د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

افغانستان کې له هرو ۱۰ ماشومانو یو په حاده خوارځواکۍ اخته دی

13 اگست 2026
افغانستان کې له هرو ۱۰ ماشومانو یو په حاده خوارځواکۍ اخته دی

WFP

د ماشومانو د ساتنې سازمان وايي، په افغانستان کې پر حاده خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر مخ پر زیاتېدو دی او له هرو ۱۰ ماشومانو یو هغه یې په حاده خوارځواکۍ اخته دی.

رخشانه: دې سازمان نن (پنشنبې د زمري ۲۲ مه) په یوه راپور کې ویلی، د بودیجې سخت کمښت، په افغانستان کې د کابو ۶۰۰ روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو لامل شوی دی.

د دې سازمان په راپور کې راغلي، د ۲۰۲۶ کال په دویمه ربع کې د ماشومانود شدیدې خوارځواکۍ یا ډنګروالي کچه د تېر کال د همدې مودې په پرتله، د افغانستان په دوه پر درېیمه ولایتونو کې ډېره شوې ده.

د راپور له مخې، په تېرو څلورو کلونو کې تر پنځه کلنۍ کم عمره ماشومانو کې د حادې خوارځواکۍ کچې ۱۴ سلنه زیاتوالی کړی او په ۲۰۲۶ کال کې یې ۳.۷ میلیونه ماشومان تر اغېز لاندې راوستي دي.

راپور راوړي، په همدې څلور کلنه دوره کې، له افغانستان سره بشري مرستې کابو۷۰ سلنه کمې شوې دي او په ۲۰۲۲ کال کې له ۳.۲۷ میلیارد ډالرو، په ۲۰۲۵ کې یو میلیارد ډالرو ته رسېدلې ده.

د ماشومانو د خوندیتوب سازمان وايي، د بودیجې د کمښت له امله، په افغانستان کې کابو ۶۰۰ روغتیايي مرکزونه تړل شوي یا یې فعالیت درېدلی دی، هغه ګام چې شاوخوا څلور میلیونه کسان، چې نېږدې نیمايي یې ماشومان دي، تر اغېز لاندې راوستي دي.

دې سازمان ویلي، د مرستو له کمېدو وروسته او له لنډ مهاله بودیجې په ګټې اخیستنې سره توانېدلی، چې ۱۴ روغتیايي مرکزونه پرانستي وساتي او هېواد په لرې پرتو سیمو کې اساسي خدمات وړاندې کړي، خو د دې مرکز راتلونکې اوس مهال د ګواښ سره مخ ده.

په راپور کې راوړل شوي، د مرستو د کمېدو له امله، د ۲۰۲۵ کال له پیله شاوخوا ۷۰۰ زره کسان، له هغې جملې ۱۴۰ زره تر پنځه کلنۍ ټيټ ماشومانو، لومړنیو روغتیايي خدماتو ته لاسرسی له لاسه ورکړی دی.

په افغانستان کې له ماشومانو د ساتنې سازمان سیمه ییز مدیر آشیش دامله وايي، نړۍ نه شي کولی سترګې پټې کړي. سختې لوږې، د راستنېدونکو خطرناک شمېرې او د طبیعي پېښو وروسته پراخ داخلي بې ځایه کېدنې، وروستیو شخړو او د څلورو کلونو وچکالۍ او محدوده بشري سرچینو د سقوط تر برید فشار راوړی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

هغه و ویل: «موږ پوهېږو، چې ۲۲ میلیونه افغان ماشومان کومو شیانو ته اړتیا لري. پوهېږو د هغه مخ پر زیاتېدونکي بحرانونو د درولو لپاره، چې د هغوی ژوند یې ګډوډ کړی، کوم ګامونه پورته کول ګټور دي، خو زموږ د بشري مرستو اساسي پروګرامونه د بودیجې د کمښت او د حکومتونو له خوا د اوږدمهاله پراختیايي مرستو نشتوالي له امله، د خطر سره مخ کړي دي.»
هغه په افغانستان کې د روغتیايي خدماتو د وړاندېکولو برخه کې د مرستو د چټک کمښت په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل: «نړیواله ټولنه اوس له یوه غوراوي سره مخ ده: آیا یوازې د کورنیو د پاشل کېدو ټکي ته تر رسېدو وروسته بحرانونو ته ځواب وايي، یا دومره ژر ګام پورته کړي، چې وکولی شي د ماشومانو له ژوند، حقونو او راتلونکې ساتنه وکړي.»

د ماشومانو د خوندیتوب سازمان ویلي، تېر کال یې له دوه میلیونه زیاتو کسانو ته، چې نېږدې نیمايي یې ماشومان وو، خدمات وړاندې کړي دي. د دې سازمان په وینا، په تېر یوه کال کې، په حاده خوارځواکۍ اخته کابو پنځه زره ماشومان یې درملنه کړي دي.

اړوندې لیکنې

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه