د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د اسلامي همکاریو سازمان ناسته د ښځو د زده کړې په حق او طالبانو د محدودیتونو لغوه کولو په ټینګار پای ته ورسېده

14 جولای 2026
د اسلامي همکاریو سازمان ناسته د ښځو د زده کړې په حق او طالبانو د محدودیتونو لغوه کولو په ټینګار پای ته ورسېده

انځور: ایکس OIC

د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) د ښځو چارو وزیرانو نهمه غونډه، د زده کړې په حق او د افغان ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو د محدودیتونو د لغوه کولو په ټينګار سره پای ته ورسېده.

رخشانه: دا ناسته د (چنګاښ په ۲۱ مه او ۲۲ مه) د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد کې د «اسلامي همکاریو سازمان په غړو هېوادونو کې د ښځو ټولنیز، اقتصادي او سیاسي پیاوړتیا، ننګونو او د پرمختګ لارو» تر سرلیک لاندې جوړه شوه.

د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو چارو وزیرانو نهمه غونډه، د دې سازمان د ۷۵ غړو هېوادونو د استازو په حضور کې د دوه ورځو لپاره جوړه شوې وه.

د دې غوندې ګډونوالو په ۳۲ مادییز پرېکړه لیک او خپله اعلامیه کې ویلي، د نجونو په زده کړه او د ښځو په کاري فرصتونو، د طالبانو د محدودیتونو له امله ناهیلي او خواشیني دي.

د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو چارو وزیرانو زیاته کړې، په افغانستان کې د ښځو په زده کړه او کار د طالبانو محدودیتونه «د اسلام ماهیت او انځور ته زیان رسوي.»

هغوی د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي: «په افغانستان کې د نجونو په زده کړه او د ښځو په کار د محدودیتونو دوام، د کرامت، حقونو د خوندیتوب او د ښځو او نجونو د حیثیت لوړولو له اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې دی.»

دوی د زده کړې او کار په وړاندې د خنډولو لرې کولو او د اسلامي ارزښتونو سره سم، د افغانستان په عامه ژوند کې د ټولو ښځو او نجونو د بشپړ، برابر او اغېزمن ګډون پر اړتیا» ټینګار کړی دی.

د یادې غوندې ګډنوالو د دې سازمان له غړو هېوادونو وغوښتل، چې د نجونو او ښځو لپاره د حرفوي زده کړو او د رهبرۍ مهارتونو د پراختیايي پروګرامو، فرصتونو ته پراختیا ورکړي.

په دې اړه نور ولولئ...

د پولیو نړیواله ورځ: افغانستان کې په دې ناروغۍ اخته کسان دوه برابره شوي

رباب فاطمه: د افغانستان په وړاندې پراته خنډونه د پام وړ دي

سره له دې، چې افغانستان د اسلامي همکاریو سازمان غړی دی، خو د دې سازمان نهمه غونډه، د افغانستان له استازي پرته په پاکستان کې پای ته ورسېده.

له دې مخکې یو شمېر رسنیو لیکلي وو، د اسلامي همکاریو سازمان له طالبانو غوښتي وو، چې د افغانستان په استازیتوب یوه ښځه دې غونډې ته ورولېږي، خو دې ډلې دغې غوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.

د طالبانو د بیا واکمنېدو په پنځه کله موده او په هېواد کې د ښځو په وړاندې د دې ډلې له خوا د پراخو محدودیتونو لګولو په ترڅ کې، د اسلامي همکاریو سازمان په پرلپسې ډول د ښځو په وړاندې د دې ډلې پر محدودیتونو نیوکه او د لغوه کېدو غوښتنه یې کړې ده.

خو دې ډلې د اسلامي همکاریو سازمان غوښتونو ته په نه پاملرنې، په هېواد کې د ښځو په وړاندې خپل محدودیتونه پای ته نه دي رسولي.

اړوندې لیکنې

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده
خبر

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده

24 اکتوبر 2026
فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي
خبر

فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي

24 اکتوبر 2026
فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول
خبر

فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول

24 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي
خبر

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه