د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

فایق: د طالبانو له خوا د «بې حجابۍ» په پلمه نیول شوې ښځې له فزیکي تاوتریخوالي او جنسي ځورونې سره مخ شوې

19 جولای 2026
فایق: د طالبانو له خوا د «بې حجابۍ» په پلمه نیول شوې ښځې له فزیکي تاوتریخوالي او جنسي ځورونې سره مخ شوې

انځور: ارشیف - رخشانه رسنۍ

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق ویلي، افغانستان په ځانګړې توګه هرات کې یو شمېر ښځې او نجونې د «بې حجابۍ» په پلمه د طالبانو له خوا د نیولو پر مهال له فزیکي تاوتریخوالي او جنسي ځورونې سره مخ شوې دي.

رخشانه: ښاغلي فایق نن سهار (یکشنبې د چنګاښ ۲۸ مه) په خپله اېکس پاڼه د یوه پوسټ په کولو سره دا ادعا کړې او د «طالبانو له خوا د ځواک نه وړه ګټې» اخیستنې په اړه یې اندېښنه ښودلې ده.

هغه لیکلي دي: «د طالبانو د استخباراتي او امربالمعروف غړو له خوا د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو، په ځانګړې توګه په هرات ولایت کې له ځواک او واکونو ناوړه ګټې اخیستنې په اړه مستند او ټکان ورکوونکی راپورونه خپاره شوي، چې د اندېښنې او ژورې خواشینۍ وړ دي.»

د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست وايي، خپاره شوي راپورونه څرګندوي، چې له دې په ځینو ښځو، نجونو او د هغوی په کورنیو فشار راوړل شوي، چې اجباري واده ته غاړه کېږدي.

هغه پوښتنه کړې: «آیا د طالبانو رهبري چې د امنیت د خوندیتوب او عدالت ادعا کوي، د خپلو ځواکونو له دې اقداماتو او چلند څخه خبر نه دي، یا دا ډول اعمال د هغوی په هدایت او خوښه تر سره کېږي؟»

فایق د «طالبانو پورې تړلو کسانو لپاره له سزا د خوندیتوب او د عادي خلکو لپاره د سزا ټاکلو کلتور» د دوام په اړه خبرداری ورکړی وايي، دغه چلند نه یوازې د طالبانو په نظام کې د عدالت نشتوالی څرګندوي، بلکې پر دې ډله د خلکو بې باوري لا زیاتوي او په پای کې به د خلکو عمومي غوسه او ناخوښي پراخه کړي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د سیاسي استازولۍ سرپرست ویلي «هغه څه چې نن د طالبانو په عمل او چلند کې لیدل کېږي، له عدالت، قانون له حاکمیت او ارزښتونو سره، چې دوی یې خپله د پلي کېدو ادعا کوي، واټن لری.»

د طالبانو له خوا د معترضو او هغو ښځو په وړاندې، چې د بې حجابۍ په پلمه په یو شمېر ولایتونو کې نیول شوې او زنداني شوې دي، د تېري او جنسي ځورونې خبر کومه نوې پېښه نه ده.

رخشانې رسنۍ له دې وړاندې هم د طالبانو په زندانونو کې په بندي ښخو د دې ډلې له خوا د تېري او جنسي ځورونې راپورونه خپاره کړي وو.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنټ هم په یوه راپور کې ویلي وو، د طالبانو په زندانونو کې په یو شمېر ښځو او نجونو جنسي تېری شوی دی.
هغه د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې، د ۲۰۲۴ کال له جنورۍ تر اګست میاشتې پورې د بشري حقونو د وضعیت په راپور کې لیکلي وو، چې په یو شمېر ولایتونو کې یې د بې حجابۍ په تور په نیول شویو ښځو د طالبانو د جنسي تېري راپورونه مستند کړي دي.

بنټ ویلي وو، چې نیول شوې ښځې د پولیسو پوستو ته لېږدول شوې، وهل شوې، سپکاوی ورته شوی او په ځینو مواردو کې پرې جنسي تېری هم شوی دی.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه