د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

اوچا: د مرستو کمېدو افغانستان کې د ۵.۷ میلیونه ماشومانو او میندو د تغذیې پروګرامونه ګواښي

26 جولای 2026
اوچا: ۲۰۲۶ کې به ۴.۹ میلیون افغان میندې او ماشومان د تغذیې ملاتړ ته اړتیا ولري

انځور: OCHAAfg

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، د مرستو کمښت او د تمویل تشه ۲۰۲۶ کال په افغانستان کې د ۵.۷ میلیونه ماشومانو او میندو د تغذیې پروګرامونه ګواښي.

رخشانه: دې بنسټ نن (یکشنبې د زمري ۴ مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي دي، له بېړنۍ بودیجې پرته به افغانستان کې میلیونونه کسان، ژغورونکې پاملرنې له لاسه ورکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر، په افغانستان کې د بشري مرستو پروژو څخه د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

اوچا لیکلي، هر ماشوم د دې وړ دی، چې روغ او پیاوړی شي.

دې بنسټ څه موده وړاندې هم اعلان کړی وو، چې په ۲۰۲۶ کال کې به، افغانستان کې ۴.۹ میلیونه میندې او ماشومان د تغذیې ملاتړ ته اړتیا ولري.

دې بنسټ د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د سختې ځوارځواکۍ په اړه خبرداری ورکړ او یې لیکل «په افغانستان کې د میلیونونو میندو لپاره پاتې کېدل د خوارځواکۍ له ګواښ سره سره د هیلې درلودو په مانا دي.»
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، افغانستان کې شاوخوا ۲۲ میلیونه وګړي بېړنیو خوراکي مرستو او د درملنې خدماتو ته اړتیا لري او روان میلادي کال به له ۱۷ میلیونه زیات وګړي د خوړو له شدیدې ناامنۍ سره مخ شي.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

د بهرنیو مرستو شدید کمښت او پرلپسې وچکالۍ، په افغانستان کې بشري وضعیت څو برابره خراب کړی دی.

په افغانستان کې نړیوال مرسته کوونکي بنسټونه اړ شوي، چې خپل ملاتړي پروګرامونه راکم کړي، خدمات محدود کړي او مرستې یوازې تر اړمنو کسانو پورې ځانګړې کړي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه