د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

معترضو ښځو له پاکستان د افغان کډوالو په زور ایستلو لړۍ د درولو غوښتنه وکړه

20 جولای 2026
معترضو ښځو له پاکستان د افغان کډوالو په زور ایستلو لړۍ د درولو غوښتنه وکړه

انځور: افغانستان د ښځو د فانوس آزادۍ غورځنګ/ رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوی

د «افغانستان د ښځو د فانوس آزادۍ غورځنګ» غړو ویلي، له پاکستان نه د افغان کډوالو د جبري ایستلو دوام به نه جبرانېدونکې پایلې ولري او دا لړۍ باید ژر تر ژره ودرول شي.

رخشانه: د دې اعتراضي غورځنګ غړو په یوه اعلامیه کې لیکلي، له پاکستان نه د افغان کډوالو ایستلو د زرګونو تنو ژوند له خطر سره مخ کړی دی.

د «افغانستان د ښځو د فانوس آزادۍ غورځنګ» په اعلامیه کې راغلي: «هغه څه چې نن په پاکستان کې پر افغان کډوالو تېرېږي، د نړۍ د وجدان آزموینه ده.»

معترضو ښځو لیکلي، افغان کډوال «له جګړې، ځپنې او ګواښلو څخه تښتېدلي، اوس له نیولو، وېرې او د جبري ایستلو له خطر سره مخ دي، داسې یو وضعیت چې د زرګونو تنو ژوند یې په خطر کې اچولی دی.»

هغوی د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د کډوالو د ایستلو د دوام په اړه خبرداری ورکړی وايي «هېڅ پناه غوښتونکی انسان نه باید هغه ځمکې ته بېرته ولېږل شي، چې خپلواکي، امنیت او ان د ژوندي پاتې کېدو حق یې له خطر سره مخ دي.»

د «افغانستان د ښځو د فانوس آزادۍ غورځنګ» د پاکستان له دولت نه غوښتي، چې د کډوالو د نیولو او ستنولو لړۍ ودروي او د انساني کرامت په رعایت سره، د پناه غوښتونکو حقونه خوندي کړي.
همدارنګه دوی له ملګرو ملتونو غوښتي، چې «د کډوالو په تړاو خپل قانوني، انساني او اخلاقي مسوولیت» عملي کړي.

معترضې ښځې د «افغانستان ته د کډوالو د جبري ستنولو د مخنیوي لپاره د ملګرو ملتونو د بېړنیو او ګټورو اقداماتو» غوښتنه کړې ده.

د طالبانو او پاکستان تر منځ د جګړو تر زیاتېدو او جګړې د ښکېلو غاړو تر منځ د بې پایلې خبرو په ترڅ کې، د پاکستان دولت د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ته زور ورکړی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

د بشري حقونو بنسټونو او فعالانو تل له پاکستان نه د افغان کډوالو د نه ستنولو غوښتنه کړې ده. د فعالانو په وینا، له ګواښ سره مخ کسان نه باید افغانستان ته ستانه کړای شي، ځکه دا کسان ښايي د طالبانو له لوري ونیول شي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه