د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

معترضو ښځو د جنسیتي توپیر په رسمیت پېژندلو او له افغانانو د نړیوالې ټولنې د ملاتړ غوښتنه وکړه

12 اگست 2026
معترضو ښځو د جنسیتي توپیر په رسمیت پېژندلو او له افغانانو د نړیوالې ټولنې د ملاتړ غوښتنه وکړه

انځور: رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوی

د «افغان ښځو د تاریخ بدلون» غورځنګ غړو پر هېواد د طالبانو د واکمنۍ د پنځمې کلیزې په درشل کې د جنسیتي توپیر د په رسمیت پېژندلو او د افغانستان له خلکو د نړیوالې ټولنې د ملاتړ غوښتنه وکړه.

رخشانه: د دې اعتراضي غورځنګ غړو نن (چهارشنبې د زمري ۲۱ مه) په یوه اعلامیه کې لیکلي، پر هېواد د طالبانو په پنځه کلنه واکمنۍ کې، میلیونه وګړي خپلو اساسي حقونو او آزادیو ته له لاسرسي محروم شوي دي.

د دوی په اعلامیه کې راغلي، په تېرو پنځو کلونو کې، ښځې په هدفي توګه له عمومي ژوند څخه حذف شوې او بېوزلي، جبري کډوالۍ، د قانون حاکمیت پاشل کېدل او انساني بحران پراخوالی کړی دی.

معترضو ښځو لیکلي، طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته، افغانستان د معاصر تاریخ تر ټولو ژور د بشري حقونو، سیاسي، اقتصادي او انساني بحران سره مخ کړی دی.

دوی زیاته کړې: «ښځې او نجونې د زده کړې، کار، سیاسي ګډون، په عمومي فضا کې له شتون او خپلو بنسټیزو حقونو محرومې شوې دي. د بیان آزادي، د رسنیو آزادي، د سوله ییزه راټولېدونو آزادي او د مدني ټولنې فعالیت محدود شوی دی.»
معترضو ښځو ټینګار کړی، چې طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې په خپل سرو نیونو، د معترضینو ځپلو، د خپلواکو رسنیو محدودیتونو او له عمومي ژوند څخه د ښځو هدفي حذفولو سره، په میلونونه افغان وګړو خپل محدودیتونه تحمیل کړي دي.

د دې اعتراضي غورځنګ غړو ویلي، له عمومي ژوند څخه د ښځو د سازمان شوي حذف سیاست، له اساسي حقونو د هغوی محرومول او د ښځو په وړاندې نظام مند تبعیض، له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دی.

دوی له نړیوالې ټولنې وغوښتلو چې په افغانستان کې جنسیتي توپیر د نړیوالو قوانینو له مخې د جرم په توګه په رسمیت وپېژني او د جرمي کولو لپاره د اړینو کړنلارو له جوړلو او تصویب څخه ملاتړ وکړي.

همدارنګه معترضو ښخو د بشري حقونو د جدي سرغړونو د څېړلو او د عاملینو د ځواب ورکولو د یقیني کولو لپاره د «جرمونو نړیوالې محکمې او نورو واک لرونکو ادارو پورې اړوند میکانېزمونو» د ملاتړ غوښتنه وکړه.

د «افغان ښځو د تاریخ بدلون» غورځنګ غړو د هغه ملاتړ د بندولو غوښتنه وکړه، چې د دوی په وینا، «د ځپلو، تبیض او د بشري حقونو د سرغړونو د جوړښتونو د پیاوړتیا لامل کېږي.»

په دې اړه نور ولولئ...

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

دوی د بشري حقونو د مدافعینو، خبریالانو او نورو ټولو کسانو د سمدستي او غیر مشروط خوشي کولو غوښتنه وکړه، چې د بیان د آزادۍ له حق څخه د ګټې اخیستنې په تور نیول شوي دي.
معترضو ښځو له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د افغانستان خلک هېر نه کړي، د بشري حقونو د سرغړونو د قربانیانو تر څنګ ودرېږي او له خلکو د خپل برخلیک ټاکلو څخه ملاتړ وکړي.

اړوندې لیکنې

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه