د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبان: خصوصي پوهنتونو کې د حقوقو، سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو څانګې باید په تدریج سره لغوه شي

25 اگست 2026
طالبان: خصوصي پوهنتونو کې د حقوقو، سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو څانګې باید په تدریج سره لغوه شي

انځور: رخشانه رسنۍ

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په یوه تازه پرېکړه کې اعلان کړی، چې هېواد کې د خصوصي پوهنتونونو د حقوقو، سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو پوهنځۍ باید منحل او د هغوی فعالیت په تدریجي ډول ودرول شي.

رخشانه: د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه شورا په یوه مصوبه کې ویلي، دا پرېکړه یې د زدکړیالانو د شمېر او کاري چاپېریال د کمېدو په خاطر کړې ده.

د دې مصوبې د منځپانګې له مخې، د دې پرېکړې پلي کېدل ښايي په لومړي پړاو کې په خصوصي پوهنتونو او وروسته په دولتي پوهنتونو کې هم پلی شي.

په مصوبه کې راغلي دي: «خصوصي پوهنځۍ باید د حقوقو، سیاسي علومو او نړیوالو اړیکې څانګې باید لغوه کړي.»

مصوبه کې راوړل شوي، د لوړو زده کړو وزارت باید د دې څانګو په بدل او د اصولو سره سم، نورې مناسبې څانګې وړاندیز کړي، چې زیات غوښتونکي ولري او کاري چاپېریال یې پراخه وي.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه شورا ویلي، ځای ناستې څانګې نه باید د طب او ستوماتولوژۍ څانګې ولري.
خو په دې خپاره شوي متن کې د دې پرېکړې د پلي کېدو کره نېټه، د اوسنیو زده کړیالانو د وضعیت، او د دې پوهنځیو د استادانو او کارکونکو د پرخلیک په اړه ډېر جزیات نه دي ورکړل شوي.

د دې پرېکړې پلي کول کولی شي، د حقوقو، سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو د زده کړې پروسه او دغه راز د دې څانګو په زده کړیالانو او استادانو مستقیم اغېز ولري.

طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې د دولتي او خصوصي پوهنتونو په زده کړیالانو ګڼل محدودیتونه لګولي دي. دا مهال د ږیرې پرېښودل او د کمیس او پرتوګ اغوستل په ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې الزامي شوي دي.

دې ډلې په هېواد کې د نوي ښوونیز کال په پیل سره، په یو شمېر ولایتونو کې د دولتي پوهنتونونو زده کړیالان اړ کړي، هغه ژمن لیکونه لاسلیک کړي، چې له «حنفي مذهب» څخه پیروي کوي.

په دې اړه نور ولولئ...

نورستان کې یوه ځوانه نجلۍ له نامحرم سره د اړیکې په تور د کورنۍ د غړو له خوا وژل شوې

ملګري ملتونه: افغان مرستندیه ښځې باید وکولی شي په خوندي او تګ راتګ کې له محدودیت پرته کار وکړي

په دې ژمن لیکونو کې راغلي، زده کړیالان باید «شرعي اصولو» او «اسلامي لارښوونو» ته ژمن وي او د طالبانو «اسلامي امارت» باید یو «شرعي نظام» وبولي.

اړوندې لیکنې

ملګري ملتونه: ۷۰ سلنه افغان مېرمنې له ناوړه رواني حالت سره مخ دي
خبر

ملګري ملتونه: ۷۰ سلنه افغان مېرمنې له ناوړه رواني حالت سره مخ دي

2 سپتمبر 2026
یوناما: له ۲۰۰۹ تر ۲۰۲۱ په افغانستان کې له ۴۰ زرو زیات ملکی وګړي وژل شوی
خبر

یوناما: له ۲۰۰۹ تر ۲۰۲۱ په افغانستان کې له ۴۰ زرو زیات ملکی وګړي وژل شوی

2 سپتمبر 2026
کابل کې د یوې حلالې شوې نجلۍ جسد موندل شوی دی
خبر

کابل کې د یوې حلالې شوې نجلۍ جسد موندل شوی دی

1 سپتمبر 2026
نورستان کې سېلابونه، څلور کورونه ویجاړه، د یوه ماشوم او دو ښځو جسدونه موندل شوي
خبر

نورستان کې سېلابونه، څلور کورونه ویجاړه، د یوه ماشوم او دو ښځو جسدونه موندل شوي

1 سپتمبر 2026
جهانزېب ویسا د افغان ښځو وضعیت ته د نړیوالې ټولنې د پاملرنې غوښتنه وکړه
خبر

جهانزېب ویسا د افغان ښځو وضعیت ته د نړیوالې ټولنې د پاملرنې غوښتنه وکړه

31 اگست 2026
د «ملي خبرو اترو ناستې» ګډونوال: افغانستان کې د واک انحصار او له بشري حقونو سرغړونې د منلو نه دي
خبر

د «ملي خبرو اترو ناستې» ګډونوال: افغانستان کې د واک انحصار او له بشري حقونو سرغړونې د منلو نه دي

30 اگست 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه