د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

برېتانیا کې «دختر ناپدید شده‌ی کابل» کتاب مخکتنه وشوه

25 جولای 2026
برېتانیا کې «دختر ناپدید شده‌ی کابل» کتاب مخکتنه وشوه

انځور: رخشانه رسنۍ

د رخشانې رسنۍ د مسوولې زهرا جویا د کابل ورکه شوې نجلۍ «دختر ناپدید شده‌ی کابل» تر سرلیک لاندې کتاب، د روان کل د زمري په لومړۍ نېټه د پنشنبې په ورځ برېتانیا کې خپور شو.

رخشانه: د دې کتاب د مخکتنې مراسم، د لند ښار په پېژندل شوي «دانت بوکس Daunt Books» کتاب پلورنځي کې د ۱۲۰ تنو په ګډون تر سره شول.

دا کتاب د زهرا جویا د ژوند د خاطرو، رخشانې رسنۍ کې د هغې د څېړنیزې خبریالې د بېړني حالت او دقت او په افغانستان کې د څو لسیزو پېښو د تاریخي کیسو په ترکیب سره لیکل شوی دی.

د دې اثر لیکوالې زهرا جویا د خپل کتاب په مختکتنه کې و ویل: «د کابل ورکه شوې نجلۍ کتاب یوازې زما د ژوند کیسې نه دي. دا کتاب د افغان ښځو د پټ او نه هېرېدونکي تاریخ د ثبتولو یوه هڅه ده، د جګړې، کډوالۍ، تبعیض او هېرېدو په ترڅ کې، له لاسه ورکړل شویو غږونو هڅه ده، چې یو ځل بیا واورېدل شي.»

نوموړې زیاته کړې: «غوښتل مې دا کتاب، د شخصي ژوند د یادونو ژورتیا، د تحقیقي خبریالۍ د بېړنیتوب او کرتوب سره یو ځای کړم.»

مېرمن جویا وايي، دا کتاب د جنسیت پر بنسټ ولاړ ظلم ترخه واقعیتونه څرګندوي، هغه ظلم چې نه یوازې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان، بلکې په ټوله نړۍ کې دوام لري.

دا کتاب د خبریالې او ژورنالېزم په ډګر کې د معتبرو جایزو ګټونکې امي فریس راتمن په همکارۍ لیکل شوی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

مېرمن راتمن په افغانستان کې د کار او راپور ورکولو څو کلنه تجربه لري او د رخشانې رسنۍ د باوري پلاوړي غړې هم ده.

دا کتاب یوې پېژندل شوې او نړیوالې خپرونې، رابینسون چاپ او خپور کړی دی.

دې خپرونې په خپله فسبوک پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره لیکلي دي: «نن ورځ په ډېر ویاړ سره، «د کابل ورکه شوې نجلۍ کتاب» چې د زهرا جویا کتاب د امي فریس- راتمن په همکارۍ لیکل شوی دی، خپروم.»

رابینسون خپرونې لیکلي: «دا کتاب د زهرا جویا د ژوند یوه خارق العاده کیسه ده، د زړورتیا، مقاومت او له هر څه زیات د امید کیسه. دا ډېرې ځواکمنۍ او ژورې اغېزناکې خاطرې، سر له نن نه په ټولو متعبرو کتاب پلورنځیو کې د تر لاسه کولو وړ دي.»

د نوبل جایزې تر ټولو ځوانې ګټوونکې ملالې یوسفزی په یوه لنډ یاداښت کې، دا کتاب ستایلی دی.

هغې لیکلي: «هغه خاطرې چې هممهاله جدي خبرداری هم دی. زهرا جویا د هغو ښځو لپاره لیکي، چې نړۍ هغوی د طالبانو بې رحمه جنسیتي توپیر ته سپارلې او اجازه نه ورکوي، چې د هغوی یادونه وکړو… هغه زموږ د ژوند یوه تر ټولو زړوره خبریاله ده.»

تلګراف ورځپاڼې هم د دې کتاب په اړه په یوه مطلب کې لیکلي دي: «دا یو مهم کتاب دی او زهرا جویا یو مهم غږ دی. د هغې نثر په شاعرانه نازک خیالۍ سره، هغه کیسې ته چې په خپل ځان کې وېرونکې ده، ښکلا وربښي.»

ټاکل شوې دا کتاب د اکتوبر په شپږمه په امریکا او نورو انګلیسي ژبو هېوادونو کې هم خپور شي.

د «کابل ورکه شوې نجلۍ کتاب» په ۲۸۳ مخونو کې چاپ شوی او ټاکل شوې په څو نورو ژبو، له هغې جملې په ایټالوي ژبه هم ژباړه او چاپ شي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه