د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

امسو: د طالبانو استخباراتو له سیمه ییزه خبریالانو غوښتي جلا وطنه خبریالان په نښه او دوی ته ور وښيي

12 اگست 2026
امسو: د طالبانو استخباراتو له سیمه ییزه خبریالانو غوښتي جلا وطنه خبریالان په نښه او دوی ته ور وښيي

د افغانستان له رسنیو د ملاتړ سازمان (AMSO) په یوه راپور کې ویلي، د طالبانو استخباراتي ځواکونو په کابل، ننګرهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې، له سیمه ییزه خبریالانو غوښتي، هغه خبریالان، چې له جلا وطنه رسنیو سره همکاري لري، په نښه او دوی ته یې وروښيي.

رخشانه: دې بنسټ نن (چهارشنبې د زمري ۲۱ مه) په یوه راپور کې لیکلي، د طالبانو استخباراتي ځواکونو، له سیمه ییزه خبریالانو، د رسنیو له مسوولینو او د خبریالانو د ملاتړ له سیمه ییزه بنسټونو غوښتي، چې د طالبانو د نظام ملاتړ وکړي او خپله د ملاتړ موضوع په ښکاره توګه اعلان کړي.

د امسو په راپور کې چې د روان میلادي کال د جولای له ۱۰ مې د اګست تر ۱۰ مې موده کې چمتو شوی راغلي، پر رسنیو د طالبانو محدودیتونه او په ځینو ولایتونو کې په خبریالانو او رسنیو په مستقیم او غیرمستقیم ډول، امنیتي، استخباراتي، جوړښت فشارونه زیات شوي دي.

دې بنسټ په خپل راپور کې لیکلي، د سیمه ییزو پېښو په پوښښ کې سانسور، د خبریالانو استخباراتي څارنه او د رسنیو د مالي او تصویري فعالیتونو محدودول، د هېواد د رسنیو په چاپېریال کې د دوامداره او منظم تمایلاتو برخه ګرځېدلې ده.

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان وايي، د طالبانو محدودیتونو نه یوازې د رسنیو او خبریالانو د مسلکي فعالیت لمن ورټوله کړې، بلکې خپلواکي، کاري خوندیتوب او د رسنیزو بنسټونو اقتصادي پایښت یې هم تر اغېز لاندې کړی دی.
امسو ویلي، بدخشان کې د طالبانو او د دې ډلې د مخالفینو تر منځ له وروستیو نښتو وروسته، په دې ولایت کې له دې جګړې د راپور د جزیاتو ورکولو باندې، پر ځايي خبریالانو د څار او فشار کچه زیاته شوې ده.

دا بنسټ په خپل راپور کې راوړي، طالبانو په هلمند کې له خبریالانو غوښتي، په نیمروز کې د هغه کسانو، چې د تندې له امله مړ شول، اړوند خبرونه خپاره نه کړي. زابل کې هم دې ډلې له ځايي خبریالانو غوښتي، چې د ترافیکي پېښو اړوند خبرونو ته «په محدود او کم رنګه ډول» پوښښ ورکړي.

دغه بنسټ په خپل راپور کې وايي، طالبانو په کندهار، زابل، اروزګان، ننګرهار، نورستان او هلمند ولایتونو کې د خبریالانو په کار کې «له قانوني چوکاټ د باندې» مداخله کړې او په ځینو مواردو کې یې خبریالان د دوی له امرونو په سرغړونو بندي کړي دي.

دې سازمان ویلي، افغان رسنۍ په داسې چاپېریال کې فعالیت کوي، چې په هغې کې د خبر رسولو خپلواکي، د خبرو په لیکلو کې آزادي، د خبریالانو امنیت، په رسنیو کې د ښځو شتون او اطلاعاتو ته لاسرسی له زیاتو محدودیتونو سره مخ دي.

امسو په هېواد کې پر رسنیو او خبریالانو د طالبانو د محدودیتونو زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی، چې د محدودیتونو دوام او سختوالی به اطلاعاتو ته لاسرسی له جدي خطر سره مخ کړي.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بې پولې خبریالانو سازمان د راپور له مخې، پر خبریالانو او ښځینه کارکوونکو د طالبانو د محدودیتونو له لګېدو وروسته، ۸۰ سلنه ښځینه خبریالانو له رسنیزو فعالیتونو لاس اخیستی دی.

واک ته د طالبانو په بیا راتګ سره، افغانستان د مطبوعاتو د آزادۍ په شاخص کې، د ۱۸۰ هېوادونو تر منځ د مطبوعاتو د آزادۍ له مخې له ۱۲۲ مقام څخه ۱۷۸ مقام ته لوېدلی دی.

اړوندې لیکنې

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه