د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

معترضې ښځې: د طالبانو پنځه کلنه واکمني د ښځو ځپنې او له بشري حقونو سرغړونو سره مل ده

1 اگست 2026
معترضې ښځې: د طالبانو پنځه کلنه واکمني د ښځو ځپنې او له بشري حقونو سرغړونو سره مل ده

انځور: رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوی

د «افغان ښځو د سیاسي ګډون شبکې» د اګست ۱۵ مه د جمهوري نظام د نسکورېدو په درشل کې ویلي، د طالبانو پنځه کلنه واکمني د ښځو ځپنې او له بشري حقونو سرغړونو سره مل ده.

رخشانه: د دې اعتراضي غورځنګ غړو نن (شنبې د زمري ۱۰ مه) په یوه بیانیه کې لیکلي، د طالبانو پنځه کلنه واکمني، د ازادیو له منځه وړلو، هدفي ځپنو، د بشري حقونو له پراخ سرغړاوي، د ښځو له لومړنیو انساني حقونو محرومیت، د بېوزلۍ، تبعیض او ناهیلۍ له پراخېدو سره مل شوې.

د «افغان ښځو د سیاسي ګډون شبکې» په بیانیه کې راغلي، طالبانو په دې پنځو کلونو کې په ځپنې، وېرې خپرولو او آزادۍ غوښتونکو غږونو په غلي کولو سره هڅه کړې، چې د افغانستان د خلکو ارادې ماتې کړي.

د دې اعتراضي غورځنګ د غړو په وینا، طالبانو په دې پنځو کلونو کې، ښځې له عمومي ځایونو حذف کړې، مدني فعالان او خبریالان یې تر فشار لاندې راوستي، له مذهبي او قومي لږکیو سره یې تبعیضي او له تاوتریخوالي ډک چلند کړی او د مخالفت هر ډول غږ ته یې په نیونې، ربړونې او ځپلو سره ځواب ورکړی دی.

معترضو ښځو د طالبانو او د دوی د مخالفو وسله والو ډلو نښتو ته په اشارې ویلي، د هېواد وګړي له کلونو محرومیت او فشار له زغملو سره سره، لا هم د آزادۍ، عدالت، انساني کرامت او د هېواد په راتلونکې کې د خپل ګډون غوښتونکي دي.

د «افغان ښځو د سیاسي ګډون شبکې» زیاته کړې، چې د افغانستان راتلونکې باید د بشري حقونو د روښانه اصولو، د ښځو او نارینه وو په بشپړې برابرۍ، برابر ګډون، قومي، مذهبي او ژبنۍ تنوع، د قانون حاکمیت او ولسوالۍ پر بنسټ جوړه شي.

په دې اړه نور ولولئ...

طالب ځواکونو خوست کې دوولس خبریالان په «سپکوونکې توګه» د یوه نندارتون پر مهال نیولي

اوچا: افغان ماشومان د زده کړو لپاره له ګڼو خنډونو سره مخ دي

د دې اعتراضي غورځنګ غړو له نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له مدافع بنسټونو غوښتي، چې د افغانستان د خلکو د کړاو په وړاندې سکوت ونه کړي، د طالبانو ځپوونکې پالیسۍ عادي نه کړي او آزدۍ، عدالت او ځواب ویونکي حکومت د تر لاسه کولو لپاره د افغانستان د خلکو له مشروع غوښتنو ملاتړ وکړي.

اړوندې لیکنې

د بشري حقونو فعاله: نړیواله ټولنه دې افغانستان کې د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژني
خبر

د بشري حقونو فعاله: نړیواله ټولنه دې افغانستان کې د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژني

8 سپتمبر 2026
افغانستان کې د طالبانو له خوا جنسیتي ځور او تعقیب له پخوا ډېر بنسټیز شوی
خبر

افغانستان کې د طالبانو له خوا جنسیتي ځور او تعقیب له پخوا ډېر بنسټیز شوی

8 سپتمبر 2026
بنټ: ملګري ملتونه د افغان ښځو له حقونو یوازې په کلماتو نه بلکې په عمل دفاع وکړۍ
خبر

بنټ: ملګري ملتونه د افغان ښځو له حقونو یوازې په کلماتو نه بلکې په عمل دفاع وکړۍ

7 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د ښځینه کارکوونکو له شتون پرته افغان ښځو ته سمې مرستې نه شو وړاندې کولی
خبر

ملګري ملتونه: د ښځینه کارکوونکو له شتون پرته افغان ښځو ته سمې مرستې نه شو وړاندې کولی

7 سپتمبر 2026
طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې
خبر

طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې

7 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی
خبر

ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی

7 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه