د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

نیومن: د بروکسل غونډه له حساب ورکولو پرته د طالبانو سیاسي عادلي کول دي

15 جولای 2026
نیومن: د بروکسل غونډه له حساب ورکولو پرته د طالبانو سیاسي عادلي کول دي

انځور: EP. Photographer: Laurie DIEFFEMBACQ

د اروپايي ټولنې غړې هانا نیومن د افغان کډوالو د ایستلو په تړاو د بروکسل غونډې کې د طالب پلاوي بلنې ته په غبرګون کې وايي، دا غونډه «له هېڅ ډول حساب ورکولو پرته د طالبانو سیاسي عادي کول دي.»

رخشانه: هغې پرون سه شنبې د (چنګاښ ۲۳ مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، لا هم د دې غونډې په اړه پوښتنې شتون لري او له طالبانو سره دا غونډه باید هېڅ کله نه وای تر سره شوې.

نیومن زیاته کړې، اروپايي کمېسیون ټنګار لري، چې دا غونډه یوازې د هغو کډوالو د ایستلو په تړاو وه، چې په جرمونو لکه، ترهګرۍ، وژنو او جنسي تېري محکوم شوي دي.

د اروپايي ټولنې دې غړې ویلي «د راپورونو له مخې، آلمان د هغو افغان کډوالو ایستلو لپاره چمتوالي نیسي، چې هېڅ جرمي سزا نه لري.»

په طالبانو دا نیوکه کوونکې افغانسان ته د کډوالو ایستلو لپاره د قونسلګرۍ خدمتونو د اړتیا په اړه د طالبانو د خبرو په حواله پوښتلي، آیا اروپايي کمېسیون په ټوله اروپا کې د افغان قونسلګرۍ د خدمتونو د لېږد لپاره طالب چارواکو ته لار هواره کړې ده؟

مېرمن نیومن ټینګار کړی: «دا ډول اقدام د بېرته ستنولو پروسې اسانه کولو څخه ډېر لرې وي.» نیومن ویلي «د هغو افغانانو لپاره چې له طالبانو تښتېدلي دي، یوه لنډماله یا خالصه دیپلوماتیکه مسله نه ده.»

نیومن د بروکسل غونډې جوړېدو او د دې ناستې د شکونو په اړه ویلي، «له طالبانو سره یوازې مسلکي تعامل شتون نه لري. دا له هېڅ ډول حساب ورکولو پرته د طالبانو سیاسي عادي کول دي.»

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

هغې له اروپايي ټولنې غوښتي، دا روښانه کړي، چې کوم افغان کډوال ایستل کېږي، په اروپا کې مېشت افغانان به څنګه د پولې له خوا له جبر څخه خوندي وي او طالبان یې په بدل کې څه غواړي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه