د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبان: په افغانستان کې هر ډول لاریونونه بند دي

22 اگست 2026
طالبان: په افغانستان کې هر ډول لاریونونه بند دي

د ښځو لاریونونه- انځور کابل: ارشیف- رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوی

د طلبانو مشر د پولیسو (شرطې) د قانون په توشېح کولو سره د دې ډلې کورنیو چارو وزارت ته ویلي دي، «د افغانستان د ننه هر ډول لاریونونه بند دي.»

رخشانه: دا قانون نن (شنبې د زمري ۳۱ مه) په پنځو څپرکیو او دري پنځوس مادو کې د دې ډلې د مشر له خوا توشېح او د عدلیې وزارت له ولري خپور شوی دی.

طالبانو مشر په دې سند کې ویلي، د دې ډلې پولیس ځواکونه موظف دي، چې د «مجرم او تورن کس د نیولو پر مهال» هغه ته زیان ونه رسوي.

د طالبانو مشر خپلو ځواکونو ته ویلي، د شرعي محکمې له حکم پرته حق نه لري، د تورن کس کور ته د ننه شي او هغه د نیولو پر مهال یې له وهلو ټکولو او ټپي کولو سره مخ کړي.

همدارنګه په دې سند کې راغلي، هېڅوک حق نه لري له سیاسي او جنايي زندانیانو سره بد چلند وکړي او د زندانیانو د «سزا پلي کولو» پر مهال ترې انځور واخلي.

د طالبانو مشر دا قانون پر داسې مهال خپروي، چې د دې ډلې ځواکونو په تېرو پنځو کلونو کې، په وار وار له معترضې ښځې او خپل مخالفین د نیولو پر مهال وهلي ټکولي او شکنجه کړي یې دي.

واک ته د طالبانو تر بیا رسېدو او په هېواد کې د ښځو او نجونو په وړاندې د محدودیتونو له لګولو وروسته، هغوی لارو واټونو ته راووتې، د دې محدودیتونو د لغوه کولو او خپلو لومړنیو حقونو ته د لاسرسي غوښتنه یې وکړه.

په دې اړه نور ولولئ...

«د ښځو لپاره آسیايي پوهنتون» لسګونه افغان زده کړیالانې وباسي

د ښځو حقونو فعالانو نیویارک کې د ملګرو ملتونو غونډه کې د افغانستان په اړه څه و ویل؟

طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې د ښځو اعتراضي غونډې وځپلې او د ښځو د حقونو لسګونه فعالانې یې ونیولې او په خپلو زندانونو کې یې شکنجه او له هغوی سره یې بد چلند وکړ.

همدارنګه دې ډلې له نیول شویو معترضو ښځو او خبریالانو «جبري اعتراف» هم واخیست او هغه یې په ټولنیزو شبکو او رسنیو کې خپاره کړل. رخشانې رسنۍ د طالبانو له خوا د ښځو د ځورونې، وهلو ټکولو، شکنجو او ناوړه چلند او د دې ډلې له خوا د نیول شویو ښځو سره د جنسي تېري څو پېښې مستندې کړې دي.

اړوندې لیکنې

بایسکل چلوونکې فرېبا هاشمي د «ناګویا آسیايي لوبو» د نقرې مډال ګټوونکې شوه
خبر

بایسکل چلوونکې فرېبا هاشمي د «ناګویا آسیايي لوبو» د نقرې مډال ګټوونکې شوه

22 سپتمبر 2026
بې پولې ډاکتران: د سیني او رحم سرطان کابو ۸۰ سلنه مړینه په لږ او منځني عاید لرونکو هېوادونو کې رامنځ ته کېږي
خبر

بې پولې ډاکتران: د سیني او رحم سرطان کابو ۸۰ سلنه مړینه په لږ او منځني عاید لرونکو هېوادونو کې رامنځ ته کېږي

21 سپتمبر 2026
معترضې ښځې: د ښځو له شتون پرته ریښتینې سوله امکان نه لري
خبر

معترضې ښځې: د ښځو له شتون پرته ریښتینې سوله امکان نه لري

21 سپتمبر 2026
یوناما: تل پاتې سوله هغه وخت مانا لری چې د ښځو له ګډون سره مل وي
خبر

یوناما: تل پاتې سوله هغه وخت مانا لری چې د ښځو له ګډون سره مل وي

21 سپتمبر 2026
د «سولې او پیوستون کړۍ» غونډه کاناډا کې د بشري حقونو د فعالانو اتحاد له خوا جوړه شوه
خبر

د «سولې او پیوستون کړۍ» غونډه کاناډا کې د بشري حقونو د فعالانو اتحاد له خوا جوړه شوه

21 سپتمبر 2026
کاپیسا کې درې ښځې او یو ماشوم وژل شوي دي
خبر

کاپیسا کې درې ښځې او یو ماشوم وژل شوي دي

21 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه