د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې د خبریالانو او رسنیو له آزادۍ تر ۱۰۰ ځله زیاتې سرغړونې کړې

13 اگست 2026
طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې د خبریالانو او رسنیو له آزادۍ تر ۱۰۰ ځله زیاتې سرغړونې کړې

آسوشیتدپرس

پر هېواد د طالبانو د پنځمې کلیزې په درشل کې، د افغانستان د خبریالانو مرکز (AFJC) وايي، په دې موده کې یې د خبریالانو او رسنیو له آزادۍ تر ۱۰۰ ځله زیاتې سرغړونې ثبت کړې، چې دا په خپله د رسنیو د سختو ځپلو ښودنه کوي.

رخشانه: دې مرکز نن (پنشنبې د زمري ۲۲ مه) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، پر رسنیو او خبریالانو د طالبانو محدودیتونو افغانستان، د اطلاعاتو په زندان بدل کړی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په راپور کې راغلي، د طالبانو په پنځه کلنه واکمنۍ کې، په هېواد کې د رسنیو د آزادۍ بحران لا ژور شوی او یوازې په تېرو ۱۲ میاشتو کې د رسنیو له آزادۍ لږ تر لږه ۱۰۲ مورده سرغړونې ثبت شوې دي.

دې مرکز زیاته کړې، په تېر یوه کال کې ۱۵ خبریالان او رسنیز کارکوونکي د طالبانو له خوا نیول شوي دي. د دې مرکز په وینا، درې خبریالان او رسنیز فعالان له یوه کال څخه زیاتې مودې راهیسې زندانیان دي.

د دې بنسټ د راپور له مخې، په تېر یوه کال کې لږ تر لږه ۲۹ رسنۍ او د رسنیو او خبریالانو بنسټونه د طالبانو له لوري تړل شوي او یا یې هم د طالبانو له خوا کاري جواز لغوه شوی دی.
د افغان خبریالانو مرکز وايي، په تېرو ۱۲ میاشتو کې، په بلخ، هرات، پکتیا، اروزګان او کاپیسا ولایتونو کې د ساه کښو انځور خپرول بند شوي او په کال ۱۴۰۳ کې د دې پروسې له پیل راهیسې تر اوسه پورې دغه بندیز د هېواد له ۳۴ ولایتونو په ۲۵ هغو کې په رسمي ډول اعلان شوی دی.

د دې مرکز په راپور کې راغلي دي، د انځوریزو مرکو او په دولتي ادارو کې د ځيرک تلېفون نه کارولو بندیز، د اطلاع رسولو او خبریالۍ پر کارونو منفي اغېز کړی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، طالبانو په تېر یوه کال کې رسنۍ اړ کړې، تر څو له هغو کسانو سره چې د دوی د تایید وړ نه دي، له مرکو کولو ډډه وکړي.

همدارنګه دې ډلې د سیاسي، امنیتي او ټولنیزو پېښو د پوښښ په برخه کې د استخباراتو ریاست او امربالمعروف ادارې د حکمونو نه مراعت کولو له امله د پنځو رسنیو فعالیتونه هم بند کړي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

د پولیو نړیواله ورځ: افغانستان کې په دې ناروغۍ اخته کسان دوه برابره شوي

رباب فاطمه: د افغانستان په وړاندې پراته خنډونه د پام وړ دي

طالبانو په تېر یوه کال کې د ښځینه خبریالانو پر فعالیت او د ښځو د غږ خپرولو باندې محدودیتونه لا سخت کړي او څو ځله یې په خبري ناستو کې د ښځینه خبریالانو غږونه په ښکاره ډول سانسور کړي او په غونډو کې یې د هغوی د ګډون مخنیوی کړی دی.

د افغان خبریالانو مرکز د راپور له مخې، طالبانو په تېر یوه کال کې له ښځو سره د تلېفوني اړیکې نیولو له امله، د دوو راډیوګانو فعالیت بند کړی دی.
دغه مرکز زیاتوي، طالبانو په تېر یوه کال کې د دریو خبریالانو او رسنیزو فعالانو انځوریز جبري اعترافونه خپاره کړي دي.

دې مرکز تېر کال د طالبانو له خوا د انټرنټ او مخابراتي شبکو ۴۸ ساعته بندېدو ته هم اشاره کړې ده وايي، دې کار خلکو ته ګڼې ستونزې جوړې کړې وې او د رسنیو او خبریالانو په کار یې سخت اغېز وکړ.

د افغان خبریالانو مرکز وايي، د طالبانو عدلیې وزارت د استخباراتو ریاست او امربالمعروف وزارت تر څنګ، دا ډله د خبریالانو لپاره د «ځپلو په یوه نوي ځواک» بدل شوی دی.

دغه مرکز د خبریالانو په نیولو، د رسنیو په بندولو او د طالبانو د رسنیزو محدودیتونو د نه مراعت کولو په تور د خبریالانو په ګواښلو او د ساه کښو د انځور خپرولو په دلیل، د تلوېزیونونو په بندلو اندېښنه ښودلې ده.

د افغانستان د خبریالانو مرکز له نړیوالې ټولنې او د رسنیو د ملاتړ نړیوالو بنسټونو څخه غوښتي، چې له افغان خبریالانو او رسنیو ملاتړ وکړي.

اړوندې لیکنې

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده
خبر

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده

24 اکتوبر 2026
فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي
خبر

فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي

24 اکتوبر 2026
فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول
خبر

فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول

24 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي
خبر

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه