د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبان: ښځه عورت ده، د مېړه له اجازې پرته باید له کوره ونوځي

6 اگست 2026
طالبان: ښځه عورت ده، د مېړه له اجازې پرته باید له کوره ونوځي

انځور: د رخشانې رسنۍ ارشیف

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ښځو د محدودلو لپاره تازه ځانګړې کړنلاره صادره کړې او په دې کې یې ښځو ته امر کړی، چې «له مېړونو اطاعت وکړي، د مېړه له اجازې پرته له کوره ونوځي او هغوی ته خدمت وکړي.»

رخشانه: دا کړنلاره نن (پنشنبې د زمري ۱۵ مه) د «کورني نظام د ساتنې ارزښت او اړتیا» تر عنوان لاندې، په فارسي او پښتو ژبو صادرې شوې او په ټول هېواد کې یې د جوماتو له ملا امامانو او خطیبانو غوښتي، چې دغه موضوع د جمعې په لمانځه کې خلکو ته بیان کړي.

طالبانو په دې لارښود کې، د څو ښځو درلودل په رسمیت پېژندلي ویلي یې دي «هغه نارینه چې له یوې زیاتې ښځې لري، مکلف دي، چې د خپلو ښځو تر منځ عدالت پلی کړی.»

د طالبانو د ارشاد، حج او اقافو وزارت په لارښود کې راغلي، ښځې مکلفې دي، چې له خپلو مېړنو اطاعت وکړي. په کور پاتې شي او د خاوند له اجازې پرته له کوره ونوځي.

طالبانو په دې لارښود کې له کوره د ښځې وتل د «جاهلیت د دوران (د اسلام نه مخکې پیر) د ښکلا ښودنې سره تشبې کړې ده.

دغه وزارت د دې کړنلارې په دوام کې لیکلي چې «ښځه عورت ده او هر کله چې له کوره ووځي، د شیطان پام ورته را اوړي او د هغه په کمین کې لوېږي.»

دې وزارت په دغه تګلاره کې لیکلي چې «د مېړه له حقونو یو همدا دی، له ښځې ساتنه وکړي او په کور پاتې دي، مانا دا چې ښځه د باندې له وتو او ښکاره کېدو څخه منع شي.»

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت ښځو ته امر کړی، چې د خپلو مېړونو خدمت وکړي، ځکه «له دینې پلوه دا کار پر ښځه واجب دی.»

په دې اړه نور ولولئ...

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

دې وزارت پر دوام لیکلي دي «ښځې باید د مېړه د بېوزلۍ او تنګلاسۍ پر مهال صبر ولري او د کور اقتصادي ستونزې نورو ته بیان او له هغه شکایت ونه کړي.»

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت له یوې میاشتې راهیسې، د ښځو د محدود کولو په پار امرونه صادر کړي دي.

دغه وزارت دوه اوونۍ وړاندې هم په یو لارښود کې ویلی وو، چې «د ښځې سینګار کول او عطر کارول» د ښځو لپاره حرام دي.

اړوندې لیکنې

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه