د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د ودونو لپاره د طالبانو نوي امرونه: د ناوې او زوم یو ځای کېناستل «بې غیرتي» ده، د ښځو لپاره سینګار، عطر او سندرې ویل بند دي

23 جولای 2026
د ودونو لپاره د طالبانو نوي امرونه: د ناوې او زوم یو ځای کېناستل «بې غیرتي» ده، د ښځو لپاره سینګار، عطر او سندرې ویل بند دي

انځور: رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوی

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د واده او خوښۍ د مراسمو جوړولو لپاره نوې تګلارې ټاکلې او په ټول هېواد کې یې د جوماتونو له خطیبانو او ملا امامانو غوښتي، چې دا امر د جمعې د ورځې خطبه کې بیان کړي.

رخشانه: دا لارښوونې نن (پنشنبې د زمري اوله) د «ودونو او خوښۍ په مراسمو کې له منکراتو او شرعې خلاف رواجونو ډډه کولو» تر سرلیک لاندې، په پښتو او دري ژبو صادرې شوې دي.

د حج او اوقافو وزارت په لارښوونو کې راغلي «څوک چې تر خپلې سرپرستۍ لاندې د خپلې لور، مېرمنې او نورو ښځو لپاره غیرت نه لري او هغوی د ټولو په وړاندې ښکاره کوي، دووث دی.»

طالبانو ویلي، په هېواد کې د خوښۍ او غم په مراسمو کې له اسلامي لارښونو پیروي نه کېږي او په ټولنه کې ناوړه دودونه رواج شوي، چې دا «له شیطان څخه پیروي» ده.

دې وزارت زیاته کړې چې د ګوژدنې په مراسمو کې «نجلۍ او هلک ته ګوتمۍ ور په ګوته کول او یو د بل په لاسونو نکروزې اېښودل.» نا روا دي.
دا وزارت په خپل لارښود کې وايي «د مسلمان نارینه لپاره د سرو زور ګوتمۍ په ګوته کول حرام دي او که چېرې ګوتمۍ د سروزو هم نه وي، دا رواج د مسیحیانو دی.»

طالبانو ویلي، د واده یا ګوژنې په ورځ له کوره د باندې د سینګار لپاره د ښځو بېول «په ډېری مواردو کې د شرعې خلاف کار او فحشا کارونو تر سره کېدو زمینه جوړوي» او د ښځو لپاره سینګار، د طبیعي وېښتانو نښلول او ښکلا ته دوکه ورکول، ناروا دي «ځکه حقیقت پټېږي.»

دې ډلې په خپل لارښودي عمل کې ویلي، د ګوژدنې یا واده په مراسمو کې د ښځو له خوا د نرۍ او تنګو جامو اغوستل ناروا دي او هغه نارینه چې خپلو ښخو ته د دې ډول جامو د اغوستلو اجازه ورکوي «بې غیرته» دي.

په دې لارښود عمل کې راغلي، د ښځو لپاره روا نه دي، چې د کوژدنې یا د واده په مراسمو کې له کوره د باندې عطر ووهي. طالبانو د پیغمر یو حدیث راوړی، چې په هغه کې ویل شوي «که کومه ښځه ځان خوش بویه کړي او د یوه نارینه تر څنګ تېره شي، د زنکارې ښځې په شان ده.»

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت لیکلي، په هوټلونو او تالارونو کې د کوژدنې او ودونو د مراسمو جوړول مفسداتو ته لار جوړوي، ځکه ښځې د نامحرمه کسانو په وړاندې جامې او حجاب نه مراعت کوي.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

طالبانو د واده او کوژدنې په مراسمو کې د ښخو او نارینه وو له خوا سندرې ویل او نڅا هم ناوړه عمل بللی ویلي یې دي «د نڅا پر مهال د ښخې اندامونه او ښکلا نارینه وو ته ښکاري.» طالبانو د نارینه وو په وړاندې د ښځو سندرې ویل هم بد او ناوړه عمل بللی دی.
د طالبانو د حج او اوقافو وزارت ښځو ته لارښوونه کړې، چې «په خپل ایمان، عفت او عزت غیرت ولري او د لوېدیځ په کلتور دوکه نه شي.»

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه