د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د بښنې نړیوال سازمان: افغانستان لا هم له بشري حقونو د پراخو او دوامداره سرغړونو ځای دی

15 اگست 2026
د بښنې نړیوال سازمان: افغانستان لا هم له بشري حقونو د پراخو او دوامداره سرغړونو ځای دی

انځور: رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوی

پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ له پنځمې کلیزې سره سم، د بښنې نړیوال سازمان د سویلي آسیا څانګې ویلي، دا هېواد لا هم د پراخو او پرلپسې بشري حقونو د سرغړونو مرکز دی.

رخشانه: دې بنسټ نن (شنبې د زمري ۲۴ مه) په خپله اېکس پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره لیکلي «چوپتیا ماته کړی او په افغانستان کې له بشري حقونو سرغړونو ته پای ورکړی.»

د بښنې نړیوال سازمان لیکلي، پر افغانستان د طالبانو پنځه کلنه واکمني له «ځورولو او جنسیتي تبعیض، شکنجې، خپل سرو نیونو او سانسور» سره مل ده.

دې بنسټ زیاته کړې: «دا ټولې پېښې په داسې شرایطو کې رامنځ ته کېږي، چې هېڅ ځواب وینه او سزا ورکول نشته. د نړیوالې ټولنې غبرګون هم په غوره حالت کې کمزوری او ناکافي وو.»

د بښنې نړیوال سازمان وايي، افغانستان د ۲۰۲۱ له اګست را په دېخوا د لا ډېرو بشري حقونو د سرغړونو په لور روان دی او ښځې د ژوند په ټولو برخو کې له ګډون کولو منع شوې دي.

د دې بنسټ په وینا، پر افغانستان د طالبانو په پنځه کلنه واکمنۍ کې، ربړونه او ناوړه چلند، خپل سرې نیونې، جبري بې درکه کول، سانسور او داسې نور کارونه په بشپړ خوندتیوب سره دوام لري.

د بښنې نړیوال سازمان لیکلي، د ښځو د بیان آزادي، سوله ییزه غوندې او د ښځو سیاسي ګډون پر حق باندې سخت بندیزونه هم له ځواب وینې پرته دوام لري.

دې بنسټ ټینګار کړی، چې د بدني سزاوو بېرته راګرځېدل او د یوه خپلواک قضايي سیستم نشتوالي دا وضعیت لا کړکېچن کړی او قربانیان یې عدالت ته د لاسرسي لپاره له کومې لارې پرته پرېښي دي.

د افغانستان د بشري حقونو مدافع ترینه ودود ویلي دي: «دا راته د حیرانتیا وړه ده، چې نړیواله ټولنه لا هم انتظار کوي، چې طالبان به بشري حقونو ته درناوی وکړي.»

په دې اړه نور ولولئ...

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بښنې نړیوال سازمان وايي، نړیواله ټولنه تر اوسه نه ده توانېدلي، چې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو پای ته رسولو لپاره، کوم مانا لرونکی ګام پورته کړي.

دې بنسټ ټینګار کړی، چې یوازې شعارونه ورکول نه شي کولی ځپنې پای ته ورسوي او دولتونه باید د جدي ګامونو په پورته کولو سره د ځپنې دې ارټ ته د پای ټکی کېږدي.

اړوندې لیکنې

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه