د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

افغانستان کې د جنستي توپیر په رسمیت پېژندلو لپاره د سل زره لاسلیکونو راټولول

16 جولای 2026
افغانستان کې د جنستي توپیر په رسمیت پېژندلو لپاره د سل زره لاسلیکونو راټولول

انځور: ټولنیزې شبکې

د افغانستان د بشري حقونو فعالانو د ۱۰۰ زره لاسلیکونو په راټولولو سره له اروپايي ټولنې «د ترهګرې ډلې په توګه د طالبانو او افغانستان کې د جنستي توپیر په رسمیت پېژندلو» غوښتنه کړې ده.

رخشانه: د بشري حقونو فعال او د افغانستان د پارلمان پخواني غړي بکتاش سیاوش نن (پنشنبې د چنګاښ ۲۵ مه) په خپله اېکس پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره لیکلي، دې کمپاین کې د راټولو شویو لاسلیکونو شمېر له ۱۰۰ زره څخه اوښتی دی.

هغه له دې کمپاین په لار اچولو هرکلي سره، هغه «په افغانستان کې د تر ټولو بنسټیزو بشري حقونو څخه ملاتړ» بللی دی.
بکتاش لیکلي دي: «درې میاشتې وړاندې دا عریضه په رسمي ډول د اروپا پارلمان ته د عریضې د ثبت پروسې له لارې وسپارل شوه.»

د هغه په وینا، له دې کمپاینه نړیوال ملاتړ «د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغان ښځو او نجونو د سیستماتیکي ځپنې په وړاندې د عملي او مسوولانه اقدام لپاره مخ په زیاتېدونکې غوښتنې په ګوته کوي.»

د بشري حقونو دې فعال په افغانستان کې د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو محدودیتونو ته اشاره کړې وايي، دا محدودیتونه «د جنستي توپیر یو سیستماتیک نظام دی، چې په نړیواله کچه حقوقي او سیاسي رسمیت پېژندنې ته اړتیا لري.»

د نړۍ له ګوټ ګوټ نه څه د پاسه سل زره کسانو په دې بلنه کې ګډون کړی او له اروپايي بنسټونو یې غوښتي، چې د بشري حقونو، عدالت او انساني کرامت له اصولو دفاع وکړي.

دوی له اروپايي ټولنې او ارپايي پارلمان نه غوښتي، چې په افغانستان کې جنستي توپیر په رسمیت وپېژني او له طالبانو سره د اړیکې له عادي کولو ډډه وکړي.

په دې اړه نور ولولئ...

د پولیو نړیواله ورځ: افغانستان کې په دې ناروغۍ اخته کسان دوه برابره شوي

رباب فاطمه: د افغانستان په وړاندې پراته خنډونه د پام وړ دي

همدارنګه د بشري حقونو فعالانو له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې طالبان په رسمي توګه د یوه ترهګر سازمان په توګه وپېژني.

هغوی له افغان ښځو او نجونو د نړیوالې ټولنې د ملاتړ غوښتنه کړې وايي، نړیواله ټولنه او د بشري حقونو نور بنسټونه باید، د میلیونه افغان ښځو او نجونو د سیستماتیکې ځپنې په وړاندې جوپه خوله نه شي.

اړوندې لیکنې

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده
خبر

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده

24 اکتوبر 2026
فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي
خبر

فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي

24 اکتوبر 2026
فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول
خبر

فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول

24 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي
خبر

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه