځو مرستې ته ودانګي. د هغې لپاره دا مهمه ده، چې د طبي معایناتو د اړتیا په اړه پوهاوی ورکړل شي، خو په ورته وخت کې دا اړینه بولي، چې ډېر نور روغتیاپالان هم په کلیو کې خواره شي او ښځې په کورونو کې معاینه کړي، که څه هم سختې ننګونې شتون لري.

منیژه وايي څه موده وړاندې په یوه کلي کې له یوې داسې کورنۍ سره مخ شوه، سره له دې، چې ښځې یې له سخت زېږون، د هډوکو د نري کېدو او اوږدمهاله دردونو څخه کړېدې، خو هېڅ کله یې روغتیايي مرکزونو ته مراجعه نه وه کړې. د هغې په وینا، په لومړۍ ورځ یې وکولای شوای د معاینې لپاره د کورنۍ خوښه تر لاسه کړي، خو ورځ وروسته یې چې کله د اړتیا وړ درمل او تجهیزات له ځانه سره وروړل، د کورنۍ د نارینه وو له مخالفت سره مخ شوه. «په دویمه ورځ چې ورغلم، د هغو دوو ښځو مېړونو او پلار یې اجازه را نه کړه، چې کور ته د ننه شم، ان هغه درمل مې چې له ځان سره وړي وو، هغه یې هم ونه منل. ویل یې زموږ ښځو له کلونو راهیسې په کور کې زېږون کاوه او هېڅ ستونزه یې نه درلوده. تاسو راغلې یاستۍ او زموږ ښځې مو بدې روږدې کړې. ویل یې تاسو د دې لامل شوی چې زموږ ښځې تېرې توانایۍ له لاسه ورکړي او نازولې شي. دې ته چمتو وو، چې ښځې یې له درده مړې شي، خو درملنه یې ونه شي.»

دې ډاکترې تر اوسه د مراجعې د ځنډ له امله کومه ناروغه له لاسه نه ده ورکړې، خو څو ځله یې روغتیايي خدمتونو ته د ناوخته لاسرسي له امله نه جبرانېدونکې پایلې لیدلې دي. هغه له یوې داسې ښځې یادونه کوي، چې په سر د سخت ګوزار له خوړلو وروسته اوږده موده له درملنې پاتې وه. د هغې په باور، که دې ښځې ژر ډاکتر ته مراجعه کړې وای، وضعیت به یې تر دې کچې نه خرابېده. «کله مې چې هغه ولیده، په سخته رواني ستونزه اخته وه، په سختۍ په لاره تله او ان د شاوخوا خلکو خبرې یې هم په سمه توګه نه شوای درک کولی.»

د منیژې په خبره، د دې مسائلو تر څنګ، د انساني ځواک کمښت، د کافي تجهیزاتو نشتوالی او هغه محدودیتونه، چې په ځینو مواردو کې په ښځینه روغتیايي کارکوونکو لګول کېږي، د درملنې د ټیمونو کارونه له سختو ننګونو سره مخ کړي دي.

دې و ویل: «د ۲۰۲۶ کال په پیل کې زموږ ډله ۱۴ تنه وه، خو په تدریج سره ۷ تنو ته راټیټه شوه. له یوې خوا دفترونه د بودجې له کمښت سره مخ دي او له بل لوري د ښځو پر کار د طالبانو محدودیتونه د دې لامل شوي، چې د ګوتو په شمېر کارکوونکي پاتې شي. زموږ ډېری همکاران د شرعي محرم نه درلودو له امله د دندې پرېښودو ته اړ شوې دي.»

د منیژې کاري ډله څلور تنه ده. دوه ښځې او دوه نارینه. هغې و ویل، د کار د دوام لپاره یې د یوه محرم سړي شتون جبري دی. «زموږ محرم هېڅ ډول حقوق یا امتیاز نه تر لاسه کوي او یوازې د دې لپاره چې موږ وشو کولای کار وکړو، له زده کړې یا نورو کارونو پاتې کېږي.»

د منیژې په وینا، د دې وضعیت تر څنګ، ځايي طالب چارواکو په څو موردو کې د دوی دفتر ته په شفاهي توګه خبرداری ورکړی، چې ښځینه کارکوونکې نه باید له محرم پرته کور په کور کتنې ته ولاړې شي او د دې امر د ماتولو په صورت کې به یې د دفتر فعالیت ودرول شي.

د ملګرو ملتونو د وروستیو موندنو او راپورونو له مخې، په افغانستان کې د ښځو په کار او د مدني بنسټونو په فعالیت پراخ محدودیتونه لا هم دوام لري او دا وضعیت د ښځو کار د سخت کمښت او د بشردوستانه خدمتونو د کمزوري کېدو لامل شوی دی.

د ملګرو ملتونو په راپور کې ټینګار شوی، چې دې محدودیتونو د مرسته کوونکو بنسټونو وړتیا کمه کړې او د ښځو او نجونو حیاتي خدمتونو، له هغې جملې روغتیايي او ملاتړي خدمات یې له سختو ننګونو سره مخ کړي دي.

د هغې ټیم په یوه معمولي ورځ کې له لسو زیاتو کورونو ته ورځي او منيژه کله کله له ۱۲ تر ۲۰ پورې ناروغان ګوري. د ناروغانو د کورونو پیدا کول تل آسانه نه وي. هغه بیانوي، ډېری وخت د سیمې د خلکو په مرسته، په ځانګړې توګه د کلي د ملک یا جومات د ملا امام په مرسته کورونه پیدا کوي، خو دا همکاري هر وخت نه وي. «خلک هر وخت همکاري نه کوي. کله چې د سیمې له وکیل څخه وغواړو، هغه کورنۍ موږ ته را په ګوته کړي، چې ناروغ لري، کله کله دا کار نه کوي. په داسې شرایطو کې اړ کېږو، د ټولو کورونو دروازې یوه یوه وټکوو او ویې پوښتو، چې آیا ناروغ لري که نه.»

هغه وايي، د دفتر موټر یوازې تر جومات یا د کلي شاوخوا تر یوه ټاکلي ځاي پورې ځي او له هغې ځایه وروسته باید ټوله لار پلې ولاړ شو. «کوڅه په کوڅه ګرځو، په سخته ګرمۍ کې ان د کېناستو لپاره ځای نه لرو. خواړم هم له ځانه سره نه شو وړای، ځکه په ګرمۍ کې خرابېږي.»

دوی کله ناکله د ماموریت تر ځایه د رسېدو لپاره د ښار له مرکز څخه یو نیم تر دوه نیم ساعته مزل کوي او بیا د ماسپښین تر څلورو بجو پورې د کلیو شاوخوا کوڅو کې کور په کور ګرځي.

منيزه د هغه خطرونو یادونه هم کوي، چې هره ورځ ورسره مخ وي وايي. «د طالبانو مزاحمتونه تل وي. په هر چک پانټ رانه پوښتنه کوي، چېرته ځۍ. محرم کسان را نه ښکته کوي او زموږ د کورني تړاو په اړه یې پوښتي. ان د موټر د ننه هم ماسک اچوو، اوږدې جامې او چادرنماز اغوندو، تر څو پلمه په لاس ور نه کړو. ډېری ځایونه چې ورځو ناامنه دي او مرموزې وژنې په کې زیاتې رامنځ ته کېږي. که موږ ته راپېښه هم شي، د طالبانو د ادارې هېڅ بنسټ زموږ د امنیت مسوولیت پر غاړه نه اخلي.»

د دې ټیم خدمات یوازې په کتنې پورې نه محدودېږي، هغوی د ناروغۍ د معلومولو سربېره، درملنه هم کوي. «درملنه وخت نیسي او معمولآ ناروغ باید لږ تر لږه څلور یا پنځه ځلې وګورو، لازم تمرینونه و زده کړو او که اړتیا وي، طبي تجهیزات یې هم په واک کې ورکړو.»

د سبا ورځې په سهار، له لمر ختو سره، منیژه یو ځل بیا خپل د طبي توکو کڅوړه له ځانه سره اخلي او د هغه کورونو په لور ځي، چې د هر در تر شا یې د درد، مقاومت او امید یوه کیسه د هغې تمه ده. «کله چې د هغو مېرمنو، چې تر ننه ما کتلې موسکا، اوښکې او ان محرومیتونه یاد ته راوړم، له ځان سره وایم زه باید تسلیم نه شم. دوی دې لږ کار ته هم چې زما له لاسه کېږي، اړتیا لري.»

یادونه: منیژه مستعار نوم دی.

اړوندې لیکنې

دایکنډي کې یوه پلار خپله لور له «کوره د تېښتې» په خاطر په بادي ټوپک و وژله
خبر

دایکنډي کې یوه پلار خپله لور له «کوره د تېښتې» په خاطر په بادي ټوپک و وژله

26 جولای 2026
افغانستان د قیمتۍ تر فشار لاندې، خلک به یې تر کومې وزغمي
دسته‌بندی نشده

افغانستان د قیمتۍ تر فشار لاندې، خلک به یې تر کومې وزغمي

24 جولای 2026
۱۴ هېوادونو د بشریت ضد جرم معاهده کې «افغانستان کې د جنسیتي توپیر» ځایولو له طرحې ملاتړ وکړ
خبر

۱۴ هېوادونو د بشریت ضد جرم معاهده کې «افغانستان کې د جنسیتي توپیر» ځایولو له طرحې ملاتړ وکړ

22 جولای 2026
هرات کې د طالبانو له نیولو د یوې ځوانې ښځې د لومړي لاس کیسه
دسته‌بندی نشده

هرات کې د طالبانو له نیولو د یوې ځوانې ښځې د لومړي لاس کیسه

22 جولای 2026
د نورستان سېلابونو کې د یوې ښځې او یوه ماشوم په ګډون ۲۳ تنه مړه شوي
خبر

د نورستان سېلابونو کې د یوې ښځې او یوه ماشوم په ګډون ۲۳ تنه مړه شوي

21 جولای 2026
طالبانو د هرات جبرییل ښارګوټی کې یوه ځوانه نجلۍ د بې حجابۍ په تور نیولې
خبر

طالبانو د هرات جبرییل ښارګوټی کې یوه ځوانه نجلۍ د بې حجابۍ په تور نیولې

21 جولای 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه