د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

جوزجان کې طالب والي: ښځې بې عقله او ناقص العقل دي

24 اگست 2026
جوزجان کې طالب والي: ښځې بې عقله او ناقص العقل دي

انځور: بي بي سي

بي بي سي په یوه راپور کې لیکلي، جوزجان ولایت کې د طالبانو والي عبدالله سرحدي ښځې «بې عقله او ناقص العقل» بللې دي.

رخشانه: په دې راپور کې چې نن (دوشنبې د وږي ۲ مه) د بي بي سي انګلیسي څانګې خپور کړی راغي، یوې ځوانې ښځې د طالبانو له یوه پخواني قوماندان څخه، چې اوس خړه ګیره لري، له خپل مېړه څخه د طلاق غوښتنه کړې وه او ټینګار یې درلود، چې غواړي له خپل خاونده جلا شي.

د بي بي سي په حواله، دا ۱۸ کلنه نجلۍ چې مخ یې په نقاب بشپړ پوښتلی وو او لمر ضد چشمکې یې به سترګو وې، خپل مېړه تورن کړ، چې په میاشتو میاشتو یې وهلې ډبولې.

دې ښځې عبدالله سرحدي ته ویلي: «ان که د ګډ ژوند د دوام لپاره یو امکان هم شتون درلودای، دلته نه راتلم… ما مې خپله پرېکړه کړې ده.»

د طالبانو والي وروسته له هغې، چې هڅه کوي دا ځوانه نجلۍ له طلاق څخه وګرځوي، وروسته وايي، ښځې «بې عقله» او «ناقص العقل» دي.

د بي بي سي د راپور له مخې، په دې صحنه کې حاضرو نارینه چارواکو، ساتونکو او سپین ږیرو، د ښځو په اړه د عبدالله سرحدی له دې خبرو وروسته وخندل.

په هغه ویډیو کې چې له والي سره د دې ځوانۍ نجلۍ خبرې اترې د بي بي سي له خوا خپرې شوې، دا نجلۍ وايي، له مېړه سره یې اته میاشتې ژوند کړی او داسې چې ګواکي په دوزخ کې یې ژوند کړی وي.

هغه په ځواب کې د طالبانو والي ته وايي: «هېڅکله نور نه غواړم چې له هغه سره بیا ژوند وکړم… اعدام ته هم چمتو یم خو نه غواړم له مېړه سره مې ژوند وکړم. کوم عزت چې ما درلود، هر څه دې مېړه له ما وړي دي.»

بي بي سي ویلي، دا شېبه پنځه کاله وروسته له هغه، چې طالبانو په ۲۰۲۱ کې د امریکا ملاتړی حکومت څنډې ته کړ، د طالبانو د حکومتو د ورځنیو نادره واقعیتونو انځور وړاندې کوي.

په دې اړه نور ولولئ...

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

په دې موده کې ښځې تر ډېره له کاري چاپېریال نه څنډې ته کړای شوې، په پوهنتونونو کې له زده کړو منع دي او اجازه نه لري، چې یوازې سفر وکړی یا پارکونو او تفریحي مرکزونو ته ولاړې شي.

د طالبانو سره د دوه کلونو په جریان کې، د بي بي سي ځینو خبریالانو د سخت دریځه اسلامي غورځنګ د نفوذ لرونکو شخصیتونو سره بې سارې لاسرسی تر لاسه کړی دی، د هغو کسانو سره یې وخت تېر کړی، چې یو وخت یې ځانمرګي بریدونه پلانول یا یې کلونه کلونه تر ځمکه لاندې پټنځایونو کې ژوند کاوه، خو اوس په حکومتي چارواکو او سرتېرو بدل شوي دي.

طالبانو د واک ته رسېدو سره سم ادعا وکړه، چې بدلون یې کړی، خو ډېری سیاستونه یې له شریعت- اسلامي دین له قانون سخت دریځه تفسیر دی، چې په ۱۹۹۰ لسیزه کې یې پلی کاول.

د ویلو ده، افغانستان کې د طالبانو په پنځه کلنه واکمنۍ کې، پر ښځو ګڼ محدودیتونه لګول شوي او اوس د طلاق پروسه هم د ښځو لپاره ستونزمنه شوې ده.

اړوندې لیکنې

د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026
بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه
خبر

بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه

19 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه