د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

نیومن: طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې هېڅ بدلون نه دی کړی

15 اگست 2026
نیومن: طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې هېڅ بدلون نه دی کړی

د اروپايي ټولنې د پارلمان غړې او پر طالبانو نیوکه کوونکې هانا نیومن وايي، دې ډلې په تېرو پنځو کلونو کې هېڅ ډول تغیر نه دی کړی او د ښځو په وړاندې یې خپل محدودیتونه پای ته نه دي رسولي.

رخشانه: نیومن د اګست پنځلسمې، پر هېواد د طالبانو د واکمنۍ د پنځمې کلیزې سره سم په خپله اېکس پاڼه لیکلي دي، «موږ د افغان وګړو په تړاو ناکام پاتې یو.»

نوموړې پر هېواد د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغان وګړو وتلو ته په اشارې ویلي دي «ځینې انځورونه هېڅ وخت د انسان له ذهن څخه نه پاکېږي. هغه انسانان چې د یوه پورته شوې نظامي الوتکه پورې یې منګولې نښلولې وې.»

نیومن وايي، افغان وګړي له هېواده د وتلو پر مهال، بهرنیو ځواکونو ته د خپلو ماشومانو په سپارلو سره «له طالبانو پر هغوی ډېر باور درلود.»

د اروپايي ټولنې د پارلمان دې غړې او د طالبانو منتقدې، د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو بیا واک ته رسېدل «زموږ ماتې» بیان کړې ده.

دې ویلي، په افغانستان د طالبانو په پنځه کلنه واکمنۍ کې، ښځې او نجونې په منظم ډول زده کړو، کارموندنې او عمومي ژوند ته له لاسرسي حذف شوې دي.

هغې زیاته کړې، د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو د بیا واک ته رسېدو وروسته «په عام محضر کې دورې وهل او سنګسارول بیا راوګرځېدل.»

په دې اړه نور ولولئ...

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

نیومن بروګسل ته د طالب پلاوي سفر ته په اشارې ویلي «آلمان د افغان وګړو د ایستلو په تړاو له طالبانو سره تعامل ته وړاندې شو او په بن او برلین کې یې د افغانستان د کونسلګریو واک دغه ډلې ته وسپاره.»

نوموړې بروګسل ته د طالب پلاوي سفر د افغان وګړو په تړاو د آلمان او اروپا «دویمه ماتې» وبلله او ویې ویل «دا ماتې سوکه، عادي او ګام په ګام ده.»

نیومن په المان او اروپا کې طالبانو ته د افغانستان د کونسلګریو په سپارلو اندېښنه وښوده وايي، دا موضوع په المان او اروپا کې د افغان وګړو لپاره «له پولې وتلې ځپنه» ده.

هغې لیکلي: «کله چې استبدادي رژيمونه په بهر کې اشخاصو، کورنیو او د هغوی شخصي معلوماتو ته لاسرسی پیدا کوي، نو ځپنه په پوله کې نه تم کېږي.»

اړوندې لیکنې

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه