د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

دایکنډي کې یوه سړي خپله پځوانۍ مېرمن وژلې ده

25 اگست 2026
دایکنډي کې یوه سړي خپله پځوانۍ مېرمن وژلې ده

انځور: ټولنیزې شبکې

دایکنډي کې ځايي سرچینې وايي، د دې ولاتی میرامور ولسوالۍ کې یوه سړي خپله پخواني ښځه په ډوزو وژلې ده.

رخشانه: دوه باوري سرچینو رخشانې رسنۍ ته تایید کړه، چې دا پېښه پرون سهار، دوشنبې د (وږي ۲ مه) د میرامور ولسوالۍ په «اسکان» سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

سرچینې وايي، دا ښځه شکیلا نومېده، ۲۵ کلنه وه او د خپل پخواني مېړه رحمت له خوا د (چره يي) بادي ټوپک په واسطه وژل شوې ده.

د سرچینو په وینا، دا ځوانه ښځه «د مهر اخیستو د دعوا» له امله، د خپل پخواني مېړه رحمت له خوا وژل شوې. له شکیلا دوه ۵ او ۷ کلن ماشومان پاتې دي.

سرچینو زیاته کړې، شکېلا تېره ورځ سهار له خپلې مور او ورور سره «د مهر د دعواې» د تعقیبولو لپاره د میرامور ولسوالۍ د مرکز په لور روان وو، چې د لارې په اوږدو کې رحمت دوی درولي او وروسته یې د شکېلا په لور ډزې کړې دي.

د سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، رحمت د خپلې پخوانۍ ښځې تر وژل کېدو وروسته، له سیمې تېښته کړې او تر اوسه نه دی نیول شوی.

سرچینو ویلي، د شکيلا پخواني مېړه، څو کاله وړاندې امریکا ته کډوال شوی وو او هلته یې له مېشتېدنې وروسته، خپل ښځه له یوه بل پردي سړي سره په اړیکې لرلو تورنه او طلاق یې وکړی وو.

په دې اړه نور ولولئ...

غزني کې یوه ښځه د ناسمو درملو د تزریق له امله مړه شوې

یان اګلنډ: د مرستو کمېدا د افغان نجونو او ښځو لپاره ناورین دی

د سرچینو د خبرو له مخې، رحمت د شکیلا د طلاق دعوا د تعقیب لپاره خپله پخواني مېرمن افغانستان ته راوستې وه.

تر اوسه دایکنډي کې ځايي طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

اړوندې لیکنې

ننګرهار: په دوه جلا پېښو کې یو ماشوم مړ او درې نور ټپیان دي
خبر

ننګرهار: په دوه جلا پېښو کې یو ماشوم مړ او درې نور ټپیان دي

10 سپتمبر 2026
د بشري حقونو څارډله: له پاکستان نه د افغان زده کوونکو نجونو ایستل د هغوی زده کړې او امنیت ګواښي
خبر

د بشري حقونو څارډله: له پاکستان نه د افغان زده کوونکو نجونو ایستل د هغوی زده کړې او امنیت ګواښي

10 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: له هرو پنځو نجونو یوه هغه ۱۸ کلنۍ ته له رسېدو مخکې د ماشومانه واده قرباني کېږي
خبر

ملګري ملتونه: له هرو پنځو نجونو یوه هغه ۱۸ کلنۍ ته له رسېدو مخکې د ماشومانه واده قرباني کېږي

10 سپتمبر 2026
د بښنې نړیوال سازمان: له پاکستان نه د افغان محصلو نجونو ایستل به جدي پایلې ولري
خبر

د بښنې نړیوال سازمان: له پاکستان نه د افغان محصلو نجونو ایستل به جدي پایلې ولري

10 سپتمبر 2026
ولکر تورک: افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت نور هم مخ په خرابېدو دی
خبر

ولکر تورک: افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت نور هم مخ په خرابېدو دی

9 سپتمبر 2026
افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۲۳ مورده ته ورسېدې
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۲۳ مورده ته ورسېدې

9 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه