د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ملګري ملتونه: د بشري مرستو د کمښت له امله افغان ماشومان مري

20 اگست 2026
ملګري ملتونه: د بشري مرستو د کمښت له امله افغان ماشومان مري

انځور: WFP

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) مشر جان آیلیف له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو کمېدو د پایلو په اړه خبرداری ورکړی وايي، د مرستو کمېدو له امله په دغه هېواد کې ماشومان مري.

رخشانه: آیلیف په یوه مطب کې چې پرون چهارشنبې د (زمري ۲۸ مه) په برېتانوي «Prospect» مجله خپور شوی لیکلي «افغانستان له لوږې سره مخ دی او نړۍ خپلې سترګې تړلې دي.»

نوموړي په دې مطلب کې لیکلي، د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام له څه مودې راهیسې د بودیجې د کمښت له امله اړ شوی، چې اړمن کسان تش لاس کورونو ته ولېږي.

آیلیف لیکلي: «په تېرو دریو میاشتو کې، زما ټیم اړ شو ټول هغه کسان چې د مرستو تر لاسه کولو لپاره زموږ مرکز ته مراجعه کوي، بېرته ولېږي، ځکه خواړه نه وو پاتې چې دوی ته مو ورکړی وای.»

ده ویلي، د خوړو نړیوال پروګرام هر کال د اړمنو ښځو ۱۴۰ زره بېړنۍ اړیکې تر لاسه کوي. د تېر کال له جون تر دسمبر پورې، افغان ښځو بېړنۍ اړیکې ۶۰ سلنه زیاتې شوې. ډېر ښځې [د بېوزلۍ له امله] د ځان وژنې فکر کوي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام مشر زیاته کړې، افغانستان کې یوې جوړې د بېوزلۍ له امله تصمیم نیولی وو، چې خپله ۱۲ کلنه لور یوه داسې سړي ته واده کړي، چې ۴۰ کلن او په نشه يي توکو اخته وو.
هغه لیکلي، یو بل سړي هم د بېوزلۍ او د خپلو اولادونو د ګډې مړولو لپاره یوه ګرده پلورلې وه.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام مشر وايي، بېړنۍ بودیجې ته د دې بنسټ له شدید اړتیا سره سره، دا مهال د اړتیا وړ بودجې یوازې ۱۲ سلنه برابره شوې ده.

دی زیاتوي، د طالبانو او پاکستان تر منځ جګړې، اقلیمي بدلونونو او طبیعي پېښې د دې لامل شوې، چې ګڼ شمېر خلک د ملګرو ملتونو مرستو ته اړتیا پیدا کړي.

په دې اړه نور ولولئ...

بې پولې ډاکتران: د سیني او رحم سرطان کابو ۸۰ سلنه مړینه په لږ او منځني عاید لرونکو هېوادونو کې رامنځ ته کېږي

معترضې ښځې: د ښځو له شتون پرته ریښتینې سوله امکان نه لري

آیلیف په ۲۰۲۵ کې د طالبانو او پاکستان تر منځ د جګړو شدت او د تورخم دروازې تړل کېدو ته په اشارې وايي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو لپاره د ۱۰ زره ټنه غذايی او ځانګړي خوراکي توکي، د پولو تر شا پاتي شول او دا بار د دریو میاشتو په ځنډ د ۹ هېوادونو له لارې افغانستان ته ورسېدل.

اړوندې لیکنې

یوناما: تل پاتې سوله هغه وخت مانا لری چې د ښځو له ګډون سره مل وي
خبر

یوناما: تل پاتې سوله هغه وخت مانا لری چې د ښځو له ګډون سره مل وي

21 سپتمبر 2026
د «سولې او پیوستون کړۍ» غونډه کاناډا کې د بشري حقونو د فعالانو اتحاد له خوا جوړه شوه
خبر

د «سولې او پیوستون کړۍ» غونډه کاناډا کې د بشري حقونو د فعالانو اتحاد له خوا جوړه شوه

21 سپتمبر 2026
کاپیسا کې درې ښځې او یو ماشوم وژل شوي دي
خبر

کاپیسا کې درې ښځې او یو ماشوم وژل شوي دي

21 سپتمبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو

21 سپتمبر 2026
لوګر کې یوه ښځه د مسمومیت له امله مړه او درې ماشومان یې بستر دي
خبر

لوګر کې یوه ښځه د مسمومیت له امله مړه او درې ماشومان یې بستر دي

19 سپتمبر 2026
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د یوناما له نوې مشرې د افغان ښځو د حقونو د ملاتړ غوښتنه وکړه
خبر

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د یوناما له نوې مشرې د افغان ښځو د حقونو د ملاتړ غوښتنه وکړه

19 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه