د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

اوچا: د بودیجې د کمښت له امله افغانستان کې ډېری بشري خدمات لا هم درېدلي

5 اگست 2026
اوچا: د بودیجې د کمښت له امله افغانستان کې ډېری بشري خدمات لا هم درېدلي

انځور: اوچا

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې، ډېری بشر دوستانه خدمات، د بودیجې د کمښت له امله لا هم درېدلي پاتې دي.

رخشانه: دې بنسټ نن (چهارشنبې د زمري ۱۴ مه) په خپله اېکس پاڼه د یوې اعلامیې په خپرولو سره، په افغانستان کې د بشردوستانه خدماتو وړاندې کولو د دوام لپاره، د بودیجې د برابرولو غوښتنه کړې ده.

اوچا په خپله اعلامیه کې ویلي، تر اوسه پورې یوازې ۲۶ سلنه د اړتیا وړ «د افغانستان د اړتیاوو پلان او بشردوستانه ځواب» بودیجه د ۲۰۲۶ کال لپاره تامین شوې ده.

دې بنسټ لیکلي دي «د معیشیت د ملاتړ، د ښځو د پیاوړتیا، د خوړو خوندبیتوب، د اقلیمي بدلون په وړاندې د مقاومت، ښوونې او روزنې او د ټولنې د بیارغونې په برخو کې، د بشري منابعو د شدید کمښت له امله، ډېری مهم خدمات په ټپه درېدلي دي.»

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، د بودیجې نشتوالي د زېزون روغتیايي خدماتو چمتو کولو د دوام لپاره د ادارې وړتیا باندې د پام وړ اغېزه کړې ده.

دې بنسټ د بودیجې د کموالي په اړه خبرداری ورکړی او لیکلي یې دي، د سرچینو کمښت د اړتیا وړ درملو، طبي توکو او د پوهاوي د کچې لوړولو فعالیتونو او ګرځنده خدماتو ته لاسرسی محدود کړی او په لرو پرتو او لږ برخمنو سیمو کې یې ښځو او نجونو ته د خدماتو رسول ستونزمن کړي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د اوچا په وینا، د بودیجې نشتوالي په مستقیم ډول د هغو ټولنو په ژوند اغېزه کوي، چې بشري خدماتو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي، د محدودو سرچینو سره سره به، لا هم په افغانستان کې بشردوستانه خدماتو وړاندې کولو ته دوام ورکړي.

اړوندې لیکنې

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه