د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

معترضو ښځو له نړیوالې ټولنې د افغان ښځو وضعیت ته د پاملرنې او افغانستان کې د جنسیتي توپیر پای ته رسولو غوښتنه وکړه

3 اگست 2026
معترضو ښځو له نړیوالې ټولنې د افغان ښځو وضعیت ته د پاملرنې او افغانستان کې د جنسیتي توپیر پای ته رسولو غوښتنه وکړه

انځور: رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوی

هېواد کې واک ته د طالبانو د بیا رسېدو د پنځمې کلیزې په درشل کې، د «ښځو د آزادۍ شبکې» غړو د ښځو وضعیت ته د نړیوالې ټولنې د پاملرنې او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د جنسیتي توپیر د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.

رخشانه: د دې اعتراضي غورځنګ غړو نن (دوشنبې د زمري ۱۲ مه) د یوې اعتراضي غونډې پر مهال، یو ځل بیا د تبعیض لرونکو سیاستونو او جنسیتي توپير په وړاندې د افغان ښځو غږ پورته کړ.

د «ښځو د آزادۍ شبکې» په دې اعتراضي غونده کې د «آزادۍ»، «زده کړې»، «کار»، «برابرۍ» او «انساني کرامت» شعارونه ورکړل، او اساسي حقونو ته یې د ښځو د لاسرسي غوښتنه وکړ.

معترضو ښځو و ویل، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې، له تېرو نېږدې پنځو کلونو راهیسې ښځې او نجونې په سیستماتیک ډول خپلو اساسي حقونو ته له لاسرسي محرومې شوې دي.

د هغوی په وینا، افغان ښځې او نجونې د ټولو فشارونو، ګواښونو او محدودیتونو سره سره، لا هم په تېرو پنځو کلونو کې د خپل آزاد، برابر او کرامت لرونکي ژوند په حق ټينګار کړی دی.
د «ښځو د آزادۍ شبکې» له ملګرو ملتونو، دولتونو، نړیوالو بنسټونو او د بشري حقونو له ټولو فعالانو وغوښتل، چې په افغانستان کې د جنسیتي توپیر په وړاندې چوپتیا غوره نه کړي.

همدارنګه د دې اعتراضي غورځنګ غړو له ملګرو ملتونو، دولت او د بشري حقونو له بنسټونو غوښتي، چې افغانستان کې د بشري حقونو ماتونې پای ته رسېدو لپاره عملي او ګټور ګامونه پورته کړي.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو د څار سازمان هم نن په یوه اعلامیه کې لیکلي، چې د طالبانو په واکمنۍ کې په تېرو پنځو کلونو کې له بشري حقونو سرغړونې لا ژورې شوې او دولتونه باید د ځواب وینې او عدالت د پلي کېدو لپاره له هڅو ملاتړ وکړي.

دې سازمان لیکلي، طالبانو په افغانستان له ولکې وروسته، په نړۍ کې د بشري حقونو یو له تر ټولو خراب بحران په دغه هېواد کې بنسټیز کړی او د ښځو او نجونو حقونه یې په سیستماتیک ډول له منځه وړي دي.

اړوندې لیکنې

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه