د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

بلخ کې طالبانو د «سزا په ګواښ» په خپلو ملاتړو پروګرامو کې د زده کوونکو او ښوونکو ګډون اجباري کړ

12 اگست 2026
بلخ کې طالبانو د «سزا په ګواښ» په خپلو ملاتړو پروګرامو کې د زده کوونکو او ښوونکو ګډون اجباري کړ

بلخ کې د دولتي ښوونځیو د زده کوونکو او ښوونکو له منځه سرچینې وايي، طالبانو د «سزا ورکلولو په ګواښ» سره، د زمري د ۲۴ مې، واک ته د دې ډلې د رسېدو د پنځمې کلیزې په مناسبت، ملاتړو پروګرامو کې د زده کوونکو او ښوونکو ګډون جبري کړی دی.

رخشانه: د بلخ مرکز مزارشیف ښار کې د بېلا بېلو دولتي ښوونځیو شپږو تنو زده کووکو رخشانې رسنۍ ته ویلي، د ښونځیو مدیرانو له اتم تر دولسم ټولګي پورې زده کوونکو او ښوونکو ته امر کړی، چې راتلونکې شنبې د طالبانو په ملاتړ واټونو ته ووځي.

د زده کوونکو په وینا، د ښوونځیو مدیرانو امر کړی، چې د راتلونکې اوونۍ شنبې ورځ باید ټول زده کوونکي په غونډو او د طالبانو په ملاتړ لاریونونو کې د دغه ډلې بیرغ له ځان سره ولېږدوي او د دوی پر ملاتړ شعارونه ورکړي.

د زده کوونکو په وینا، د دولتي ښوونځیو مدیرانو خبرداری ورکړی، هغه زده کوونکي، چې راتلونکې شنبې د طالبانو په ملاتړ غونډو کې ګډون ونه کړي، سزا به ورکړل شي.

د دولتي ښوونځیو مدیرنو زده کوونکو ته ویلي، هغه زده کوونکې چې راتلونکې شنبې د طالبانو په ملاتړ غونډو کې ګډون ولري، تشویقي نمرې به تر لاسه کړي.
مزارشریف ښار کې یو تن زده کوونکي ویلي دي: «یوه ښوونکي موږ ته و ویل، چې راتلونکې اوونۍ باید د طالبانو سپین بیرغ وپېری او ښوونځي ته حاضر شۍ.»

د دې زده کوونکي په وینا، هغه زده کوونکي چې راتلونکې اوونۍ د طالبانو په ملاتړ غونډو کې ګډون ونه کړي، له ۱۰ ورځې غیر حاضرۍ او هغه زده کوونکي چې دې غوندو ته حاضر نه شي له شپږ ورځو غیرحاضرۍ سره به مخ شي.

مزارشریف ښار کې یو بل زده کوونکي ویلي، د ښوونځي مدیر له زده کوونکوغوښتي، چې د «ښوونځي د آبرو» ساتلو په پار، د طالبانو په ملاتړو غونډو کې ګډون وکړي.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت دوه ورځې وړاندې، د راتلونکې شنبې د زمري ۲۴ مه، پر هېواد د دې ډلې د واکمنېدو ورځ عمومي رخصتي اعلان کړه.

طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې، په وار وار د دولتي ښوونځیو له زده کوونکو او ماشومانو په خپلو تبلیغاتي پروګرامونو او ملاتړو غونډو کې د توکو په شان ګټه اخیستې ده.

اړوندې لیکنې

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه