د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ننګرهار کې د زړې مرمۍ چاودنې د یو ماشوم ژوند واخیست

29 جولای 2026
ننګرهار کې د زړې مرمۍ چاودنې د یو ماشوم ژوند واخیست

ننګرهار کې ځايي طالب چارواکي وايي، د دې ولایت مرکز جلال آباد ښار کې، د یوې پخوانۍ مرمۍ د چاودنې له امله یو ماشوم هلک وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

رخشانه: ننګرهار کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد ویلي، دا پېښه پرون سه شنبې (د زمري ۶ مه) د جلال آباد ښار د نهمې ناحیې اړوند «سرخ دېوال» سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

حماد وايي، دې پخوانۍ مرمۍ هغه مهال چاودنه کې، چې دا دوه ماشومان د خپلو څارویو د څرولو په حال کې وو.

د حماد په وینا، د دې مرمۍ د چاودنې په ترڅ کې، یو ۱۱ کلن هلک ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ۹ کلن هلک ټپي شوی دی.

ټپي شوی ماشوم د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوی او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

طالبانو له خلک غوښتي، چې ناچاودو توکو ته د خپلو ماشومانو له نېږدې کېدو مخنیوی وکړي.

ننګرهار د افغانستان ختیځ کې یو له هغو ولایتونو دی، چې تل په کې ورته پېښې رامنځ ته کېږي. هر کال په دې ولایت کې لسګونه ماشومان د ماینونو او ناچاودو توکو قرباني کېږي.

په دې اړه نور ولولئ...

غزني کې د لاسي بم چاودنې یوه ښځه وژلې

په هېواد کې د پولیو مثبتې پېښې ۵۰ مورده ته ورسېد

افغانستان د پخوانۍ او له طالبانو سره د جګړو له امله په ماینونو او ناچاودو توګو یو له تر ټولو لړلی هېواد دی. سره له دې، چې د ماین پاکولو بنسټونو کلونه فعالیت کړی، خو لا هم د دې هېواد ځینې برخې په ماینونو او ناچاودو توکو لړلې دي.

اړوندې لیکنې

بامیانو کې طالبان: نجونې او هلکان د په جلا وختونو کې ښوونیزو مرکزونو ته لاړ شي
خبر

بامیان او بغلان کې ترافيکي پېښو د دریو ماشومانو ژوند واخیست

14 نوومبر 2026
فرخنده محتاج د «بشري حقونو غوره فعال» برخه کې د ۲۰۲۶ کال د مګنیتسکي جایزې ګټونکې شوه
خبر

فرخنده محتاج د «بشري حقونو غوره فعال» برخه کې د ۲۰۲۶ کال د مګنیتسکي جایزې ګټونکې شوه

14 نوومبر 2026
د افغانستان د رسنیو فعالان: د نړیولې ټولنې اعلامیې نه شي کولی افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته اغېزمن ځواب وي
خبر

د افغانستان د رسنیو فعالان: د نړیولې ټولنې اعلامیې نه شي کولی افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته اغېزمن ځواب وي

13 نوومبر 2026
فاریاب کې د یوې غونډۍ ښویدو د دوه ماشومانو ژوند واخیست
خبر

فاریاب کې یوه سړي خپله ښځه او خواښې وژلې دي

12 نوومبر 2026
یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي
خبر

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي

12 نوومبر 2026
افغان ښځو د ۲۰۲۶ کال د «چتم هاوس» جایزه وګټله
خبر

افغان ښځو د ۲۰۲۶ کال د «چتم هاوس» جایزه وګټله

10 نوومبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه