د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

بنټ کابل کې د طالبانو په دوو نظامي عملیاتو کې د ۱۱ تنو په وژل کېدو اندېښنه وښوده

11 اگست 2026
بنټ کابل کې د طالبانو په دوو نظامي عملیاتو کې د ۱۱ تنو په وژل کېدو اندېښنه وښوده

انځور: رخشانه رسنۍ

د افغانستان د بشري حقونو چارو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنسټ، کابل ښار کې د طالبانو په دوو وروستیو نظامي عملیاتو کې د ۱۱ تنو په وژل کېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.

رخشانه: بنټ پرون دوشنبې (د زمري ۱۹ مه) ناوخته په خپله اېکس پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره، په نظامي عملیاتو کې د وژل شویو کسانو د وژنې په اړه، د چټکو او بې پرې پلټنو غوښتنه کړې ده.

هغه لیکلي دي: «۴ تنه نن دوشنبې د نظامي عملیاتو پر مهال په مرمیو لګېدلي او ۷ تنه نور په دې وروستیو کې [کابل ښار کې د طالبانو] د اتمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې وژل شوي دي.»

نوموړي «په بې پرې او چټکو پلټنو» ټينګار کړی او زیاته کړې یې ده «د وژونکي ځواک هر ډول کارول باید د اړتیا او تناسب په ګډون د بشري حقونو نړیوال قانون سره سمون ولري.»

په ورته وخت، کابل کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پرون سهار اعلان کړی، چې کابل ښار کې «څلور تنه وسله وال غله» له امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي دي.
هغه ویلي وو، دا څلور تنه د کابل ښار د اتلسمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یوه کور ته د غلا په نیت د ننه شوي وو او وروسته د دوی د ډلې له امنیتي ځواکونو سره نښتي او د جګړې پر مهال و وژل شول.

پرون یو شمېر رسنیو هم راپور ورکړی، چې طالبانو لس ورځې وړاندې پنځه تنه هزاره وګړي، د کابل ښار د هوايي ډګر پر سړک په یوه چک پانټ کې «په مرمیو» ویشتي.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت هم شاوخوا لس ورځې وړاندې اعلان کړی وو، چې د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې، اووه تنه وسله وال غله، د دې ډلې له امنیتي ځواکونوسره په نښته کې وژل شوي دي.

طالبان د مخکني نظام د نظامیانو او کارکوونکو او خپلو مخالفینو په وژلو تورن دي. دې ډلې په تېرو پنځو کلونو کې په وار وار خپل مخالفین او د مخکني نظام کارکوونکي، د بېلا بېلو تورونو له امله وژلي دي.

یوناما پرون په یوه راپور کې ویلي، د طالبانو یو شمېر چارواکي، چې په افغانستان کې له بشري حقونو په سرغړونو تورن دي، تر قانوني تعقیب لاندې نه دي نیول شوي.

اړوندې لیکنې

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه