د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

رباب فاطمه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشره شوه

16 جولای 2026
رباب فاطمه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشره شوه

انځور: یوناما

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) دفتر اعلان کړی، چې بنګله دېشۍ مېرمن رباب فاطمه، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ټاکل شوې ده.

رخشانه: یوناما نن (پنشنبې د چنګاښ ۲۵ مه) په خپله فسبوک پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره د خپل ځانګړي استازې په توګه د رباب فاطمه د ټاکل کېدو خبر ورکړی دی.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړۍ استازولۍ دفتر لیکلي، رباب فاطمه د قرغیستاني دیپلوماتې روزا اوتونبایوا، چې ماموریت یې د ۲۰۲۵ په سپټمبر کې پای ته رسېدلی، ځای ناستې شوې ده.

د یوناما د مشرې په توګه د مېرمن اوتنبایوا د ماموریت پای ته رسېدو وروسته، د یوناما سیاسي مرستیال جورجټ ګانیون، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر سرپرستي په غاړه درلوده.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر لیکلي، مېرمن فاطمه، په ملي او نړیواله کچه، په ملکي برخه کې د ملکي خدماتو برخو کې ۳۰ کلنه تجربه لري.
رباب فاطمه په نړیوالو اړیکو او د امریکا په ټافټس پوهنتون کې د ديپلوماسۍ په برخه کې ماسټري او د استرالیا له کانبیرا پوهنتون څخه د ټولنیزو چارو لیسانس لري.

رباب فاطمه په داسې حال کې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ د دفتر مشره ټاکل شوې، چې تازه په افغانستان کې د یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره نوی شوی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه