یادونه: موږ په افغانستان کې د خپل کار د دوام لپاره، هغه هېواد چې د ښځو د حقونو روان بحران، د ښځو او نجونو په ژوند ژور اغېز کړی، ستاسو بېړنۍ مالي مرستې ته اړتیا لرو. ستاسو ملاتړ کولی شي له موږ سره مرسته وکړي، تر څو د ښځو تر څنګ ودرېږو، ستاسو هر ډول مرسته موږ ته ارزښت لري. ستاسو له پیوستون او سخاوته مننه.
د مرستې راټولو لېنک:https://www.justgiving.com/page/rukhshanamedia
لیکوالان: هریت بابر، زحل آزاد او تمنا تابان
دا راپورد ګارډین په همکارۍ خپور شوی دی.
له هغه وخت چې طالبان په کال ۲۰۲۱ کې بیا واک ته ورسېدل، ښځې له عمومي ژوند څخه ایستل شوې دي. بېوزلۍ حیرانې پاتې کورنۍ دې ته هڅوي، چې خپلې لوڼې په مېړونو ورکړي او په دې هېواد کې روغتیايي نظام د پاشل کېدو په درشل کې دی.
«لور مې په مېړه ورکړه تر څو موږ یو هم له لوږې مړه نه شو.» ملیکه مخکې له دې چې دا خبرې په خوله راوړي، لږ مکث کوي. دا ۴۶ کلنه ښځه له خپل مېړه او څلورو وړو ماشومانو – درې لوڼو او یوه زوی- سره د کابل لوېدیځ ته په یوې تر ټولو بېوزله مېشته سیمه چهل دختران کې ژوند کوي.
بېوزلۍ د هغې کورنۍ د ګړنګ پر ژۍ ودروله، تر دې چې ملیکې او خاوند یې داسې تصمیم، چې د خپل ژوند تر ټولو سخته پرېکړه یې بولي ونیو: خپله مشره لور مریم یې د ۲۰۰ زره افغانیو (۲۲۷۰ پونډو) په بدل کې په مېړه ورکړه. هغه لا تنکۍ ځوانه وه.
ملیکه وايي: «خدای شاهد دی چې هغه ژمی زموږ خواړه له وچې ډوډۍ او چوش اوبو پرته بل څه نه وو. ان همدا وچه ډوډۍ ډېری وخت نه پيدا کېده او ډېری شپې وږي ویده کېدلو.»
«خوارکۍ لور مې په پټه ژړل… [خو پوهېده] که دا واده ونه مني، موږ ټول به له لوږې، سړو او بېوزلۍ مړه شو.»
د مریم له واده نېږدې دوه کاله وروسته، بحران یو ځل بیا د دې کورنۍ پر سر سیوری وغوړاوه. ملیکې نور د خپلو دوو وړو لوڼو ۱۲ کلنې او ۹ کلنې ښوونځي ته د لېږلو توان نه درلود، په همدې خاطر هغوی د خپلې ۱۶ کلنې خور تر څنګ د جامو ګنډلو په یوه کار خونه کې په ډېره کمه ګټه کار کوي. د ملیکې مېړه په لاسي کراچۍ کې توکي پلوري، خو ډېری وخت تش لاس کور ته راستنېږي، هغه د افغانستان په فلج شوي اقتصاد کې یو له میلیونونو کسانو څخه دی. د مریم د واده «ولور/ طویانه) نېږدې خلاصه شوې ده. لکه نورې ډېری کورنۍ، د ګټې اخیستنې یوازینۍ ورپاتې سرچینه همدا لوڼې یې دي.
پنځه کاله وروسته، کله چې طالبان بیا کابل ته د ننه شول، افغانستان له یوه بېړني وضعیت څخه یوې آرامې مرحلې ته ننوتی دی.
افغانستان کې جګړه یو وخت د نړیوالو خبرو سرټکی وو، دا هېواد تر ډېره برید له سرټکو لوېدلی دی، خو د میلیونونو کورنیو لپاره بحران لا ژور شوی دی. د دې هېواد کابو نیمايي وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او اټکل کېږي چې سږ کال به له ۱۴ میلیونه زیات کسان د خوړو له سخت ناخوندیتوب سره مخ شي. په ورته وخت د طالبانو له لوري د خلکو حقونه په بې رحمه توګه محدود کړای شوي دي. ښځې په سیستماتیک ډول له عموي ځایونو ایستل شوي دي او له ګاوڼدیو هېوادونو میلیونونه راستانه شوي کډوال، یوه داسې اقتصاد ته راګرځېدلي، چې د هغوی د جذب توان نه لري.
د نسکورېدو په حال کې اقتصاد
د افغانستان اقتصاد د طالبانو د بیا واک ته رسېدو د مخه (د ۲۰۲۱ اګست) په پرتله خورا کوچینی او ډېر انزوا ته شوی دی. بېرنۍ سوداګري په شدت سره کمه شوې ده او له ۲۰۲۱ را پدېخوا واردات په زیاتېدونکې توګه تر صادراتو مخکې والی کړی او د هېود سوداګریز کسر د پام وړ کموالی موندلی دی. د ۲۰۲۳ مالي کال لپاره د طالبانو له خوا خپره شوې وروستۍ بودیجه په ټولیز ډول ۲.۴۴ میلیارد ډالره وه، په ۲۰۲۱ کال کې د تېر حکومت د بودیجې له نیمايي څخه کمه- شاوخوا شپږ میلیارد ډالر. د طالبانو حکومت په ۲۰۲۴ کال کې هم په دغه هېواد کې د مالي بحران سره د مبارزې په هڅو کې د افغانستان د دولتي کارکوونکو د تقاعد نظام لغوه کړ.
اقتصادي تولید د زیاتېدو په حال کې دی، خو نه شي کولی د نفوس د چټکې ودې سره سمون نه لري، د هغه نفوس وده، چې له پاکستان او ایران څخه د میلیونونو ګډوالو په را ایستو سره لا ګړندۍ شوې ده.
اقتصادي پړسوب هم پر دې فشارونو ور زیات شوی دی. په داسې حال کې، چې په ۲۰۲۵ کال کې د اقتصادي پړسوب منځۍ کچه ۳.۶ سلنې ته رسېدلې، دا شمېره د ۲۰۲۶ کال د مارچ تر میاشتې پورې ۷.۶ سلنه زیات شوی دی.
د خوراکي توکو د بیو لوړوالی، د عرضې سلسله (supply chain) کې ګډوډي او د تقضا زیاتوالی، د دې انفلاسیون له عواملو دي. دې وضعیت د کورنیو د پېرودولو ځواک نور هم کم کړی دی.
د ملګرو ملتونو په وینا، د بې کارۍ کچه له ۲۰۲۱ راهیسې تر اوسه پورې کابو دوه برابره شوې ده. . له نیم میلیون زیات کارونه له منځه تللي، د نړیوالو مرستو کمېدو عمومي لګښتونه په شدت سره محدود کړي او د خوراکي توکو د بیو لوړوالي کورنۍ تر فشار لاندې راوستې دي.
د بشري حقونو څار ډله کې افغان څېړونکې فرشته عباسي وايي: «د طالبانو له واکمنۍ وروسته، افغانستان په نړۍ کې د ښځو د حقونو تر ټولو بد بحران سره مخ دی، د بشري حقونو له بدترینه بحرانونو څخه دی او یو له خوا جدي بشري بحرانونو سره لاس او ګرېوان دی.
سخت اقتصادي کلونه، پرلپسې وچکالۍ او د نړیوالو مرستو پاشل کېدو، له میلیونونو کسانو د اساسي توکو د پېرلو توان اخیستی دی. ارقام ټکان ورکوونکي دي. اټکل کېږي، چې په ۲۰۲۶ کال کې به شاوخوا ۲۱.۹ میلیونه تنه – د نفوس نېږدې ۴۵ سلنه وګړي به بشري مرستو ته اړتیا ولري. شاوخوا ۱۱.۶ میلیونه تنه یې ماشومان دي او ۳.۵ میلیونه یې تر پنځه کلنۍ کم عمره ماشومان سره سختې خوارځواکۍ کړېږي.
خو مرستې نه رسېږي. متحده ایالات چې یو وخت د افغانستان تر ټولو لوی مرسته کوونکی هېواد وو، د ۲۰۲۱ له اکتوبره د ۲۰۲۴ تر دسمپر پورې له درې میلیارد ډالر زیاته بشري او پرمختیايي مرسته یې د دې هېواد په واک کې ورکړه. خو د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۵ په جنورۍ کې له افغانستان سره مرستې وځندولې، په دې سره هغه سرچینه چې یو وخت یې د کابو ۴۵ سلنه بشردوستانه مرستې د برابرولو ملاتړ کاو، نور شتون نه لري.
پایلې یې سمدستي وې. د بودیجې کمښت له ۴۴۰ زیات روغتیايي کلېنیکونه اړ کړي، چې خپل خدمات وردوي یا یې محدود کړي. په پایله کې د هغه کسانو شمېر چې روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري، په ۲۰۲۴ کې له ۱۶ سلنې په ۲۰۲۵ کې ۲۳ سلنې ته زیاتوالی کړی دی. د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د سږ کال په پیل کې اعلان وکړ، چې خوراکي توکو د پېر لپاره د بسندویه بودیجې د نشتوالي له امله، په سخته خوارځواکۍ له اخته ماشومانو چې د مرستو تر لاسه کولو لپاره یې دې سازمان ته مراجعه کړې، له هر څلورو ماشومانو درې تنه یې تش لاس کور ته ګرځي.
د ښځو د حقونو له منځه وړل
بشري بحران د ښځو د حقونو د پراخه له منځه تلو سره هم مهاله او مل وو.
طالبانو د ۲۰۲۱ په اګست کې د واک تر اخیستو وروسته نجونېله منځیو ښوونځیو او لېسې منع کړې،ښځې یې له پوهنتونو محرومې کړې او هغوی یې کاري بازار له لویې برخې او عمومي ژوند څخه څنډې ته کړې. په ۲۰۲۲ کې ښځې عمومي پارکونو او سپورتي کلبونو ته ورتګ راوګرځول شوې، طالبانو په ۲۰۲۴ کې په عمومي فضا کې د ښځو غږ اورېدل منع کړل او سږ کال یې د واده نوی او بې رحمه قانون د ماشومتوب ودونو په قانوني کولو او د ښځو لپاره د طلاق غوښتلو ستونزمن کولو سره، کورني تاوتریخوالي او د ماشومانو ناوړه ګټه اخیستنې ته دوام ورکړی دی.
د میدان ښار پخوانی ښارواله او د افغانستان یو له ګوتو په شمار ښځینه ښاروالانو څخه ظریفه غفاري چې د ۲۰۲۱ په اګست کې له هېواد تښتېدلې وايي، افغان ښځو او نجونو «په معاصر تاریخ کې د ښځو د حقونو تر ټولو ګړندی او سیستماتیک شاتګ» تجربه کړی دی.
د دې وضعیت پایلې کابو په ټولو شاخصونو کې برابرې تر سترګو کېږي. د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، په کاري ځواک کې د ښځو ګډون له شاوخوا له هرو شبږو یوې ښځې په اوس حال کې نېږدې له هرو ۲۰ ښځو و یوې ته راټیټ شوی دی. یوازې۱۸سلنه قابلې په رسمي ډول کار کوي او نېږدې ۸۰ سلنه ښځینه خبریالانو خپل کار له لاسه ورکړی دی. ملګري ملتونه اټکل کوي، چې له کار او زده کړو د ښځو او نجونو محرومول، افغانستان ته په کال کې لږ تر لږه ۸۴ میلیون ډالر زیان رسوي. د طالبانو حکومت د ماشومانه ودونو د شمېر کچه نه ثبتوي او همدارنګه د غیر دولتي سازمانونو له خوا د معلوماتو راټولولو مخنیوی کوي.
په داسې حال کې چې نجونې له ښوونځي محرومې شوې او والدین د خپلو اولادونو د ګېډې مړولو لپاره په تنګه کې دي، د بشري حقونو مدافع بنسټونه باوري دي، چې ډېری نجونې په ماشومتوب کې واده کولو ته هڅول کېږي. هغه بحران چې په کې اقتصادي ستونزې او د جندر د حقونو سرغړونې یو بل ته وده ورکوي.
تېر کال بامیانو کې ۱۳ کلنې نجلۍ نیلوفر شپږم ټولګی پای ته ورساوه، وروستی کال چې نجونې اجازه لري ښوونځي ته لاړې شي. د هغې وړه ونه د دې لامل کېږي چې ان له خپل عمر څخه هم کوچینۍ ښکاره شي، پلار او مور یې هغه د خپلو دوستانو له دې له یوه مشر سړي سره کوژدن کړه. نیلوفر هېڅ کله هغه نه دی لیدلی.
نیلوفر و ویل: «پلار او مور مې راته و ویل، اوس خو ستا زده کړې تمامې شوې، د واده وخت دی. په کور د پېغلې لور ساتل یو دروند بار دی.»
افغانستان اوسد جورج ټاون د سولې او امنیت شاخص کې د ښځو د ګډون عدالت او امنیت په برخه کې تر ټولو ټیټ ځای کې دی. ملګرو ملتونو او د بشري حقونو بنسټونو د طالبانو له خوا د ښځو د حقونو سیستماتیک له منځه وړل «جنستي توپیر» بللی دی.
غفاري و ویل: «میلیونونه نجونې په داسې حال کې لویې شوې، چې د فرصت پر ځای یوازې محرومیت پېژني. طالبان یوازې د نجونو او ښځو فردي ژوند ته زیان نه رسوي، هغوی افغانستان له روغتیاپالانو، ښوونکو، انجینرانو، نوښتګرو او راتلونکو مشرانو محروموي. د دې زیان پایلې به راتلونکي نسلونه احساس کړي.»
د ماشومتوب د ودونو زیاتوالی نجونې د تاوتریخوالي او ناوړه ګټې اخیستنې لوړې کچې ته رسوي او دوی په ډېر کم عمر کې د امیندوارۍ او زېږون له امکان سره مخ کوي.
په پای کې د کابل د یوه روغتون له ګڼې ګوڼې ډک دهلیزې کې ۱۷ کلنه شمیم په داسې حال کې، چې ډاکتر ته په انتظار ده، خپل ماشوم په غېږ کې اخیستی. هغه د یوې مور په پرتله، چې خپل ماشوم یې د درملنې لپاره روغتون ته راوستی وي، تر ډېره یوې ښوونکې ته ورته ده.
کله چې هغې ته ورنېږدې کېږم او په غېږ کې د اخیستي ماشوم په اړه ترې پوښتم، پرته له دې چې سر پورته کړي، ورو ځواب راکوي: «دا مې زوی دی» شمیم هم لکه د نورو افغان نجونو په څېر اړ شوي، چې د شپږم ټولګي له پای ته رسولو وروسته، شاخوا په ۱۲ کلنۍ کې ښوونځی پرېږدي. هغې په ۱۵ کلنۍ کې واده کړی او له یوه کال کمه موده کېږي، چې لومړی ماشوم یې پر نس شوی دی. د هغې په وینا واده یې د کورنۍ لپاره ۲۰۰ زره افغانۍ درلودې. یوه وړه برخه یې د کور د توکو په اخیستو ولګول شوه او «پاتې پیسې یې د پورونو پرې کولو لپاره وکارولې.»
د جیوپولیټیک کړکېچونو زیاتوالی
له ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان تر ډېره د میلیونونو ګډوالو جبري را ایستلو د هېواد کورني بحرانونه لا زیات کړي دي. د ۲۰۲۳کال راهیسې تر اوسه پورې، په دې هېوادونو کې د غیرقانوني کډوالو سره د سخت چلند له امله کابو شپږ میلونه کسان راستانه شوي دي.
ملګري ملتونه اتکل کوي، چې د سږ کال تر دسمبر پورې به ۲.۷ میلیونه نور کسان هم راستانه شي، هغه وضعیت چې پر استوګڼځایونو، کاري فرصتونو، روغتیايي خدماتو او ښوونځیو به نور فشارونه هم وارد کړي.
افغانستان کې د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) مشر مي هیونګ پارک وايي: «هېڅ هېواد نه شي کولی د په نفوس کې دومره لوی زیاتوالی جذب کړي. په ځانګړې توګه د افغانستان په څېر هېواد، چې له نیمايي زیات وګړي یې همدا اوس مرستو ته اړتیا لري.
له پاکستان سره د طالبانو اړیکې هم په شدت سره کړکېچنې شوې. اسلام آباد طالبان تورنوي، چې پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) ته یې پټنځایونه ورکړي دي، هغه تور چې طالبان یې ردوي. دا اختلافات د دواړو هېوادونو تر منځ پوله کې په وسله والو نښتو تمام شوي دي. د ډزو تبادلې او هوايي بریدونه د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې لامل شوي او د پولې دواړو خوا ته یې ګڼې کورنۍ تېښتې ته اړ کړې دي. د پولو پرلپسې بندېدو سوداګري و د خلکو ژوند، چې په پوله په تګ راتګ پورې تړلی دی، ګډوډ کړی دی.
خو په ورته وخت کې د بشري حقونو وضعیت مخ په خبرابېدو دی، طالبانو ورو ورو د خپلو نړیوالو اړیکو ساحه پراخه کړې ده.
روسیې د طالبانو حکومتپه رسمیت پېژندلی او له هغه سره یې د پوځي همکارۍ تړون لاسلیک کړی دی، په داسې حال کې چې چین او محتده عربي اماراتو د طالبانو ټاکل شوي سفیران منلي دي. همدارنګه طالبانو د ګډوالو په تړاو د خبرو اترو لپاره په اروپا کې د اورپايي ټولنې له استازو سره وکتل، چې د بشري حقونو د ډلو غبرګونونه یې راپارولي.
غفاري وايي: «د بشري حقونو په برخه کې له ارزښتناک پرمختګ پرته د طالبانو په رسمیت پېژندل، هغه حاکمیت ته د مشروعیت ورکولو خطر زیاتوي، چې د جنسیتي توپیر پر بنسټ رامنځ ته شوی دی.
په داسې حال کې چې بېلا بېل حکومتونه له طالبانو سره دیپلوماتیک کانالونه بیا پرانیزي، افغانستان کې د ننه ډېری خلک اندېښنه لري، چې نړۍ د یوه داسې رژیم د عادي کولو په حال کې ده، چې هغوی ورڅخه د تېښتې لار نه لري.
غفاري و ویل: «سیاسي ثبات د نفوص د نیمايي وګړو په قرباني کولو سره نه شي تر لاسه کېدای، له طالبانو سره د اړیکو عادي کول ښځو ته دا پیغام ورکوي، چې د هېوادونو جیوپولیټیکې ګټې د دوی د اساسي حقونو او آزادیو په پرتله لومړیتوب لري.»







