د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

اوچا: ۲۰۲۶ کې به ۴.۹ میلیون افغان میندې او ماشومان د تغذیې ملاتړ ته اړتیا ولري

20 جولای 2026
اوچا: ۲۰۲۶ کې به ۴.۹ میلیون افغان میندې او ماشومان د تغذیې ملاتړ ته اړتیا ولري

انځور: OCHAAfg

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، روان ۲۰۲۶ میلادي کال به په افغانستان کې ۴.۹ میلیونه میندې او ماشومان د تغذیې ملاتړ ته اړتیا ولري.

رخشانه: دې بنسټ نن (دوشنبې د چنګاښ ۲۹ مه) په خپله اېکس پاڼه، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د خوارځواکۍ د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.

اوچا ویلي دي «په افغانستان کې د میلیونونه میندو لپاره پاتې کېدل، د خوارځواکۍ له ګواښ سره سره د هیلې په مانا ده.»

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر افغانستان کې له اړمنو کسانو سره د مرستې غوښتنه کړې وايي «په وخت اقدام سره کولی شو د انسانانو ژوند وژغورو.»

د بشري حقونو څارډلې په دې وروستیو کې لیکلي، افغانستان کې میلیونونه کسان، د مخ په پراخېدونکې لوږې سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، افغانستان کې شاوخوا ۲۲ میلیونه کسان، بېړنیو خوراکي مرستو او د درملنې خدماتو ته اړتیا لري او روان میلادي کال له ۱۷ میلیونه زیات کسان د خوړو د شدید نه خوندیتوب سره مخ دي.

د بهرنیو مرستو شدید کمښت او پرلپسې وچکالۍ په افغانستان کې بشري وضعیت په چنده خراب کړی. په افغانستان کې نړیوال مرستندویه بنسټونه ناچاره شوي، چې خپل ملاتړي پروګرامونه راکم کړي، خدمات یې محدود کړي او مرستې یوازې اړمنو کسانو ته ځانګړې کړي.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

په افغانستان کې فعالو نړیواله مرستندویه بنسټونو په وار وار، په دې هېواد کې د بشري کړکېچ د رامنځ ته کېدو په اړه خبرداری ورکړی دی. دې بنسټونو ویلي، که بېړنۍ بودجه برابره نه شي، په هېواد کې په میلیونونه کسان، حیاتي مرستو ته خپل لاسرسی له لاسه ورکړي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه