د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ملګري ملتونه: د طالبانو د محدودیتونو له امله نیمايي افغان ښځې په میاشت کې یوازې یو یا دوه ځلې له کوره وځي

13 اگست 2026
ملګري ملتونه: د طالبانو د محدودیتونو له امله نیمايي افغان ښځې په میاشت کې یوازې یو یا دوه ځلې له کوره وځي

انځور: رخشانه رسنۍ

پر هېواد د طالبانو د واکمنۍ د پنځم کال په درشل کې، د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو څانګه (UN Women) وايي، د طالبانو د محدودیتونو له امله، نیمايي افغان ښځې په میاشت کې یوازې یو یا دوه ځلې له خپل کوره وځي.

رخشانه: دې بنسټ پرون ناوخته، چهارشنبې د (زمري۲۱ مه) په یوه راپور کې لیکلي، طالبانو په هدفي توګه د نمیايي نفوس [ښځو] حقونه له منځه وړي او په نړۍ کې د یوې بې سارې بېلګې په توګه پاتې شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په خپل راپور کې زیاته کړې، طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې د ښځو او نجونو په وړاندې له ۱۰۰ زیات فرمانونه صادر کړي، چې د تبعیض بنسټیز کېدو سره یې د هغوی اساسي حقونه ترې اخیستي دي.

راپور راوړي، یوازې په تېر کال کې له زده کړې، کار، عمومي ژوند، قضايي نظام او روغتیايي خدماتو څخه د ښځو او نجونو بې برخې کول زیات شوي او په نړۍ کې یې د ښځو د حقونو تر ټولو سخت بحران نور هم ټینګ کړی دی.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو پراخو محدودیتونو ته په اشارې ویلي «دې بې مخینې بحران د ښځو او نجونو حقونه د نړیوالو له لوري د هېرېدو له ګواښ سره مخ کړي دي.»
ملګرو ملتونو په خپل راپور کې لیکلي، طالبانو په ۲۰۲۶ کال کې د یوه فرمان په صادرولو سره، عدالت ته د ښځو او نجونو لاسرسی لا محدود کړی او د قانون پر وړاندې یې د هغوی مقام او ملاتړ له منځه وړی دی.

د ملګرو ملتونو په وینا، دا قانون د واده په چوکاټ کې تاوتریخوالی یوازې هغه مهال جرم ګڼي، چې د لیدو وړ جسمي زیانونو باندې تمام وي.

په دې اړه نور ولولئ...

طالب ځواکونو خوست کې دوولس خبریالان په «سپکوونکې توګه» د یوه نندارتون پر مهال نیولي

اوچا: افغان ماشومان د زده کړو لپاره له ګڼو خنډونو سره مخ دي

په دې راپور کې راغلي «په کور د ښځو کېناستل، د هغوی په رواني روغتیا ژورې اغېزې لري. د حقونو او فرصتونو له لاسه ورکولو، د فزیکي فعالیت، ټولنیزو اړیکو او احساساتي ملاتړ محدود لاسرسي سره یو ځای، د ښځو او نجونو تر منځ د رواني روغتیا بحران لا پسې خراب کړی دی.»

د ملګرو ملتونو د تازه راپور له مخې، اوس له هرو ۱۰ ښځو اوو هغو یې خپله رواني روغتیا «بده» یا «ډېره بده» بیان کړې ده.

ملګرو ملتونو ویلي، د طالبانو له خوا د ګرځېدو پر مهال د محدودیتونو او د ښځینه نرسانو او ډاګترانو د مخ په زیاتېدونکي کمښت له امله، روغتیايي خدماتو ته د ښځو لاسرسی هم ستونزمن شوی دی.

افغانستان په نړۍ کې د میندو د مړینې تر ټولو لوړه کچه لري، په داسې ډول چې په ۲۰۲۴ کال کې په اټکلیز ډول په هرو ۱۰۰۰ ژوندیو زېږونونو کې ۶۳۸ میندو ژوند له لاسه ورکړی دی.

ملګري ملتونه وايي، په ۲۰۲۵ کال کې د ښځو په ګرځېدو او عامه ځایونو ته په لاسرسي د طالبانو محدودیتونه زیات شوي او اوس له نیمايي څخه زیاتې ښځې په میاشت کې یوازې دوه ځلې یا لږ له کوره وځي.

پنځه اویا سلنه ښځو ملګرو ملتونو ته ویلي، له محرم پرته د کور څخه د وتلو پر مهال خوندیتوب نه احساسوي. د هغوی له نیمايي زیاتو ویلي، دوی په بشپړه ډول د عامه ځایونو له هغې جملې بازارونو او روغتیايي مرکزونو ته له ورتګ څخه ډډه کوي.

ملګرو ملتونو په خپل راپور کې لیکلي، افغانستان لا هم په نړۍ کې یوازینۍ هېواد دی، چې په منځنیو ښوونځیو کې د نجونو پر زده کړو او په پوهنتونو کې د ښځو پر تحصیل سیستماتیک بندیز لګول شوی دی.

د تازه اټکلونو له مخې، که د نجونو پر زده کړو او تحصیل د طالبانو محدودیتونه همداسې دوام ولري، افغانستان به تر ۲۰۳۰ کال پورې ښايي د ۲۵ زره ښځینه ښوونکو او روغتیاپالانو له کمښت سره مخ شي.

ملګرو ملتونو ویلي، د زیاتېدونکي بشري بحران څخه تر ډېره ښځې او نجونې زیان ویني. په ۲۰۲۶ کال کې له ۱۰.۷ میلیونه څخه زیاتې افغان ښځې او نجونې بشري مرستو ته اړتیا لري. په ټول هېواد کې د روغتیايي وضعیت خرابېدو، د خووړو نه خوندیتوب او د ښځینه متخصصینو له خوا وړاندې کوونکو خدماتو ته د لاسرسي کموالي، بحران نور هم ژور کړی دی.

د راپور له مخې، په غیر دولتي بنسټونو کې د ښځو پر کار کولو د طالبانو محدودیتونو ترڅنګ د نړیوالو مرستو کمېدو، هغو ښځو او نجونو ته د مرستو رسول ستونزمن کړي، چې ورته اړتیا لري.

راپور راوړي، یوازې ۷ سلنه افغان مېرمنې کاري بوختیا لري. وړاندوینه کېږي، چې د ښځو دوامداره ټولنیز او اقتصادي محرومیت به د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۶ کلونو تر منځ د افغانستان اقتصاد ته په ټولیزه توګه ۹۲۰ میلیونه ډالر، چې د ناخالص کورني تولیدل ۵.۸ سلنې سره برابر دی، زیان ورسوي.

ملګرو ملتونو ویلي، په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې شاوخوا پنځه اویا سلنه سازمانونه د بودیجې له کمښت سره مخ شوي دي او له نیمايي زیات به یې په راتلونکې کال کې خپل فعالیتونه ودروي او یا به خپل سازمانونه وتړي.

اړوندې لیکنې

د بشري حقونو فعاله: نړیواله ټولنه دې افغانستان کې د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژني
خبر

د بشري حقونو فعاله: نړیواله ټولنه دې افغانستان کې د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژني

8 سپتمبر 2026
افغانستان کې د طالبانو له خوا جنسیتي ځور او تعقیب له پخوا ډېر بنسټیز شوی
خبر

افغانستان کې د طالبانو له خوا جنسیتي ځور او تعقیب له پخوا ډېر بنسټیز شوی

8 سپتمبر 2026
بنټ: ملګري ملتونه د افغان ښځو له حقونو یوازې په کلماتو نه بلکې په عمل دفاع وکړۍ
خبر

بنټ: ملګري ملتونه د افغان ښځو له حقونو یوازې په کلماتو نه بلکې په عمل دفاع وکړۍ

7 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د ښځینه کارکوونکو له شتون پرته افغان ښځو ته سمې مرستې نه شو وړاندې کولی
خبر

ملګري ملتونه: د ښځینه کارکوونکو له شتون پرته افغان ښځو ته سمې مرستې نه شو وړاندې کولی

7 سپتمبر 2026
طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې
خبر

طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې

7 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی
خبر

ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی

7 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه