د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

معترضې ښځې: د عایشه وهاب دریځ د میلیونونه افغان ښځو کړاو او مبارزې ته نه پاملرنه ده

27 اگست 2026
معترضې ښځې: د عایشه وهاب دریځ د میلیونونه افغان ښځو کړاو او مبارزې ته نه پاملرنه ده

انځور: رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوی

د «افغان ښځو د حرکت شبکې» غړو د امریکا د استازو جرګې د افغان توکمه استازې عایشه وهاب دا دریځ، چې واشنګټن دې له طالبانو سره تعامل خوندي وساتي، په کلکه غندلی دی.

رخشانه: د دې اعتراضي غورځنګ غړو په یوه پرېکړه لیک کې لیکلي، د عایشه وهاب دریځ، د میلیونونه افغان ښځو کړاو او مبارزې ته ښکاره بې پروايي ده.

د «افغان ښځو د حرکت شبکې» د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ادارې تر منځ د رسمي اړیکو ټينګښت په سختو ټکو غندلی دی.

د دې اعتراضي غورځنګ په پرېکړه لیک کې راغلي، څنګه کولی شو د واشنګټن او طالبانو تر منځ د اړیکو څخه ملاتړ وشي، چې ښځې یې تر خپلو ټولو لومړنیو حقونو محرومې کړې دي.

د دې اعتراضي غورځنګ غړو عایشه وهاب ته په خطاب کې ویلي، د یوې سیاسي استازې په توګه څنګه کولی شي، د هغې ډلې سره له رسمي اړیکې ملاتړ وکړې، چې میلیونونه ښځې یې څنډې ته کړې دي.

معترضو ښځو ویلي دي: «موږ دا نه منو چې څوک دې یوازې د افغان توب په دلیل ځان د افغانانو ویاند وبولي او بیا د امریکا پلازمېنه کې، د افغان ښځو له ځپوونکو سره د رسمي اړیکې په اړه دریځ ونیسي.»

په دې اړه نور ولولئ...

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

دوی پر ښخو د طالبانو محدودیتونو ته په اشارې، عایشه وهاب ته په خطاب کې ویلي دي: «تاسو د کلمو په بدلولو او د رسمي اړیکو د سرلیک په کارولو سره د ښځو د ځپلو حقیقت نه شۍ پټولی.»

د افغان ښځو د حرکت شبکې ټینګار کړی، چې «له طالبانو سره رسمي اړیکې، په داسې حال کې، چې افغان ښځې د یوه ځپوونکي نظام په اسارت کې ژوند کوي، د ځپنې له عادي کولو او دې ډلې ته د سیاسي انعام ورکولو پرته بل څه نه دي.»

د دې غورځنګ غړو ویلي، چا ته اجازه نه ورکوي، چې د افغان ښځو کړاو «کوچینی» د دوی مقاومت «بې ارزښته» او طالبان «د نړیوالو اړیکو شریکان» معرفي کړي.

معترضو ښځو ټینګار کړی، چې عایشه وهاب حق نه لري، خپل سیاسي نظر د افغان ښځو په نوم وپلوري.

دوی ویلي، د عایشه وهاب دریځ په پرېکنده توګه ردوي او د طالبانو ته د مشروعیت ورکولو او د دوی د عادي کولو د هېڅ ډول هڅو په وړاندې به چوپتیا غوره نه کړي.

افغان توکمه ښځې عایشه وهاب چې تازه یې د امریکا استازو جرګې (کانګرس) ته لار موندلې، په خپلو لومړنیو رسمي څرګندونو کې، د امریکا او طالبانو تر منځ د رسمي اړیکو ټینګولو او ساتلو غوښتنه کړې.

د نوموړې دې خبرو د بشري او ښځو د حقونو د فعالانو پراخ غبرګونونه راپارولي دي. فعالانو د عایشه وهاب دریځ غندلی او هغه یې د بشري حقونو له اصولو، عدالت او د جنسیتي برابرۍ لپاره د مبارزې سره په ټکر کې بللي دي.

دوی ټینګار کړی، دا ډول څرګندونې د دې پر ځای چې د افغان ښځو د حقونو او آزادۍ ملاتړ وکړي، د ښځو په وړاندې د طالبانو د محدودیتونو په عادي کولو کې مرسته کوي.

اړوندې لیکنې

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه