د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو هرات کې دوه سړي او یوه ښځه نیولي دي

30 جولای 2026
طالبانو هرات کې دوه سړي او یوه ښځه نیولي دي

انځور: رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوی

هرات ښار کې ځايي سرچینې وايي، د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو، د «بې حجابۍ» په تور د ښځو او نجونو د نیولو لړۍ بیا پیل کړې او د دې ولایت مرکز ښار کې یې دوه سړي او یوه ښځه ونیول.

رخشانه: هرات ښار کې دریو ځايي سرچینو رخشانې رسنۍ ته ویلي، یو سړی پرون سهار (چهارشنبې د زمري ۸ مه) د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو د خپلې خور د نیولو په غبرګون کې د مقاومت له امله، د «چوک ګل ها» کې له «الماس شرق» مارکېټ څخه نیولی دی.

د یوې سرچینې په وینا، د طالبانو د امربالمعروف څلور ښځینه مامورانې او شپږ نارینه الماس شرق مارکېټ ته د ښځو د حجاب ارزولو په موخه راغلي وو.

سرچینې زیاته کړې، د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو د هغې ښځې د نیولو قصد درلود، چې له خپل مېړه سره دې مارکېټ ته راغلې وه او له مارکېټ نه د وتلو پر مهال یې «چادرنماز» په سر نه درلود.

د سرچینې په وینا، د دې ښځې خاوند وروسته هغې چې د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو له خوا د خپلې ښځې د نیول کېدو سره مخالفت وکړ، په پیل کې د هغوی له خوا وډبول شو او وروسته یې ونیوه.

یوه بلې سرچینې چې خپله یې دا صحنه لیدلې ویلي دي: «د دې ښخې مېړه ویل، مړ به مې کړی خو د خپلې ښځې د نیولو اجازه نه درکوم. هغه د امربالمعروف په محتسبانو برید وکړ او ښځې یې له ګڼې ګوڼې په ګټې اخیستنې تېښته وکړه.»

د سرچینې په وینا، دا سړی د طالبانو د امربالمعروف سره له لږ مقاومت وروسته، د هغوی له خوا ونیول شو.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

سرچینې زیاته کړه، د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو د هرات ښار له « ۲۴ متره سړک» یوه جوړه د «ښځو مانتو اغوستلو» په تور ونیول.

د تېرو دوه ورځو په اوږدو کې د هرات ښار له «۲۴ متره سړک» څخه یو شمېر نورې ښځې هم د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو له خوا نیول شوې دي.

د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو له خوا د «بې حجابۍ» په تور د ښځو او نجونو نیولو، د هرات ښارینو تر منځ وېره او اندېښنې پراخې کړې دي.

یو شمېر ښځې چې په دې موده کې نیول شوې، د ټولنیزو اندېښنو له پایلو او خپل عزت ساتلو له امله، له رسنیو سره خبرو اترو ته چمتو نه شوې.

اړوندې لیکنې

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه