د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ملګري ملتونه: د ښځو په کار او زده کړه محدودیتونه د افغانستان د پرمختګ مخه نیسي

23 اگست 2026
ملګري ملتونه: د ښځو په کار او زده کړه محدودیتونه د افغانستان د پرمختګ مخه نیسي

انځور: رخشانه رسنۍ

افغانستان کې ملګرو ملتونو (UN) ویلي، د ښځو او نجونو پر کار او زده کړه د طالبانو محدودیتونه، د افغانستان د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ مخه نیسي.

رخشانه: دې بنسټ نن (یکشنبې د وږي اوله) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، له پنځو کلونو زیاته موده کېږي، چې افغان نجونې لا هم له خپلو اساسي حق زده کړو څخه محرومې دي.

ملګرو ملتونو لیکلي: «هره ورځ چې نجونې ښوونځي ته له تګ او ښځې د کار بازار څخه راګرځول کېږي، د افغانستان ټولنیز او اقتصادي پرمختګ هم ورسره له خنډونو سره مخ کېږي.»

ملګرو ملتونو افغانستان کې د نجونو په زده کړو او د ښځو پر کار د طالبانو د محدودیتونو لرې کېدو غوښتنه کړې ده.

تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (UN Women) اعلان کړی وو، چې د افغان ښځو اتیا سلنه، د طالبانو د محدودیتونو له امله، له زده کړو، کار او مسلکي زده کړو محرومې دي.

له دې مخکې د ملګرو ملتونو عملي، کلتوري او ښوونیز سازمان (یونسکو) ویلي وو، د طالبانو په پنځه کلنه واکمنۍ کې شاوخوا ۲.۴ میلیونه نجونې له زده کړو محرومې شوې دي.

د یونسکو په راپور کې راغلي، هېواد کې د نجونو په زده کړو د طالبانو محدودیتونو، په ښوونیزه برخه کې د کلونو پراخو فرصتونو د پرمختګ مخنیوی کړی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

لوګر کې یوه ښځه د مسمومیت له امله مړه او درې ماشومان یې بستر دي

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د یوناما له نوې مشرې د افغان ښځو د حقونو د ملاتړ غوښتنه وکړه

طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې پر ښځو او نجونو د نورو محدودیتونو سربېره، هغوی له زده کړو او کار څخه هم محرومې کړې دي. دا مهال له شپږم ټولګي بره نجونې له زده کړو محرومې دي، ځوانې نجونې هم پوهنتون ته له تګ او له کوره د باندې د کار کولو څخه راګرځول شوې دي.

سره له دې، چې نړۍ په وار وار په ښځو او نجونو د دې لګول شویو محدودیتونو د لغوه کولو غوښتنه کړې، خو طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې یو محدودیت هم نه دی لرې کړی، بلکې پر ښځو او نجونو یې تازه نور محدودیتونه هم لګولي دي.

اړوندې لیکنې

بنټ: د نجونو پر زده کړو د طالبانو محدودیت ظلم او کېدای شي د بشریت ضد جرم وګڼل شي
خبر

بنټ: د نجونو پر زده کړو د طالبانو محدودیت ظلم او کېدای شي د بشریت ضد جرم وګڼل شي

17 سپتمبر 2026
د ښځو حقونو فعاله: افغان ښځې د ډوډۍ لپاره د ګدایۍ اجازه لري، خو د کار نه
خبر

د ښځو حقونو فعاله: افغان ښځې د ډوډۍ لپاره د ګدایۍ اجازه لري، خو د کار نه

17 سپتمبر 2026
د بښنې نړیوال سازمان: د افغان نجونو پنځه کاله له زده کړو محرومیت «بې عدالتي» ده
خبر

د بښنې نړیوال سازمان: د افغان نجونو پنځه کاله له زده کړو محرومیت «بې عدالتي» ده

17 سپتمبر 2026
فایق: له خپلو اساسي حقونو د افغان ښځو محرومول هېڅ توجیهه نه لريد
خبر

فایق: له خپلو اساسي حقونو د افغان ښځو محرومول هېڅ توجیهه نه لريد

17 سپتمبر 2026
ګوترش: پر ښځو د طالبانو د محدودیتونه په نړیوال نظام کې د افغانستان د ادغام مانع شوی
خبر

ګوترش: پر ښځو د طالبانو د محدودیتونه په نړیوال نظام کې د افغانستان د ادغام مانع شوی

16 سپتمبر 2026
ننګرهار کې دوه ماشومان تالاب ته لوېدلي او مړه شوي دي
خبر

ننګرهار کې دوه ماشومان تالاب ته لوېدلي او مړه شوي دي

16 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه