د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

په تېرو دوه ورځو کې، طالبانو هرات کې څلور ښځې او سړي نیولي دي

1 اگست 2026
په تېرو دوه ورځو کې، طالبانو هرات کې څلور ښځې او سړي نیولي دي

انځور: د هرات ښار- آرشیف رخشانه رسنۍ

د «حجاب نه مراعت کولو» په تور د ښځو د نیولو په دوام، هرات ښار کې ځايي سرچینې وايي، په تېرو دوه ورځو کې د هرات ښار مرکز څخه دوه ځوانې نجونې او دوه سړي، د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو له خوا نیول شوي او نامعلوم ځای ته یې وړي دي.

رخشانه: هرات ښار کې دوه ځايي سرچینو رخشانې رسنۍ ته ویلي، د طالبانو د امربالمعروف ځریو دوه نارینه د پنشنپې په ورځ (د زمري ۸ مه) د «باغ مراد» له سیمې او دوه ځوانې نجونې، پرون جمعه د (زمري ۹ مه) د «جاده مهتاب» له سیمې نیولې دي.

یو له سرچینو ویلي، د طالبانو امربالمعروف ځواکونو د پنشنبې ورځې په مازیګر (د زمري ۸ مه) د «باغ آزادي» له سیمې د یوې ۱۳ کلنې نجلۍ د نیولو قصد درلود، خو د هټۍ وال یې د نیولو خنډ شول.

د سرچینې په وینا، دا ماشومه نجلۍ او دوه نورې ښځې له پلې لارې د تېرېدو په حال کې وې او «چادرنماز یې له سره په اوږو پروتی وو» چې د طالبانو امربالمعروف ځواکونو موټر ورته ودراوه او د دې نجلۍ د نیولو قصد یې درلود.

سرچینې زیاته کړې، چې د هټۍ والو په منځګړیتوب، طالبانو دغه نجلۍ ونه نیوله، خو هغې له رواني پلوه زیان ولید او تل ژاړي.
بلې سرچینې ویلي، د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو د پنشنبې ورځې په مازیګر، د هرات ښار د مرکز «باغ مراد» کوڅې څخه دوه نارینه د کلیزې لمانځلو مراسمو کې د موسقۍ د غږ لوړېدو په تور ونیول.

د سرچینې په وینا، د طالبانو څلورو تنو مامورینو هڅه کوله، چې دغه کور ته د ننه شي، خو د کورنۍ د نارینه وو د مخالفت سره مخ شول.

طالبانو د نورو ټولو ښارونو په پرتله په هرات ښار کې د ښځو او نجونو په جامو، تګ راتګ او عمومي ځایونو کې به شتون ډېر محدودیتونه لګولي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

دغه ډله ښځې او نجونې د چادر نماز نه په سر کولو یا د ماسک نه درلودو په تور نیسي او نامعلوم ځای ته یې لېږدوي. هرات ښار کې د حجاب نه مراعت کولو په تور، د ښځو او نجونو نیولو لړۍ دویمې میاشتې ته د ننه شوې ده.

هرات ښاریاونو د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو له خوا د حجاب نه مراعت کولو په تور، د ښځو او نجونو په خپل سره نیونو او محدودیتونو اندېښنه څرګنده کړې ده.

اړوندې لیکنې

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه