د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

معترضې ښځې: له پاکستان نه د افغان کډوالو ایستل د انسانو له ژوند سره سیاسي لوبه ده

18 جولای 2026
معترضې ښځې: له پاکستان نه د افغان کډوالو ایستل د انسانو له ژوند سره سیاسي لوبه ده

انځور: رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوی

د «ښځو د حرکت شبکې» غړ له پاکستان نه د افغان کډوال ایستل په کلکه وغندل وايي، دا اقدام د انسانو له ژوند سره سیاسي لوبه ده.

رخشانه: د دې اعتراضي غورځنګ غړو په یوه اعلامیه کې له پاکستان نه د افغان کډوالو په زور ایستل په کلکه وغندل.

د دې غورځنګ په اعلامیه کې راغلي، د پاکستان او طالبانو تر منځ د کړکېچ زیان، ښځو، مدني فعالانو، خبریالانو، د بشري حقونو مدافعینو او د طالبانو نورو مخالفینو ته رسي.

معترضو ښځو ویلي، له پاکستان نه د افغان کدوالو د ستنولو په صورت کې به، هغوی د نیونې، ربړونې، اجباري ورکولو او ان مرګ له سختو ګواښونو سره مخ شي.

دوی زیته کړې، د کډوالو ډلیزه ایستنه، د هغوی د فردي وضعیت له ارزولو پرته، یو نه منوونکی اقدام او د نړیوالو ژمنو خلاف دی.

معترضو ښځو ویلي، د بشري حقونو فعالانو خبریالان، د مدني ټولنې غړي، پخواني امنیتي ځواکونه او ټول هغه کډوال چې د طالبانو تر تعقیب لاندې دي، باید له هر ډول ایستل کېدو مستثنا شي او بېړنی نړیوال ملاتړ باید تر لاسه کړي.

دوی له ملګرو ملتونو، د کډوالو عالي کمېشنرۍ، د بشري حقونو شورا، دولتونو او نړیوالو بنسټونو غوښتي، چې چې د زرګونه افغان ښځو او سړیو د برخلیک په اړه چوپه خوله پاتې نه شي.

د «ښځو حرکت شبکې» غړو د پاکستان له دولت نه وغوښتل، چې په بېړنۍ توګه ټولو هغو له ګواښ سره مخ کسانو له ایستلو له په زور ایستلو څخه ډډه وکړي.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

هغوی له ملګرو ملتونو، دموکراتیکه دولتونو، نړیوالو بنسټونو او د بشري حقونو له مدافعینو هم غوښتي، چې د کواښ سره مخ کسانو د قانوني او خوندي لېږدل لپاره امن لارې برابرې کړي.

معترضو ښځو همدارنګه له ملګرو ملتونو، نړیوالو بنسټونو او د بشري حقونو له مدافعینو غوښتي، چې په افغانستان کې د جنسیتي توپیر له منځه وړلو او د بشري حقونو څخه د سرغړونو په خاطر طالبان ځواب ویوونکي کړي او عملي اقدامات تر سره کړي.

د طالبانو او پاکستان تر منځ د شخړو، کړکېچ له زیاتېدو او د جګړې د ښکېلو غاړو تر منځ د بې خبرو اترو بې پایلې کېدو سره، پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پراخه او چټکه کړې ده.

له پاکستان نه د افغان کډوالو ایستلو د بشري حقونو د بنسټونو اندېښنې له ځان سره لري. د دې بنسټونو په وینا، هغه کسان چې له ګواښ سره مخ دي، نه باید افغانستان ته ستانه کړای شي، ځکه دا کسان د طالبانو له خوا نیول کېږي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه