د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د بشري حقونو سازمانونه: ۱۴ هېوادونو له ملګرو ملتونو وغوښتل، چې جنسیتي توپير د جرم په توګه وپېژني

8 اگست 2026
د بشري حقونو سازمانونه: ۱۴ هېوادونو له ملګرو ملتونو وغوښتل، چې جنسیتي توپير د جرم په توګه وپېژني

انځور: ارشیف - رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوی

د بښنې نړیوال سازمان د بشري حقونو بنسټونو، د جنسیتي توپیر د پای ته رسولو کمپاین او د بشري حقونو څار ډلې په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، د جنسیتي توپیر د نړیوال جرم په توګه په رسمیت پژندلو برخه کې یو بل ګام هم پورته شوی دی.

رخشانه: په دې ګډه اعلامیه کې چې تازه د بشري حقونو د څار ډلې له ادارسه خپره شوې راغلي دي، دا موضوع په نړیواله کچه د ښځو د حقونو د پیاوړتیا او جنسیتي برابري لپاره یو اړین ګام دی.

بیانیه کې راغلي، د روان کال د جون په درېیمه د بشریت په وړاندې د جرمونو په اړه د ملګرو ملتونو د کنوانسیون د مسودې د تعدیل لپاره د رسمي وړاندیزونو لومړی پړاو خپور شو.

په خبرپاڼه کې راغلي، د استرالیا، هسپانیا او یوراګوای هېوادونو وړاندیز کړی، چې د بشریت پر ضد د جرمونو په نوي کنوانسیون کې د جنسیتي توپیر په ملي کچه شامل کړي او د آیسلنډ، مکزیک او ختیځ تېمور هېوادونو هم په دې اړه ګډ وړاندیز کړی دی.

دې هېوادونو ویلي، جنسیتي توپیر «غیرانساني کړنې دي، چې د یوه جندر ډلې له خوا د بل جندر ډلې یا ډلو په وړاندې د ظم او سیستماتیک تسلط د یوه بنسټیز سیستم په چوکاټ او د داسې سیستم د ساتلو په موخه تر سره کېږي.»
د بشریت پر ضد د جرمونو په نوي کنوانسیون کې د جنسیتي توپیر د شاملولو په اړه د آیسلنډ، مکزیک او ختیځ تېمور په ګډ وړاندیز کې لیکلي: «د جنسیتي توپیر د شاملولو اړتیا د افغان ښځو د لسیزو رهبرۍ څخه راپورته شوې ده.»

د بښنې نړیوال سازمانونو، د جنسیتي توپیر د پای ته رسولو کمپاین او د بشري حقونو څارډلې ویلي، اوس ۱۴ هېوادونو په ښکاره توګه، د نړیوال جرم په توګه د جنسیتي توپیر له پېژندلو ملاتړ کړی دی.

دې سازمانونو له ټولو هغو هېوادونو چې، د ښځو حقونو او جنسیتي برابرۍ ته ژمن دي، غوښتي چې د هغو هېوادونو له ائتلاف سره یو ځای، چې د بشریت په وړاندې د جرمونو په نوي کنوانسیون کې د جنسیتي توپیر شاملولو په برخه کې مخکښ دي.

همدارنګه دې سازمانونو له هېوادونو غوښتي، دا ډاډ تر لاسه کړي، هغه خلک چې د جنسیت پر بنسټ قصدي، بنسټیز او سیستماتیک ظلم سره مخ دي، د دې خبرو اترو په مرکز کې پاتې شي.

د بښنې نړیوال سازمان، د جنسیتي توپیر د پای ته رسولو کمپاین او د بشري حقونو څار ډلې ویلي، په ملګرو ملتونو کې به د جنسیتي توپیر د نړیوال جرم په توګه د پېژندلو په اړه خبرې اترې به د ۲۰۲۸ میلادي کال څخه پیل شي.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

یادو بنسټونو له هېوادونو غوښتي، چې د دې کنوانسیون د مسودې د طرحې په بهیر کې خپل رسمي وړاندیزونه وړاندې کړي او جنسیتي توپیر د یوه خپلواک جرم په توګه وپېژني.

اړوندې لیکنې

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه