د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د ښځو اعتراضي غورځنګونه: د طالبانو پنځه کلنه واکمنۍ کې د هېوادالو حقونه په پراخه کچه مات شوي

15 اگست 2026
د ښځو اعتراضي غورځنګونه: د طالبانو پنځه کلنه واکمنۍ کې د هېوادالو حقونه په پراخه کچه مات شوي

انځور: رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوی

د اګست پنځلسمه، پر هېواد د طالبانو د واکمنۍ د پنځمې کلیزې په مناسبت د «افغان ښځو د اعتراضي غورځنګونو خپلواک ائتلاف» ویلي، په تېرو پنځو کلونو کې د هېوادوالو حقونه په پراخ ډول تر پښو لاندې شوي دي.

رخشانه: د «افغان ښځو د اعتراضي غورځنګونو خپلواک ائتلاف» نن (شنبې د زمري ۲۴ مه) په یوه بیانیه کې ویلي، د اګست پنځلسمه د افغانستان د معاصر تاریخ د یوه تر ټولو تور فصل پیل دی.

د ښځو د اعتراضي غورځنګونو په بیانیه کې راغلي دي، پر هېواد د طالبانو په واکمنېدو سره، د میلیونونه افغان وګړو، په ځانګړې توګه د ښخو او نجونو آزادي، عدالت، انساني کرامت او اساسي حقونه، په پراخه او منظمه توګه تر پښو لاندې شوي دي.

د ښځو اعتراضي غورځنګونو لیکلي، د طالبانو پنځه کلنه واکمني له «ځپلو، تبعیض، محرومیت، جبري کډه کولو، بېوزلۍ او له لومړنیو انساني حقونو انکار کولو» سره مل وه.

د دې غورځنګونو په وینا، افغان ښځې په دې تېرو پنځو کلونو کې له زده کړې، کار، سیاسي او ټولنیز ګډون او په ټولنه کې د خپلواکه حضور څخه محرومې شوې او هېواد د ښځو لپاره په زندان بدل شوی دی.
د ښځو د اعتراضي غورځنګونو ائتلاف د طالبانو واکمنۍ په غندلو سره، له خلکو غوښتي، چې د استبداد، تبعیض او له بشري حقونو د سرغړونو په وړاندې د ملي پیوستون په ساتلو سره مقاومت وکړي.

د دې ائتلاف غړو له ملګرو ملتونو، دولتونو او د بشري حقونو له بنسټونو غوښتي، چې د افغان وګړو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو ناورین زېږوونکي وضعیت نور له پامه ونه غورځوي.

دوی ویلي، د جنسیتي توپیر، منظمې څپنې او د بشري حقونو د پراخ سرغړاوي په وړاندې چوپتیا، د بشري حقونو نړیوالو ارزښتونو سره د ظلم او خیانت د عادي کولو په مانا ده.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

معترضو ښځو پر طالبانو د سیاسي او حقوقي فشارونو د زیاتوالي، د ښځو او مدني غورځنګونو د ملاتړ، د بشري حقونو د سرغړونکو د ځواب ویلو او د افغانستان له خلکو سره د پیوستون غوښتنه وکړه.

اړوندې لیکنې

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه