د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

سرچینې: ننګرهار کې په یوې ځوانې نجلۍ ډلیز جنسي تېری شوی

19 جولای 2026
ننګرهار کې د یو ښوونځي د دوو زده کوونکو نجونو مړي موندل شوي

انځور: رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوی

ننګرهار کې ځايي سرچینې وايي، د دې ولایت د مرکز جلال آباد ښار په یوه هوټل کې، په یوې ځوانې نجلۍ ډلیز جنسي تېری شوی دی.

رخشانه: جلال آباد ښار کې دوه ځايي سرچینو د هویت پټ ساتلو سره رخشانې رسنۍ ته و ویل، دا پېښه د پنشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۴ مه) د اولې امنیتي حوزې اړوند سیمه، «کابل» هوټل کې رامنځ ته شوې ده.

د سرچینو په وینا، دا ځوانه نجلۍ شاوخوا ۲۱ کلنه او د لغمان ولایت د عليشنګ ولسوالۍ اصلي اوسېدونکې ده.

دا ځوانه نجلۍ له یوه سړي او یوه خپلوان کس سره، چې ناروغ دی، د پایواز په توګه د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار کې حوزوي روغتون ته راغلې ده.

نوموړې له همغه سړي سره یو ځای د شپې تېرولو لپاره د جلال آباد ښار د اولې امنیتي حوزې اړوند «کابل» هوټل ته تللې وه.

د سرچینو په وینا، د هوټل څښتن دې نجلۍ او سړي ته د ارام کولو لپاره جلا جلا کوټې په پام کې نیسي او هغوی هم یو له بله بېلوي. له دې نجلۍ سره سړی د شپې په هوټل کې نه پاتې کېږي او ناروغ کس ته روغتون ته ورځي.
سرچینو زیاته کړې، د شپې په جریان کې د هوټل څېښتن له څو تنو نورو ملګرو سره یو ځای، د دې نجلۍ کوټې ته ورننوتي او پر هغې یې ډلیز جنسي تېری کړی دی.

د رخشانې رسنۍ سرچینو زیاته کړې، په سبا سهار، دا ځوانه نجلۍ او ورسره سړی، جلال آباد ښار کې د طالبانو لومړنۍ امنیتي حوزې ته ورغلي او موضوع یې له هغوی سره شریکه کړې ده.

جلال آباد کې د طالبانو له منځه یوې سرچینې د هویت پټ ساتلو سره ویلي، د «کابل» هوټل د څېښتن په ګډون پنځه تنه د دې پېښې په تړاو نیول شوي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

د پولیو نړیواله ورځ: افغانستان کې په دې ناروغۍ اخته کسان دوه برابره شوي

رباب فاطمه: د افغانستان په وړاندې پراته خنډونه د پام وړ دي

جلال آباد ښار کې ځايي طالبانو ویلي، د پېښې د روښانه کولو لپاره پلټنې پیل شوې دي.

تر اوسه ننګرهار کې ځايي طالب چارواکو د دې پېښې په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي. رخشانه رسنۍ ونه توانېده، چې له دې نجلۍ یا د هغې د کورنۍ له غړو او یا هم د هوټل له څېښتن سره خبرې وکړي.

اړوندې لیکنې

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده
خبر

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده

24 اکتوبر 2026
فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي
خبر

فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي

24 اکتوبر 2026
فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول
خبر

فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول

24 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي
خبر

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه