د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

«لېوني سپي» بدخشان کې ۱۶ ښځې او ماشومان داړلي

26 اگست 2026
«لېوني سپي» بدخشان کې ۱۶ ښځې او ماشومان داړلي

بدخشان کې ځايي طالب چارواکي وايي، یوه «لېوني» سپي د دې ولایت مرکز فیض آباد ښار کې ۱۶ ښځې او ماشومان او درې بوده څاروي داړلي دي.

رخشانه: بدخشان کې د طالبانو د کرنۍ ریاست د پلان او پروګرامونو د همغږۍ مدیر کیکاوس تکساري ویلي، دا پېښه پرون سه شنبې (د وږي ۳ مه) د فیض آباد ښار د اوومې امنیتي حوزې اړون «کري» سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د تکساري په وینا، دا په «هاري» ناروغۍ اخته شکمن سپی وو او د سیمې په اوسېدونکو یې حمله کړې، چې په ترڅ کې یې ۱۶ ښځې او ماشومان او درې سره څاروي ټپیان شوي دي.

هغه ویلي، په دې پېښه کې زیانمن شوي کسان د واکسین تر لاسه کولو لپاره روغتون ته مراجعه کړې ده.

د دې کسانو د روغتیايي وضعیت په اړه جزیات په لاس کې نشته.

کیکاوس تکساري ویلي، دا سپی د سیمې د خلکو له خوا له منځه وړل شوی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

غزني کې یوه ښځه د ناسمو درملو د تزریق له امله مړه شوې

یان اګلنډ: د مرستو کمېدا د افغان نجونو او ښځو لپاره ناورین دی

هاري یا لېونتوب یوه ویروسي ناروغي ده، چې معمولآ پر دې اخته حیوان د داړلو یا د هغې د ځګونو سره د تماس یا نښلېدو له لارې لېږدول کېږي او د دې ناروغۍ د نښو څرګندېدو په صورت کې ښايي د مړینې لامل شي.

څه موده وړاندې هم سمنګان ولایت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون له ۱۹ زیات کسان د یوه درنده وحشي حیوان په برید کې ټپیان شوي وو.

اړوندې لیکنې

ننګرهار: په دوه جلا پېښو کې یو ماشوم مړ او درې نور ټپیان دي
خبر

ننګرهار: په دوه جلا پېښو کې یو ماشوم مړ او درې نور ټپیان دي

10 سپتمبر 2026
د بشري حقونو څارډله: له پاکستان نه د افغان زده کوونکو نجونو ایستل د هغوی زده کړې او امنیت ګواښي
خبر

د بشري حقونو څارډله: له پاکستان نه د افغان زده کوونکو نجونو ایستل د هغوی زده کړې او امنیت ګواښي

10 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: له هرو پنځو نجونو یوه هغه ۱۸ کلنۍ ته له رسېدو مخکې د ماشومانه واده قرباني کېږي
خبر

ملګري ملتونه: له هرو پنځو نجونو یوه هغه ۱۸ کلنۍ ته له رسېدو مخکې د ماشومانه واده قرباني کېږي

10 سپتمبر 2026
د بښنې نړیوال سازمان: له پاکستان نه د افغان محصلو نجونو ایستل به جدي پایلې ولري
خبر

د بښنې نړیوال سازمان: له پاکستان نه د افغان محصلو نجونو ایستل به جدي پایلې ولري

10 سپتمبر 2026
ولکر تورک: افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت نور هم مخ په خرابېدو دی
خبر

ولکر تورک: افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت نور هم مخ په خرابېدو دی

9 سپتمبر 2026
افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۲۳ مورده ته ورسېدې
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۲۳ مورده ته ورسېدې

9 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه