غزال محمدي
د نیمروز مرکز زرنج ښار کې نارنج کافه او رستورانت یو له هغو محدودو ځایونو دی، چې ښځې په کې کار کولی شي، را غوندې شي، درس ولولي، یو ساعت له محدودیتونو لرې یو له بل سره وګوري او د زړه خواله وکړي. ۳۰ کلنه عاطفه اسماعیلي دوه کاله وړاندې د ښځو لپاره ځانګړې کافه پرانیسته.
د هېواد لوېدیځ نیمروز ولایت کې د ټولنې جوړښتي دودونو او په ټولنه کې د ښځو او نجونو په حضور د کورنیو محدودیتونو، ان واک ته د طالبانو له بیا راتګ وړاندې، په ټولنه کې د دوی حضور او اقتصادي فعالیتونو مخه محدوده کړې وه.
د طالبانو په بیا راتګ او د هغوی په ژوند د محدودیتونو لګېدو سره، دغه خنډونه لا زیات شوي دي.
دا کافه په داسې حال کې خپل فعالیت ته دوام ورکوي، چې د ځايي سرچینو په وینا، په هرات کې د ښځو په وړاندې د محدودیتونو له سختېدو او د اجباري حجاب پر ضد د اعتراض کوونکو له ځپلو وروسته، په نیمروز کې هم په عامه ځایونو کې د ښځو شتون د پام وړ کم شوی دی.
یوې ځايي سرچینې د هویت پټ ساتلو په شرط رخشانې رسنۍ ته و ویل: «مخکې به ښځې ډېرې بازرا ته تللې، خو اوس نه. هرات کې له لاریونونو وروسته، په رښتیا د خلکو زوړنه تنګ شوي دي، کله چې بازار ته ځو، داسې ښکاري لکه د ارواح ښار، ټول ښار خالي وي او یوازې نارینه دي.»
هغه وايي، د طالبانو د امربالمعروف مامورین په دوامداره توګه په عمومي ځایونو کې د ښځو حجاب کنټرولوي او د رستورانتونو څېښتنانو ته خبرداری ورکوی، چې د مانتو اغوښتونکو ښځو حضور کولی شي د دوی د رستورانتونو په تړلو تمام شي.
عاطفه اسماعیلي ښه ګني، چې د دې کافې په اړه د طالبانو د چلند په اړه څه ونه وايي.
د نارنج کافې او رستورانت مدیره عاطفه اسماعیلي دوه کاله وړاندې او د یو لک پنځوس زره امریکايي ډالرو په پانګونې سره دا کافه جوړه کړې ده. «داسې احساس مې وکړ، چې ښځې یوه خوندي او آرام ځای ته اړتیا لري او په همدې دلیل مې نارنج کافه جوړه کړه، تر څو دا ځای سربېره پر دې چې د ښځو لپاره د کار موندنې زمینه برابره کړي، په دې ځای کې سره راغونډېږي او یو ساعت په خوښۍ او آرامۍ سره تېروي.»
د دې کافې کارکوونکې پنځه تنه ځوانې ښځې، چې عمرونه یې د ۱۸او ۳۰ تر منځ دي، د پخلي، کافې او د دې ځای د حساب په برخو کې په کار بوختې دي.
د عاطفې په وینا، دا ښځې له بېوزله کورنیو څخه راځي: «دا ګټه له دوی سره مرسته کوي، تر څو د خپل ژوند لګښتونه پرې پوره کړي او د کورنیو په ملاتړ کې ګټور رول ولري.»
خو د دې کافې یوه کارکوونکې هم دې ته چمتو نه شوه، چې له رخشانې رسنۍ سره خبرې اترې وکړي.
د عاطفې په وینا، د نیمروز په ټولنه واکمنه دودیزه فضا د دې لامل شوې، چې ښځې له لیدل کېدو او له رسنیو سره له مرکې وېره ولري. «ان که ځايي او بهرنۍ موسسې د کافې د فضا لیدو لپاره راځي او د کافې له فضا څخه انځور او ویډیو کوي، دا ښځې تر میزونو لاندې پټېږي.»
په دې کافه کې د ښځو هرکلی د پام وړ دی. عاطفه وايي، دا کافه هره ورځ د ۳۰ څخه تر ۵۰ پورې ښځو کوربه توب کوي او د پنشنبې، جمعې ورځې او مازیګر مهال د نارنج کافې لپاره تر ټولو بوخت او له ګڼې ګوټې ډک وختونه دي.
پیتزا، ساندویچ، چکن برګر، موهیتو، قهوه، کاپوچینو او ساړه مشروبت د پېرودونکو تر ټولو د خوښې وړ سپارښتنې دي.
د پېرودونکو له هرکلي سره سره، د کافې عاید ثابت نه دی او په موسم او د پيرودونکو په شمېر پورې اړه لري. د عاطفې د معلوماتو له مخې، د کافې میاشتنی اوسط عاید ۳۰ زره افغانۍ دی. «ځینې وختونه، د لګښتونو د زیاتوالي او پېرودونکو د پیر توان د کمښت له امله، اړ شوي یو چې د مینو څخه ځینې توکي لرې کړو یا د کافې جانبي او تفریحي پروګرامونه وځنډوو، خو د کافې اصلي فعالیت دوام لري.»
د عاطفې په وینا، د خلکو د پېر بېوسي، د لومړنیو توکو د بیو لوړوالی او د ښځو پر فعالیتونو د نورو محدودیتونو لګولو امکان، د دې کافې د فعالیت د دوام تر ټولو مهم خنډونه دي.
نارنج کافه د هرکلي او خوراک کولو ځای نه دی، بلکې د ښخو لپاره د غوندو جوړلو، مطالعې، سلا مشورو او د آنلاین زده کړو د فرصتونو برابرېدو ځای هم دی.
عاطفه وايي: «نارنج کافه توانېدلې، د هغو ښځو او نجونو په منځ کې د یوازیتوب او نا امیدۍ احساسات کم کړي، چې د زده کړې او کار له حق څخه د محرومېدو وروسته رامنځ ته شوي دي. ښځې پر دې سربېره چې کولی شي له دې فضا څخه ګټه واخلي، د خوړو او څښاک تر څنګ کولی شي د سلا مشورو غوندې هم جوړې کړي… ښځې کولی شي دوستانه خبرې اترې وکړي، مطالعه او غونډې وکړي… د دې کافې موقعیت د ښار په مرکز کې دی او دا د دې لامل شوی، هغه ښځې چې د کار یا پېرودو لپاره بازار ته ځي، ماسپښین یا مازیګر دې کافې ته راشي او د خپلې خوښې خواړه او څاښاک وکړي.»

انځور: د رخشانه رسنۍ ته استول شوی دی
نارینه دې کافې ته د ننوتو حق نه لري.
نارنج کافه، د خپلې ښکلې ظاهري بڼې او آرامې فضا سره د کورنیو لپاره د ساتېرۍ ځای ګرځېدلی دی، د کافې په یوه څنډه کې څو چادرنماز اغوستې ښځې ناستې او خبرې کوي.
۲۴ کلنه ثریا* د نهم ټولګي زده کوونکې وه، چې د طالبانو له لوري په افغانستان کې د زده کړو د بندېدو سره یې بیا هېڅکله دا فرصت تر لاسه نه کړ، چې ښوونځي ته لاړه شي.
هغه اوس هره ورځ نارنج کافې ته راځي تر څو د آنلاین ټولګیو له لارې د انګلیسي ژبې زده کړې ته دوام ورکړي. ثریا وايي، کور کې یې دوامداره انټرنټ او د درس لپاره آرامې فضا ته لاسرسی نه درلود، په همدې دلیل هره ورځ کابو یو ساعت په نارنج کافه کې تېروي او د دې کافې د انټرنېټ په کارولو سره په خپل انلاین ټولګي کې ګډون کوي.
هغې و ویل: «هره ورځ له اوو تر اتو بجو پورې کافې ته راځم، تلېفون مې له انټرنېټ سره نښلوم او د انګلیسي ژبې زده کړه کوم. د دې ځای انټرنېټ دا مرسته کوي، چې له کومې ستونزې پرته له ټولګي سره وصل شم او درسونه مې له لاسه ورنه کړم.»
ثریا زیاتوي، په دې کافه کې یې شتون یوازې له زده کړې سره مرسته نه ده کړې، بلکې دې ته یې دا فرصت ورکړی تر څو د یو ساعت لپاره د کور له فضا ووځي او په یوه آرام او خوندي چاپېریال کې درس ولولي. «کله چې دلته درس لولم، تمرکز مې پرې ډېر وي او داسې احساس کوم چې لا هم کولی شم د راتلونکې لپاره هڅه وکړم. که دا کافه نه وای، د آنلاین ټولګیو دوام راته ډېر ستونزمن وو.»
سوسن له کال زیاته موده کېږي، چې د دې کافې مشتري ده. هغه او ملګرې یې معولآ د جمعې په ورځو، د دریو بجو څخه د مازیګر تر پنځو پورې په کافه کې سره راغونډېږي.
هغې و ویل: «کافه مانا ده چې یو ساعت د کور له تړلې فضا وځې او د باندې یې تېروي او ځان ته وخت ورکړې. د هغې ارامه فضا او ډېکورشن د دې لامل شوی، چې کافې ته راتګ را ته خوندور دی.»
سوسن او د هغې ملګرې ځینې وختونه په کافه کې د خپلو غونډو ویډیوګانې جوړوي او په ټولنیزو شبکو په ځانګړې توګه په انسټاګرام کې یې خپروي، خو هغه وايي د ښځو لپاره کافې او رستورانت ته تلل لا تر اوسه نه دي پیل شوي.
نوموړي و ویل: «د خلکو په منځ کې کافې ته د نجونو تګ مناسب نه دی. ځینې کورنۍ اجازه نه ورکوي، چې لوڼې یې کافې ته لاړې شي. کله هم فکر کوي، چې که کافې ته ولاړې شو او خپل عکسونه خپاره کړو، مانا دا چې غواړو خپلې پیسې نورو ته وښیو.»
خو د نیمروزي نجونو لپاره کافې ته تګ یوازې له دوستانو سره د لیدو ځای نه دی. د انګلسي ژبې ښوونکې سودابه* د دې کافې له فضا څخه د خپل ټولګي د جوړولو لپاره کار اخلي.
هغې و ویل: «په نیمروز کې ښځې ډېرې کمې په عمومي فضا کې شتون لري او یوازینی ځای چې کولی شو خپل ټولګي په کې تبلیغ کړو، همدا کافه ده.»
د محدوده امکاناتو سره سره، د راتلونکې په اړه د عاطفې لیدلوری روښانه نه دی. هغه تمه لري، چې د خلکو په ملاتړ یوه ورځ وتوانېږی، د خپلې کافې نورې څانګې په ګاونډیو ولایتونو کې جوړې کړي او د ښځو لپاره لا ډېر کاري، د زده کړې او کلتوري فرصتونه رامنځ ته کړي. عاطفه وايي: «د نارنج کافې د فعالیتونو پراختیا د ښځو لپاره د کار فرصتونو زیاتول او د هغوی لپاره د ښوونیزو او کلتوري فرصتونو رامنځ ته کول دي. په خواشنۍ سره یوه ننګونه چې موږ ورسره مخ یو، دا ده چې خلک د پېر توان نه لري، نه دا چې زموږ قیمتونه لوړ دي، په ټولنه کې بېوزلي زیاته شوې ده.»







