د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د بشري حقونو فعالانو، مدني بنسټونو او د ښځو اعتراضي غورځنګونو د «عایشه وهاب په څرګندونو» اندېښنه وښوده

27 اگست 2026
د بشري حقونو فعالانو، مدني بنسټونو او د ښځو اعتراضي غورځنګونو د «عایشه وهاب په څرګندونو» اندېښنه وښوده

انځور:Annie Barker/APvia19thnews.org

د بشري حقونو فعالانو او ۱۴۰ مدني بنسټونو او د ښځو اعتراضي غورځنګونو د امریکا د کانګرېس غړې عایشه وهاب په هغه څرګندونو چې له طالبانو سره د واشنګټن اړیکې یې اړتیا وبلله، اندېښنه وښوده وايي، «له طالبانو سره سیاسي تعامل نه باید د هغوی د عادي کولو او دې ډلې ته د مشروعیت ورکولو» باندې بدل شي.

رخشانه: د بشري حقونو فعالانو او ۱۴۰ مدني بنسټونو او د ښځو اعتراضي غورځنګونو نن (پنشنبې د وږي ۵ مه) په یوه پرانستې لیک کې عایشه وهاب ته لیکلي دي «د افغانستان د خلکو ارادې، حقونو او له یوه سیاسي دیموکراتیک پروسې ملاتړ ته» درناوی وکړه.

د بشري حقونو فعالانو او معترضو ښځو په دې لیک کې لیکلي دي، د امریکا د کانګرس د غړې په توګه د عایشه وهاب ټاکنه امیدواره کوونکې وه، چې د هغې مقام او غږ به «په سیاسي او نړیوالو ناستو کې د افغانستان د خلکو د اندېښنو، غوښتنو او واقعیتونو انعکاس کوونکې وي.»

په دې لیک کې راغلي، چې: «موږ پر دې باور لرو، چې په اوسنیو شرایطو کې، له خلکو سره په بشري مرستو او له طالبانو سره په هر ډول سیاسي تعامل کې بشپړه بریدونه وي او د میلیونونه وګړو لپاره د اقتصادي او حیاتي کړاونو د کمولو هڅې اړینې دي.»

د بشري حقونو فعالانو او معترضو ښځو ویلي، له طالبانو سره سیاسي تعامل نه باید د هغه رژیم د عادي کولو، سیاسي پیاوړتیا یا مشروعیت ورکولو وسیله وګرځي، چې په سیستماتیک ډول یې د ټولنې د یوې لویې برخې، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو اساسي حقونه ترې اخیستي دي.

دوی ټینګار کړی، چې «د هېواد سیاسي راتلونکې نه باید د طالبانو د نظامي قدرت پر بنسټ» وټاکل شي او د افغانستان خلک حق لري، چې په یوه مشروع او دیموکراتیکه پروسه کې د خپلې راتلونکې په اړه پرېکړه وکړي.

هغوی په دې لیک کې لیکي دي «هر ډول سیاسي پروسه باید خپل مشروعیت د خلکو له ارادې، قانون له حاکمیت او بشري حقونو واخلي» او طالبان نه باید د افغانستان د خلکو د استازو په توګه ومنل شي.

د بشري حقونو فعالانو او معترضو ښځو ویلي دي «د ښځو او هېوادوالو حقونه نه باید د سیاسي ملاحظاتو قرباني شي» او پر ښځو او نجونو د طالبانو محدودیتونه، او د مدني او سیاسي آزادیو ځپل دا ایجابوي، چې له طالبانو سره هر ډول اړیکې عادي کول باید په پرېکنده توګه رد شي.

د دوی په باور، د افغان ښځو عدالت غوښتونکې مبارزو ته باید درناوی وشي او «د افغانستان راتلونکې د ښځو، مدني فعالانو، د بشري حقونو د مدافعینو او طالبانو د مخالفینو د غږونو اورېدو پرته» نه شي جوړېدای.

د بشري حقونو فعالانو او معترضو ښځو له عایشه وهاب نه غوښتي، چې د خلکو د ارادې پر بنسټ د یوې سیاسي دیموکراتیکې پروسې ملاتړ وکړي او طالبان د افغانستان د خلکو د استازو په توګه په رسمیت ونه پېژني.

همدارنګه دوی له عایشه وهاب غوښتي، چې په ټولو نړیوالو معادلاتو کې د آزادیو له حقونو، د ښځو او ځوانانو له فعال حضور او د افغانستان مدني ټولنې څخه دفاع وکړي او د افغانستان د خلکو روا غوښتنو ته درناوی وکړي.

عایشه وهاب چې تازه یې د امریکا استازو جرګې (کانګرس) ته لار کړې، په خپلو لومړنیو رسمي څرګندونو کې یې د طالبانو او امریکا تر منځ د رسمي اړیکو ټینګولو او ساتلو غوښتنه وکړه.

دې څرګندونو د بشري او ښځو د حقونو د فعالانو پراخ غبرګونونه راپارولي دي. فعالانو د عایشه وهاب دریځ کلک غندلی او هغه یې د بشري حقونو، عدالت او د جنسیتي برابرۍ لپاره د مبارزې له اصولو سره په ټکر کې بللی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

دوی ټینګار کړی، دا ډول څرګندونې د دې پر ځای چې د افغان ښځو د حقونو او آزادۍ ملاتړ وکړي، د ښځو په وړاندې د طالبانو د محدودیتونو په عادي کولو کې مرسته کوي.

اړوندې لیکنې

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه