د بشري حقونو د څار سازمان واک ته د طالبانو د پنځم کال د راتګ په درشل کې ویلي، په تېرو پنځو کلونو کې د دې ډلې تر واکمنۍ لاندې له بشري حقونو سرغړونې ژورې شوې او دولتونه باید د ځواب ویلو او عدالت د پلي کولو څخه ملاتړ وکړي.
رخشانه: دې سازمان نن (دوشنبې د زمري ۱۲ مه) په یوه اعلامیه کې لیکلي، طالبانو د افغانستان له ولکه کولو وروسته، په نړۍ کې د بشري حقونو تر ټولو ناوړه بحران بنسټ ایښی او په سیستماتیک ډول یې د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کړې دي.
د بشري حقونو د څار سازمان په اعلامیه کې راغلي، افغانستان لا هم د یوه شدید انساني بحران سره مخ دی او د دې هېواد کابو ۴۰ سلنه وګړي بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
یاد بنسټ په هېواد کې د ښځو او نجونو پر حقونو د طالبانو محدودیتونو ته په اشارې ویلي، دا محدودیتونه د ټولنې د کابو کولو او د هر ډول مخالفت د ځپلو لپاره د پراخ نظام یوه برخه شمېرل کېږي.
دا سازمان پر دوام لیکلي، په تېرو پنځو کلونو کې، په وار وار د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو د ښځو په کار ځایونو یرغل وروړی، عمومي فضا یې تر څار لاندې نیولې او ښځې یې په خپل سرې توګه د جامو د مقرراتو د ماتونې په تور نیولې دي.
د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، افغانستان لا هم په نړۍ کې یوازینۍ هېواد ده، چې په هغې کې له شپږم ټولګي بره نجونې له زده کړو محرومې کړای شوې دي
د بشري حقونو د څار سازمان د افغانستان د څانګې څېړونکې فرشته عباسي وايي، د طالبانو د بېرته راستنېدو پنځمه کلیزه له سزا د خوندیتوب د ویجاړونکو پایلو یوه ترخه یادونه ده.
هغې ویلي دي: «دولتونه باید یوازې د اندېښنې څرګندولو څخه بهر شي او په افغانستان کې د جنسیتي ځورونې د بشریت ضد جرم په ګډون د جدي جرمونو لپاره د عدالت پلي کولو لپاره اقدام وکړي.»
۹۰
د بشري حقونو د څار سازمان وايي، طالبانو د نوي قانون په تصویبولو سره «یوازې سخت وهل د کورني تاوتریخوالي په توګه پېژندلی دي.» د دې قانون له مخې، د تاوتریخوالي قربانیان په حقیقت کې عدالت ته د لاسرسي لپاره هېڅ لار نه لري او دا قانون د ښځو او نجونو حقوقي خوندیتوب نور هم کمزوری کوي.
د دې بنسټ په وینا، د طالبانو له خوا «د زوجینو د جلاوالي» سند توشیح کولو د نجونو لپاره د واده د لږ تر لږه عمر پورې اړوند خوندیتوبونه له منځه وړي او د ماشومانو د وداده خطر یې زیات کړی دی.
د بشري حقونو د څار سزمان لیکلي، طالب چارواکو د بیان پر آزادۍ محدودیتونه سخت کړي او کورنۍ رسنۍ یې مخکې له مخکې سانسور کړې دي. خبریالان، د ښځو د حقونو مدافعین، د مدني ټولنې فعالان، پوهنتونیان، هنرمندن او نور نیوکه کوونکی، په ځپلو، خپل سرو نیونو، ربړونې او نورو ټولو بدو چلندونو سره مخ کړي دي.
دې بنسټ زیاته کړې، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې انساني بحران، د مالي مرستو په کمېدو سره لا ژورې شوې دي. وړاندوینه شوې، چې ۱۷ میلیونه وګړي، چې د ټول هېواد ۴۰ سلنه نفوس جوړوي، د خورو له سخت ناامنۍ سره مخ دي.
د بشري حقونو د څار سازمان لیکلي، د طالبانو له خوا په ښځینه مرستندویه کارکوونکو محدودیتونه، له هغې ډلې د یوه نارینه محرم سره تګ هم کاري فرصتونو او بشر دوستانه مرستو ته د ښځو لاسرسی نور هم محدود کړی دی.







