د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

اوچا: د افغانستان ختیځ کې سېلابون ۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

22 جولای 2026
اوچا: د افغانستان ختیځ کې سېلابون ۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

انځور: ټولنیزې شبکې

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، د افغانستان په ختیځ نورستان، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د دوشنبې ورځې په راوتلو سېلابونو کې ۲۶ تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۴ نور ټپیان شوي دي.

رخشانه: دې بنسټ نن (چهارشنبې د چنګاښ ۳۱ مه) په خپله اېکس پاڼه د یوه راپور په خپرولو سره لیکلي، د دوشنبې د ورځې سېلابونو په دې درې ولایتونو کې پر انساني مرګ ژوبلې سربېره، ګڼ مالي زیانونه هم اړولي دي.
د اوچا په راپور کې راغلي، د نورستان مرکز پارون ښار کې د راغلو سېلابونو له امله، ۲۳ تنو ژوند له لاسه ورکړی، ۱۵ تنه ټپیان او یو شمېر لا هم ورک دي.

د دې بنسټ د راپور له مخې، د ورکو شویو کسانو د موندلو او ژغورلو عملیات لا هم دوام لري.
معلومه نه ده، چې له ورکو شویو کسانو څومره ښځې او ماشومان دي. د ټپیانو د روغتیايي حالت په اړه هم کوم راپور نشته.

اوچا ویلي، پارون ښار کې د سېلابونو راوتو، لږ تر لږه ۲۲ کورنه بشپړ نړولي، ۴۵ یې قسمي تخریب کړي، یو جومات او یو خصوصي کلېنیک له منځه تللي، پنځه مارکېټونه او شاوخوا ۷۰ دوکانونه زیانمن شوي دي.

دې بنسټ په خپل راپور کې راوړي، څلور پلونه، د اوبو لګولو ۴۵۰ متره کانال او نېږدې ۵۰ جرېبه کرنیزه ځمکه هم د نورستان د مرکز پارون په سېلابونو کې زیان لیدلی دی.

اوچا لیکلي، د ننګرهار په تورخم کې هم د سېلابونو راوتلو، درې تنه وژلي او نهه نور ټپیان شوي دي. دا کسان له پاکستان نه راستنېدونکي ګډوال وو.

همدارنګه د لغمان په علینګار ولسوالۍ کې د سېلابونو راوتو، لسګونه جرېبه کرنیزه ځمکه ویجاړه کړې او د اوبو لګولو سیستم یې زیانمن شوی دی. لغمان کې سېلابونو انساني تلفات نه درلودل.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي، پارون ښار کې د اوبو رسولو د یوې شبکې د زیانمنېدو له امله، شاوخوا زر کورنۍ د څښاک اوبو ته له لاسرسي بې برخې شوې دي.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

اوچا سېلاب ځپلو ته د رسیدګۍ غوښتنه کړې وايي، خلک بېړنیو مرستو لکه، بېړنۍ سرپنا، د خوړو مرسته، بېړني روغتیايي خدمات، درمل، غیرخوراکي توکي او رواني- ټولنیز ملاتړ ته اړتیا لري.

طالبانو پرون ماښام اعلان وکړ، چې د نورستان مرکز پارون کې د دوشنبې ورځې سېلابونو کې د یوې ښځې او یوه ماشوم په ګډون ۲۳ تنو ژوند له لاسه ورکړی، ۸۰ تنه ټپیان او شاوخوا ۱۰۰ کسان ورک دي.
نورستان کې د ځايي طالبانو د ادعا له مخې، دې سېلابونو لسګونه جرېبه کرنیزه ځمکه ویجاړه کړې او د سیمې اوسېدونکو ته یې شاوخوا ۳۵ میلیون ډالره زیان اړولی دی.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه