د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

غزني کې د زړې مرمۍ چاودنې دوه ماشومان وژلي او درې ټپیان دي

9 اگست 2026
غزني کې د زړې مرمۍ چاودنې دوه ماشومان وژلي او درې ټپیان دي

غزني کې د طالبانو امنیه قومانداني وايي، د دې ولایت مرکز غزني ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې، د یوې پخوانۍ مرمۍ د چاودنې له امله دوو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپيان شوي دي.

رخشانه: غزني کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا پېښه پرون شنبې (د زمري ۱۷ مه) د غزني ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند «نوغي» سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې، دا پېښه هغه مهال رامنځ ته شوې، چې ماشومانو د یوې پخوانۍ مرمۍ له موندلو وروسته، په هغې په لوبو بوخت شول.

د دې پخواني مرمۍ د چاودنې له امله، دوه ماشومانو ژوند بایللی او درې نور ټپیان شوي دي.

د پېښې ټپیان د درملنې په موخه د غزني حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي، خو د روغتیايي حالت په اړه یې څه نه دي ویل شوي.

غزني کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویلي، د یوې بلې زړې مرمۍ چاودنې، د دې ولایت قرباغ ولسوالۍ کې یوه ۱۲ کلنه نجلۍ ټپي کړې ده.
د دې ماشومې روغتیايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوی دی. طالبانو نه ده روښانه کړې، چې دا پېښه څه وخت رامنځ ته شوې ده.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

سره له دې، چې د ماین پاکۍ بنسټونو له کلونو راهیسې هڅه کړې، په ماینونو لړلې سیمې پاکې کړي، خو لا هم د هېواد په ځینو ولایتونو کې ماینونه او ناچاودي توکي پاتې دي.

هر کال د هېواد په ګوټ ګوټ کې له پخوانیو جګړو پاتې ماینونو او ناچاودو توکو، د چاودنو له امله، لسګونه کسان په ځانګړې توګه ماشومان مړه او ټپیان کېږي.

اړوندې لیکنې

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه